۲۰۲۴ مارچ ۱۴
ورځنۍ رڼا, مارچ ۱۵: مونږ د هغۀ هيڅ قدر نۀ کولو (يشعياه ۵۳:۳)
ورځنۍ رڼا
نو چې د تکليفونو په وسيله د خلاصون بانى کامِل کړى.
عبرانيان ۲:۱۰
زما زړۀ د غمه چوى، دلته ايسار شئ او ما سره بېدار اوسئ.“ هغه يو څو قدمه لاړو، پړمخې پرېوتو او دا دُعا يې وکړه چې، ”اے زما پلاره، کۀ کېدے شى نو دا د تکليف پياله زما نه اخوا کړه، زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.
متى ۲۶:۳۸–۳۹
او په سخته پرېشانۍ کښې يې لا نوره هم په جوش سره دُعا وکړه او د هغۀ خوله لکه د وينو د څاڅکو په شان په زمکه څڅېدله.
لوقا ۲۲:۴۴
د مرګ پړو راګېر کړے يم، د قبر سخته په ما راغلې ده، زۀ په خپل خفګان او تکليفونو کښې ډوب شوم.
زبور ۱۱۶:۳
ډېرې بېعزتۍ مې زړۀ مات کړے دے نااُميده يم، څوک نۀ وُو چې په ما يې رحم کړے وے، يو هم نۀ وو، څوک نۀ وُو چې ما له يې تسلى راکړے وے، يو هم نۀ وو.
زبور ۶۹:۲۰
وګوره زما ښې طرف ته وګوره هيڅوک زما پرواه نۀ کوى، زما پناه ګاه نشته هيڅوک زما د ژوند پرواه نۀ کوى.
زبور ۱۴۲:۴
خلقو هغۀ ته سپک وکتل او هغه يې رد کړو، هغه د درد او کړاؤ سره مخ شو. او خلقو به هغۀ ته دومره سپک کتل چې مخ به يې ترېنه اړولو. مونږ د هغۀ هيڅ قدر نۀ کولو.
يشعياه ۵۳:۳
په شپږو ورځو کښې ما يعنې مالِک خُدائ زمکه، آسمان، سمندر او په دې کښې چې هر څۀ هم دى جوړ کړل.
هِجرت ۲۰:۱۱
آسمانونه د خُدائ پاک جلال څومره ښۀ بيانوى، خلا يې د لاس کارنامې صفا بيانوى.
زبور ۱۹:۱
د مالِک خُدائ په کلام سره جوړ شوى آسمانونه دى، د هغۀ د خولې په کلام نمر، سپوږمۍ او ټول ستورى جوړ شوى دى. نو چې هغۀ وفرمائيل، دُنيا پېدا شوه، د هغۀ په حُکم ژوند پېدا شو.
زبور ۳۳:۶, ۹
نه، يقيناً چې قومونه د مالِک خُدائ دپاره هيڅ هم نۀ دى، په بالټى کښې د اوبو د يو څاڅکى يا په تله کښې د دوړې نه زيات نۀ دى، هغه ټوله دُنيا داسې اوچتوى لکه چې د شګې يوه دانه وى.
يشعياه ۴۰:۱۵
د ايمان په وسيله مونږ ته پته ده چې عالمونه د خُدائ پاک په کلام جوړ شوى دى، نو چې څۀ په نظر راځى هغه د هغه څيزونو نه جوړ شوى دى کوم چې په نظر نۀ ښکارى.
عبرانيان ۱۱:۳
زۀ کله چې ستا د ګوتو کار ته ګورم، ستا په آسمانونو باندې غور کوم، په خپل ځائ چې مقرر دى ستورو سپوږمۍ ته ګورم، انسان څۀ وى چې تۀ پرې نظر ساتې، نو بنيادم څۀ وى چې تۀ يې خيال ساتې؟
زبور ۸:۳–۴
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مارچ ۱۳
اول تيموتيوس ۲:۵ · عبرانيان ۲:۱۴
۲۰۲۴ مارچ ۱۲
شمېر ۶:۲۵–۲۶ · يوحنا ۱:۱۸
۲۰۲۴ مارچ ۱۱
شمېر ۶:۲۴ · متلونه ۱۰:۲۲
۲۰۲۴ مارچ ۱۰
پېدايښت ۲۲:۱۴ · پېدايښت ۲۲:۸
۲۰۲۴ مارچ ۹
اول تيموتيوس ۶:۱۷ · ګردان ۸:۱۱–۱۲
۲۰۲۴ مارچ ۸
يشعياه ۳۸:۱۷ · ميکاه ۷:۱۸–۱۹
