ورځنۍ رڼا, اپریل ۸: زۀ د انګور بوټے يم او تاسو زما څانګې يئ

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

ځکه چې په عيسىٰ مسيح کښې تاسو په هر لحاظ سره د کلام او هر قِسم عِلم خاوندان شوئ.

ځکه کله چې مونږ لا بې‌وسه وُو، نو مسيح په صحيح وخت کښې د بې‌دينو دپاره خپل ځان قربان کړو.

هغۀ خو خپل زوئ هم پرې نۀ ښودو او زمونږ دپاره يې د قربانۍ دپاره پېش کړو، نو بيا د دې سره به مونږ ته نور څيزونه رانۀ کړى څۀ؟

ځکه چې په مسيح کښې الوهيت په مکمل توګه مجسم شوے دے. او تاسو په مسيح کښې معمور شوى يئ څوک چې د هر حاکِم او اختيار سر دے.

په ما کښې اوسئ لکه چې زۀ په تاسو کښې اوسېږم. لکه څنګه چې يوه څانګه يواځې مېوه نۀ شى نيولے، ترڅو چې هغه د انګور د بوټى سره پيوند نۀ وى، دغسې تاسو هم مېوه نۀ شئ نيولے ترڅو چې تاسو په ما کښې نۀ اوسئ. زۀ د انګور بوټے يم او تاسو زما څانګې يئ. څوک چې په ما کښې اوسى او زۀ په هغوئ کښې نو هغوئ ډېره مېوه نيسى، ځکه چې زما نه بغېر تاسو هيڅ نۀ شئ کولے.

او اګر چې زۀ د نېکۍ کولو خواهش کوم خو کولے يې نۀ شم.

خو مونږ هر يو ته د مسيح د سخاوت په مطابق نعمتونه راکړے شوى دى.

کۀ چرې تاسو په ما کښې اوسئ او زما خبرې په تاسو کښې اوسى نو څۀ چې تاسو غواړئ هغه به تاسو له درکړے شى.

د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى.

هغوئ به د هغۀ مخ وينى او د هغۀ نوم به د هغوئ په تندو ليکلے وى.

ما له اجازت راکړه چې زۀ ستا د حضور جلال ووينم. تۀ به زما ديدار ونۀ کړې، ځکه چې دا نۀ شى کېدے چې څوک ما وګورى او ژوندى پاتې شى.

هيچا هم چرې خُدائ پاک نۀ دے ليدلے، بلکې بې د يکې يو نه، څوک چې په خپله خُدائ پاک دے، چې د پلار د سترګو تور دے. هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو.

هره سترګه به هغه ووينى، او هغوئ هم چا چې هغه ژوبل کړے وو، او د دُنيا ټول خلق به په هغۀ وير کوى. بې‌شکه دا به دغه شان وى.

زۀ راتلونکے وخت وينم، زۀ د بنى اِسرائيلو قوم وينم. د روښانه ستورى په شان.

زما يقين دے چې زما خلاصونکے ژوندے دے، او چې په آخر کښې به هغه د زمکې دپاسه ودريږى، او چې کله زما څرمن بلکل ختمه شى، نو بيا به زۀ په خپلو سترګو خُدائ پاک ووينم.

ځکه زۀ يمه صادق ستا مخ به ووينم، زۀ چې کله راپاڅم ستا ديدن به وکړم په ليدو ستا به مطمئن شم.

ځکه چې مونږ به يې هم په هغه شان ووينو څنګه چې هغه دے.

ځکه چې مالِک به په خپله د آسمان نه د اوچت آواز سره ... او په هغۀ کښې مړۀ شوى به اول د قبر نه راپاڅى. او بيا مونږ څوک چې ژوندى يُو او پاتې يُو به د هغوئ سره يو ځائ په وريځو کښې پورته کړے شُو د دې دپاره چې په هوا کښې د مالِک سره مِلاو شُو، او دغه شان به مونږ تل تر تله د مالِک سره يُو.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).