۲۰۲۴ مارچ ۳۰
ورځنۍ رڼا, مارچ ۳۱: نو اوس د نُور د بچو په شان ژوند تېروئ
ورځنۍ رڼا
او زما خُدائ پاک به ستاسو هر حاجت د خپل جلالى دولت په مطابق د عيسىٰ مسيح په وسيله پوره کړى.
فيليپيانو ۴:۱۹
تاسو د هر څۀ نه اول د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د هغۀ د رښتينوالۍ لټون کوئ، نو بيا به هغه دا ټول څيزونه هم تاسو ته درکړى.
متى ۶:۳۳
هغۀ خو خپل زوئ هم پرې نۀ ښودو او زمونږ دپاره يې د قربانۍ دپاره پېش کړو، نو بيا د دې سره به مونږ ته نور څيزونه رانۀ کړى څۀ؟
روميان ۸:۳۲
ځکه چې ټول هر څۀ ستاسو دى، نو کۀ پولوس وى او کۀ اپولوس، کۀ پطروس، او کۀ دُنيا، ژوند وى يا مرګ، کۀ موجوده وخت وى او يا آئنده وخت وى دا ټول هر څۀ ستاسو دى، او تاسو د عيسىٰ مسيح يئ او مسيح د خُدائ پاک دے.
اول کورنتيان ۳:۲۱–۲۳
مونږ سره څۀ نشته خو بيا هم راسره هر څۀ شته.
دوېم کورنتيان ۶:۱۰
مالِک خُدائ دے شپون زما، نو د هيڅ څيز حاجت نشته دے زما.
زبور ۲۳:۱
خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک نمر او ډال دے. ځکه چې مالِک خُدائ به مونږ ته خپل فضل او عزت راکړى، هغه د هر هغه چا نه ښۀ څيزونه نۀ ايساروى د کومو خلقو لارې چې بېداغه وى.
زبور ۸۴:۱۱
بلکې په خُدائ پاک دې اُميد ساتى څوک چې د خوشحالۍ دپاره مونږ له ټول څيزونه ډېر زيات راکوى.
اول تيموتيوس ۶:۱۷
او خُدائ پاک کولے شى چې تاسو ته ستاسو د ضرورت په مطابق هر څۀ پرېمانه درکړى او تاسو سره به د نورو د مدد کولو دپاره همېشه هر څۀ ډېر وى.
دوېم کورنتيان ۹:۸
او د رڼا او تيارې په خپلو کښې د يو بل سره څۀ تعلق وى؟
دوېم کورنتيان ۶:۱۴
او د مجرم کېدلو سبب دا دے چې دُنيا ته نُور راغلو خو خلق د نُور په ځائ په تيارۀ کښې خوشحاله وُو ځکه چې د هغوئ کارونه بد وُو.
يوحنا ۳:۱۹
ځکه چې تاسو ټول د نُور او د ورځې بچى يئ، او مونږ نۀ د شپې يُو او نۀ د تيارې يُو.
اول تِسالونيکيان ۵:۵
خو هر څوک چې د خپل ورور يا خور نه نفرت کوى، هغه په تيارۀ کښې ګرځى بلکې په تيارۀ کښې ژوند تېروى او هغه نۀ پوهيږى چې چرته روان دے ځکه چې تيارې د هغۀ سترګې ړندې کړې دى.
اول يوحنا ۲:۱۱
ستا کلام زما د پښو دپاره ډيوه ده او زما د لارې دپاره رڼا ده.
زبور ۱۱۹:۱۰۵
ځکه چې د زمکې ټول تيارۀ ځايونه د ظلم نه ډک دى.
زبور ۷۴:۲۰
راځئ چې د يو بل سره مينه وکړُو ځکه چې مينه د خُدائ پاک د طرفه ده، او هر څوک چې مينه کوى هغه د خُدائ پاک روحانى بچى دى او خُدائ پاک پېژنى. خو څوک چې مينه نۀ کوى هغه خُدائ پاک نۀ پېژنى، ځکه چې خُدائ پاک مينه دے.
اول يوحنا ۴:۷–۸
خو د بدکارانو لار لکه د تورې تيارې په شان ده، دوئ په دې نۀ پوهيږى چې په څۀ باندې يې تيندک وخوړلو. د صادقانو لار د سحر د رڼا په شان ده، تر هغې ځليږى او لا نوره هم زياتيږى ترڅو چې د ورځې رڼا نۀ وى راښکاره شوى.
متلونه ۴:۱۹, ۱۸
زۀ دُنيا ته لکه د رڼا په شان راغلے يم د دې دپاره چې څوک په ما ايمان راوړى هغه به په تيارۀ کښې پاتې نۀ شى.
يوحنا ۱۲:۴۶
ځکه چې پخوا تاسو په تيارۀ کښې وئ، خو اوس تاسو په خپله په مالِک نُور يئ. نو اوس د نُور د بچو په شان ژوند تېروئ.
اِفِسيانو ۵:۸
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مارچ ۲۹
متى ۲۵:۳۴ · لوقا ۱۲:۳۲
۲۰۲۴ مارچ ۲۸
يشوَع ۱:۱۸ · زبور ۲۷:۱
۲۰۲۴ مارچ ۲۷
متلونه ۱۱:۱۸ · متى ۲۵:۱۹–۲۱
۲۰۲۴ مارچ ۲۶
متى ۲:۱۴–۱۵ · روميان ۶:۱۶
۲۰۲۴ مارچ ۲۵
عبرانيان ۱۳:۵–۶ · پېدايښت ۲۸:۱۵
۲۰۲۴ مارچ ۲۴
پېدايښت ۱۵:۶ · روميان ۴:۲۰–۲۴
