۲۰۲۴ مارچ ۲۱
ورځنۍ رڼا, مارچ ۲۲: د لوط ښځه راياده کړئ (لوقا ۱۷:۳۲)
ورځنۍ رڼا
لوط سترګې واړولې راواړولې او د اُردن ټول هوار مېدان يې وليدو، چې د ضُعر پورې، د مالِک خُدائ د باغ په شان يا د مِصر د مُلک په شان ښې ډېرې اوبۀ يې لرلې. (په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د سدوم او عموره ښارونه لا تباه کړى نۀ وُو.) نو لوط د ځان دپاره د اُردن ټول هوار مېدان خوښ کړو او نمرخاتۀ طرف ته لاړو.
پېدايښت ۱۳:۱۰–۱۱
ځکه هغۀ لوط هم بچ کړو چې صادق انسان وو کله چې هغه د بېدينه خلقو د ناپاک چال چلن نه ډېر تنګ شوے وو. هغه يو صادق انسان چې په هغوئ کښې اوسېدلو هره ورځ د هغه صادق ژوند د هغوئ د بېشرعې کارونو د ليدلو او اورېدلو په وجه په عذابېدو.
دوېم پطروس ۲:۷–۸
خپل ځان له دوکه مۀ ورکوئ، څوک هم د خُدائ پاک پورې ټوقې نۀ شى کولے، ځکه څوک چې څۀ کَرى هغه به رېبى.
ګلتيان ۶:۷
د لوط ښځه راياده کړئ.
لوقا ۱۷:۳۲
څوک چې په مسيح ايمان نۀ لرى، د هغوئ سره په جغ کښې مۀ ځئ. ځکه چې د صادقانو او د شريرانو په خپلو کښې څۀ تعلق وى؟ او د رڼا او تيارې په خپلو کښې د يو بل سره څۀ تعلق وى؟ دې دپاره مالِک فرمائى چې، ”د هغوئ نه راوځئ او د هغوئ نه جدا شئ او يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ.
دوېم کورنتيان ۶:۱۴, ۱۷
نو په دې وجه د هغوئ سره په کارونو کښې مۀ شريک کېږئ، ځکه چې پخوا تاسو په تيارۀ کښې وئ، خو اوس تاسو په خپله په مالِک نُور يئ. نو اوس د نُور د بچو په شان ژوند تېروئ. او د دې خبرې پته ولګوئ چې مالِک په څۀ خوشحاليږى. د تيارې په بېفائدې کارونو کښې حِصه مۀ اخلئ بلکې هغه رسوا کوئ.
اِفِسيانو ۵:۷–۸, ۱۰–۱۱
مالِک خُدائ دې زما مل شى او هغوئ به زۀ وشړم، هم هغه شان لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى.“
يشوَع ۱۴:۱۲
زۀ به هيڅکله هم تاسو نۀ پرېږدم، او تاسو به هيڅکله نۀ هېروم.“ نو ځکه مونږ ډېر په زړۀ ورتيا سره وايو چې، ”مالِک زما مددګار دے، زۀ به ونۀ يرېږم، انسان به زما څۀ وکړى؟
عبرانيان ۱۳:۵–۶
اے قادر مطلق مالِک خُدايه زۀ به ستا د لويئ کارونه بيان کړم. چې صرف تۀ اِنصاف کوونکے يې زۀ به هر چا ته ووايم.
زبور ۷۱:۱۶
د صداقت اثر به سلامتى وى، او نتيجه به يې ابدى سکون او حفاظت وى.
يشعياه ۳۲:۱۷
نو ځکه مضبوط ودرېږئ او د حقيقت پېټۍ د ملا نه تاؤ کړئ او د صداقت زغره واغوندئ. ځکه چې زمونږ جنګ د انسان خلاف نه بلکې د بدکارو حکمرانانو، د اختيار د مالِکانو، د دُنيا د تيارو د قوتونو خلاف او د شېطانى ارواح خلاف دے چې په آسمانى ځايونو کښې دى. په دې وجه تاسو د خُدائ پاک په پوره وسلې ځان سمبال کړئ، نو چې تاسو د دې جوګه شئ چې په هغه بده ورځ د مقابلې دپاره ودرېږئ او ټول کارونه پوره کړئ او بيا هم قائم پاتې شئ.
اِفِسيانو ۶:۱۴, ۱۲–۱۳
اے تکړه او طاقتور سړيه. ... تکړه شه او ورشه او بنى اِسرائيليان د ميديانيانو نه بچ کړه.
قاضيانو ۶:۱۲, ۱۴
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مارچ ۲۰
زبور ۱۱۹:۱۳۰ · اول يوحنا ۱:۵
۲۰۲۴ مارچ ۱۹
اعمال ۳:۲۶ · اول پطروس ۱:۳
۲۰۲۴ مارچ ۱۸
يشعياه ۳۸:۱۴ · زبور ۶:۱–۱۰
۲۰۲۴ مارچ ۱۷
ليويانو ۱:۴ · اول پطروس ۱:۱۸–۱۹
۲۰۲۴ مارچ ۱۶
يعقوب ۴:۱۴ · ايُوب ۹:۲۵–۲۶
۲۰۲۴ مارچ ۱۵
عبرانيان ۲:۱۰ · متى ۲۶:۳۸–۳۹
