ورځنۍ رڼا, اپریل ۴: يرېږه مه، اول او آخر زۀ يم (رويا ۱:۱۷)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

يرېږه مه، اول او آخر زۀ يم.

نو تاسو هغه غر ته نۀ يئ راغلى چې به د اور شغلو، تيارې، تورتم او طوفان راګېرولو، لکه څنګه چې بنى اِسرائيل د سينا غرۀ ته راغلى وُو. خو تاسو د صيون غر د ژوندى خُدائ پاک ښار آسمانى يروشلم او د بې‌شمېره او د زرګونو فرښتو محفل ته راغلى يئ. ... تاسو خُدائ پاک له راغلى يئ چې د ټولو خلقو منصف دے، او تاسو د صادقانو روحونو ملاقات له راغلى يئ چې کامِل شوى دى، او تاسو د نوې لوظ مينځګړى عيسىٰ او د هغۀ نوستلے شوې د شهادت وينې له راغلى يئ.

او عيسىٰ چې د ايمان بانى او کاملونکے دے هغۀ ته وګورو چا چې د خوشحالۍ حاصلولو دپاره د سولۍ مرګ وزغملو او د دې په بې‌عزتۍ ونۀ شرمېدلو او د خُدائ پاک د تخت په ښى لاس کښېناستو.

ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بې‌ګناه وو. نو راځئ چې مونږ د خُدائ پاک د فضل تخت ته ځان په اعتماد سره ورنزدې کړُو نو چې په مونږ رحم وشى او هغه فضل حاصل کړُو چې د حاجت په وخت زمونږ مدد وکړى.

مالِک خُدائ، څوک چې په بنى اِسرائيلو حکومت کوى او د بنى اِسرائيلو حِفاظت کوى، هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى، ”زۀ اولين او زۀ آخرين يم، زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.

عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.

اے مالِکه خُدايه، آيا تۀ د ازل نه موجود نۀ يې؟ زما پاکه خُدايه.

مالِک خُدائ يواځې خُدائ پاک دے خُدائ پاک يواځې زمونږ د پناه ځائ دے.

اوچت ګټ ته مې بوځه او ما ته هلته پناه راکړه.

د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ، نو بيا د خُدائ پاک سلامتى چې د پوهې نه بېخى بهر ده، هغه به ستاسو زړونه او خيالونه د عيسىٰ مسيح په وسيله محفوظ کړى.

کله چې زما روح په ما کښې کمزورے شى، نو دا تۀ يې چې زما په لارو پوهېږې.

خو هغۀ ته د هغې لارې پته ده چې کومه ما اختيار کړې ده، او کله چې هغه ما وآزمائى نو زۀ به د سرو زرو په شان صفا يم.

اے مالِکه او پاکه خُدايه، تۀ همېشه زمونږ د اوسېدو ځائ يې، نسل در نسله پورې يې.

تۀ د غريبانانو حفاظت کوونکے يې، او د مصيبت په وخت کښې د ضرورتمندو حِفاظت کوونکے يې. تا هغوئ له د طوفانونو نه پناه ورکړې ده، او د سوزونکى ګرمۍ نه دې سورے ورکړے دے.

او زمونږ د خُدائ نه بغېر څوک ګټ دے؟

زۀ هغوئ له د تل ژوندون ورکوم او هغوئ به هيڅکله هم هلاک نۀ شى او هيڅوک به يې هم زما د لاس نه ونۀ شوکوى.

د خپلې وعدې په مطابق دې ما سمبال کړه چې زۀ ژوندے پاتې شمه او د خپل اُميد نه دې شرمنده نۀ شمه.

دا زمونږ اُميد دے او دا زمونږ د ژوند دپاره رښتينے او مضبوط لنګر دے او دا داسې اُميد دے چې د پړدې دننه مقدس مقام ته رسېدلے دے.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ