ورځنۍ رڼا, مارچ ۱۳: نور شک مۀ کوه خو يقين کوه (يوحنا ۲۰:۲۷)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

ځکه چې يو خُدائ پاک دے او د خُدائ پاک او د انسان تر مينځه مينځګړے هم يو دے، يعنې عيسىٰ مسيح، چې خپله بنى آدم دے.

بيا لکه چې د هغۀ بچى انسانان دى، دغه شان عيسىٰ هم انسان شو د دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک چې په مرګ يې قُدرت حاصل وو.

اے د ټولې دُنيا خلقو، اوس ما ته راوګرځئ او خلاصون حاصل کړئ. صرف زۀ خُدائ پاک يم او زما نه بغېر بل يو خُدائ هم نشته.

خو کۀ څوک ګناه وکړى نو د پلار سره زمونږ يو شفاعت کوونکے دے، يعنې عيسىٰ مسيح چې صادق دے.

خو اوس تاسو د عيسىٰ مسيح سره يو شوى يئ. تاسو يو وخت د خُدائ پاک نه لرى وئ، خو اوس د مسيح د وينې په وسيله د هغۀ سره نزدې شوى يئ. ځکه چې مسيح په خپله زمونږ صُلح وکړه.

د چېلو او سخو وينو سره نه بلکې په خپله وينه يې دغه رنګ ابدى خلاصون زمونږ دپاره حاصل کړو. په دې وجه مسيح د نوى لوظ مينځګړے دے. نو مقصد يې دا دے چې څوک خُدائ پاک بللى دى چې هغوئ هغه وعده کړے شوے ابدى ميراث حاصل کړى، ځکه چې کومه قربانى چې مسيح ورکړه هغې هغوئ د هغه اولنى لوظ د خطاګانو نه آزاد کړل.

نو په دې وجه هغه اوس او همېشه کولے شى چې څوک هم د هغۀ په وسيله خُدائ پاک ته راځى هغه هغوئ ته خلاصون ورکولے شى ځکه چې هغه د هغوئ د شفاعت دپاره همېشه ژوندے دے.

زړۀ مې پرېشانه دے نو ځکه زۀ تا يادوم.

د چا ايمان چې مضبوط دے تۀ هغوئ بلکل محفوظ ساتې، ولې چې هغوئ په تا بهروسه ساتى. په مالِک خُدائ باندې تل يقين ساتئ، ولې چې مالِک خُدائ پاک ابدى حِفاظت کوونکے دے.

خپل مشکلات مالِک خُدائ ته پرېږده، او هغه به ستا حفاظت وکړى.

ځکه هغۀ نۀ د حاجتمندانو درد ته سپک وکتل، او نۀ هغۀ د هغوئ ضرورتونو ته شا کوى نو هغه د هغوئ فريادونه اورى.

کۀ په تاسو کښې څوک په تکليف کښې وى نو دُعا دې وغواړى.

نو مۀ پرېشانه کېږئ او مۀ يرېږئ.

ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې د خپل ژوندون دپاره دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو، څۀ به وڅښو، او يا څۀ به اغوندو. ... د هوا مارغانو ته وګورئ، دوئ نۀ خو کَرى او نۀ رېبى او نۀ يې خمبو کښې جمع کوى خو بيا هم ستاسو آسمانى پلار هغوئ له رزق ورکوى. نو بيا تاسو هغۀ ته د هغوئ نه ډېر اهم نۀ يئ څۀ؟

نور شک مۀ کوه خو يقين کوه.

او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ