ورځنۍ رڼا, مارچ ۲۷: راشه او د خپل مالِک په خوشحالۍ کښې شريک شه

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

خو هغوئ څوک چې د صداقت کرونده کوى نو حقيقى اجر به ومومى.

ډېره موده پس د هغوئ مالِک واپس راغلو او د هغوئ نه يې حساب وغوښتو. چا له چې يې د سرو زرو پينځۀ تيلۍ ورکړې وې، هغه راغلو او پينځۀ نورې يې ورسره کېښودې او ورته يې ووئيل چې ګوره مالِکه، تا ما له پينځۀ تيلۍ راکړې وې، ما ورسره پينځۀ نورې وګټلې. مالِک ووئيل، شاباش زما اعتبارى او ايمانداره نوکره، تا په لږ څۀ کښې ځان اعتبارى ثابت کړو، اوس به زۀ تا د ډېر څۀ اختيارمند کړم. راشه او د خپل مالِک په خوشحالۍ کښې شريک شه.

ځکه چې مونږ ټول به ضرور د مسيح د عدالت په وړاندې حاضر شو، نو هلته به هر يو ته د خپل کار بدله مِلاو شى څۀ چې هغوئ په دې بدن کښې کړى وى کۀ هغه ښۀ وى او کۀ بد وى.

ما ښۀ جنګ وکړو، خپله منډه مې پوره کړه، او تر آخره په خپل ايمان قائم پاتې شوم. نو د اوس نه د صداقت تاج زما دپاره تيار دے، کوم چې به د صداقت قاضى مالِک ما ته په هغه ورځ راکړى، او دا صرف زما دپاره نه بلکې د هغوئ ټولو دپاره هم دے څوک چې د هغۀ د راتلو خواهشمند دى.

زۀ زر درځم او څۀ چې درسره دى په هغې ټينګ پاتې شه چې څوک دې هم د خپل تاج نه محرومه نۀ کړى.

نو خُدائ پاک وفادار دے او هغه به تاسو ستاسو د برداشت نه په زيات آزمېښت کښې نۀ اچوى.

خُدائ پاک د بنى آدم په شان نۀ دے، چې دروغ ووائى، هغه بنى آدم نۀ دے چې خپله فېصله بدله کړى. هغه چې کومه وعده وکړى، نو هغه پوره کوى، هغه چې څۀ وائى، نو هغه کوى.

مالِک قَسم وخوړو او هغه به د دې نه وروستو نۀ شى چې تۀ به د تل دپاره اِمام يې.

هم په دې طريقه کله چې خُدائ پاک وغوښتل چې د وعدې وارثانو ته خپل هغه نۀ بدلېدونکے مقصد نور هم روښانه کړى، نو هغۀ د دې د ضمانت دپاره قسم هم وکړو. نو د دې دواړو نۀ بدلېدونکو خبرو په وجه دا ناممکنه ده چې خُدائ پاک غلط ثابت شى، او مونږ چا چې په هغۀ کښې پناه اخستې ده نو مونږ دې په ډېره زړۀ ورتيا سره هغه اُميد راټينګ کړُو چې زمونږ په وړاندې دے.

نو بيا څوک چې په دې وجه د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق مصيبتونه زغمى، هغوئ دې خپل ځانونه وفادار خالق ته په حواله کړى او همېشه دې نېکى کوى.

ځکه په چا چې ما ايمان راوړے دے زۀ هغه پېژنم، او زما يقين دے چې څۀ چې ما هغۀ ته سپارلى دى د خپلو راتلو تر ورځې پورې هغه د هغې د حفاظت کولو قابل دے.

څوک چې ستاسو رابلونکے دے هغه وفادار دے او هغه به هم دغه شان وکړى.

ځکه چې په هغۀ کښې د خُدائ پاک ټولې وعدې ”آو“ دى، او هم دغه وجه ده چې د هغۀ په وسيله مونږ د خُدائ پاک جلال ته ”آمين“ وايو.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ