ورځنۍ رڼا, اپریل ۱۴: کۀ چرې هغه وشمارم، نو د شګو نه ډېر دى

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

ځان به زما داسې موړ شى لکه په غوره خوراک. زۀ به په خوشحالۍ سره وايم ستا ثناء او صِفت، زۀ چې پروت يمه په کټ کښې هم تا يادوم، ستا په حقله شپه کښې ټوله شپه فکر کوم.

ستا خيالونه ما ته څومره قيمتى دى، پاکه خُدايه، او دا څومره بې‌حسابه دى. کۀ چرې هغه وشمارم، نو د شګو نه ډېر دى. او زۀ چې کله راويښ شم، نو بيا هم تا سره يم.

ستا کلام زما دپاره څومره خوږ دے زما د خولې دپاره د شاتو نه ډېر خوږ دے.

ځکه چې ستا مينه د ميو نه زياته مزه کړينه.

په آسمان کښې زما څوک دى بې له تا نه؟ د بل چا خواهش نۀ لرم په زمکه غېر ستا نه.

په ټولو سړو کښې د هر چا نه ښائسته يې تۀ.

لکه د سيب د ونې په شان په ځنګل کښې زما جانان د نورو زلمو په مينځ کښې دېنه. د هغۀ د سورى لاندې په کښېناستو ډېره خوشحالېږمه، او زما په خولۀ د هغۀ مېوې خوږې لګيږينه. هغۀ زۀ د خپل ځان سره د مېلمنو هال ته روانه کړمه، او زۀ يې په خپله مينه کښې ونغښتلمه.

د هغۀ شکل د لبنان د غرونو د خاص دِيار په شان ښکارينه. هغه ډېره خوږه خولۀ لرينه، هغه په هر لحاظ زړۀ راښکونکے دېنه، نو، اے د يروشلم ښځو.

ستا د خلاصون خوشحالى بيا يو وارې راکړه.

هغوئ چې څۀ کوى ما هغه ليدلى دى، خو باوجود د دې به زۀ هغوئ ښۀ کړم. زۀ به د هغوئ رهنمائى کوم او چې څوک غمژن وى نو زۀ به تسلى ورکوم.

مالِک خُدائ فرمائى، ”راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو. اګر چې ستاسو ګناهونو تاسو تک سرۀ داغى کړى يئ، خو زۀ به تاسو صفا کړم او لکه د واورې په شان به مو سپين کړم، اګر چې ستاسو داغونه تک سرۀ دى، خو تاسو به د وړۍ په شان تک سپين شئ.

اے بې‌وفا بچو ما ته راواپس شئ زۀ به ستاسو بې‌وفائى له شفا درکړم. اے مالِکه خُدايه، مونږ به تا ته راواپس کيږُو ځکه چې تۀ مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يې.

زۀ به مالِک خُدائ، خُدائ پاک ته غوږ ونيسم. ځکه چې هغه به د خپل قوم، خپلو مقدسينو ته وکړى د خير خبره. خو دوئ دوباره خپل کم عقلتوب ته مۀ پرېږده.

اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه، چې د هغۀ ټول احسانونه هېر نۀ کړى. څوک چې ستا ټول ګناهونه معاف کوى، او چې ستا ټول مرضونه جوړوى.

هغه راکوى تازه او نوے قوت ما له.

اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا ثناء صِفت کوم. تۀ ما ته غصه وې، خو اوس ستا غصه سړه شوې ده او تۀ ما له تسلى راکوې.

ما ته سهاره راکړه نو زۀ به بچ شمه.

آو، زۀ هم هغه خُدائ پاک يم چې د خپل ځان په خاطر ستاسو په جرمونو پرده اچوم او ستاسو ګناهونه د خپل ذهن نه وباسم.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ