۲۰۲۴ مارچ ۸
ورځنۍ رڼا, مارچ ۹: ډېر خلق تپوس کوى، مونږ سره به څوک ښۀ وى؟
ورځنۍ رڼا
بلکې په خُدائ پاک دې اُميد ساتى څوک چې د خوشحالۍ دپاره مونږ له ټول څيزونه ډېر زيات راکوى.
اول تيموتيوس ۶:۱۷
پام کوئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هېر نۀ کړئ، نن چې کوم قانون زۀ درکوم چې په هغې باندې عمل کولو کښې ناکامه نۀ شئ. کله چې تاسو ته د خوراک دپاره هغه هر څۀ مِلاو شى چې تاسو يې غواړئ او د اوسېدو دپاره ښائسته کورونه جوړ کړئ ياد لرئ دا مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دے چې هغۀ تاسو له د مالداره کېدو طاقت درکړے دے.
ګردان ۸:۱۱–۱۲, ۱۸
ترڅو چې مالِک خُدائ يو کور جوړ نۀ کړى، د هغې د جوړونکى محنت بېکاره دے. ترڅو چې د خُدائ نظر په ښار نۀ وى، د هغې چوکيداران بېکاره ولاړ وى. خوراک پسې وختى پاڅېدل او تر ناوخته ويښ پاتې کېدل بېفائدې دى، خُدائ پاک چې چا سره مينه کوى کۀ هغه اودۀ وى نو ورته خوراک ورکوى.
زبور ۱۲۷:۱–۲
خو دا زمکه هغوئ په خپله تُوره نۀ وه ګټلې، او نۀ د هغوئ لاسونو ورته کاميابى ورکړې، دا خو ستا د ښى لاس، او ستا د مټ او ستا د مخ رڼا وه، ځکه چې تا هغوئ سره مينه کړې وه.
زبور ۴۴:۳
ډېر خلق تپوس کوى، ”مونږ سره به څوک ښۀ وى؟ اے مالِکه خُدايه، خپله د مخ رڼا دې په مونږ وځلوه.“
زبور ۴:۶
او هغوئ د تخت او د څلورو جاندارو او مشرانو په وړاندې يو نوے حمد وئيلو.
رويا ۱۴:۳
هغۀ د خپل مرګ په وسيله د ژوندون دپاره يوه نوې لار د پړدې د مينځ نه کولاو کړه.
عبرانيان ۱۰:۲۰
نو هغۀ مونږ له خلاصون راکړو، خو د صداقت د کارونو په سبب نۀ، کوم چې مونږ په خپله کړى وُو، بلکې د خپل رحم په وسيله يې ووينځلُو او د روحُ القُدس په وسيله يې نوے ژوند راکړو. خُدائ پاک روحُ القُدس زمونږ د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په وسيله په مونږ ډېر زيات نازل کړو.
تيطوس ۳:۵–۶
ځکه چې خُدائ پاک د خپل فضل په سبب تاسو له د ايمان په وجه خلاصون درکړو، او دا ستاسو خپل کار نۀ وو، بلکې دا د خُدائ پاک د خوا نه انعام دے. خلاصون زمونږ د نېک عمل اجر نۀ دے نو په مونږ کښې دې څوک هم په خپل عمل فخر ونۀ کړى.
اِفِسيانو ۲:۸–۹
مونږ ته نه، اے مالِکه خُدايه، مونږ ته نه، خو ستا نوم ته دې جلال وى.
زبور ۱۱۵:۱
هغه مونږ سره مينه کوى او مونږ يې د خپلې وينې په قربانۍ د ګناهونو نه آزاد کړُو. هغۀ مونږ د خپل پلار خُدائ پاک د بادشاهت د خدمت دپاره اِمامان جوړ کړُو. د هغۀ جلالى قُدرت دې تل تر تله قائم وى. آمين.
رويا ۱:۵–۶
تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل.
رويا ۵:۹
او د دې نه پس ما د خلقو لويه ګڼه وليده چې بېشمېره وه، دا د ټولو قومونو ... خلاصون زمونږ د خُدائ پاک دے څوک چې په تخت ناست دے، او د ګډُورى دے.
رويا ۷:۹–۱۰
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مارچ ۷
يشعياه ۵۴:۵ · اِفِسيانو ۵:۳۲
۲۰۲۴ مارچ ۶
متلونه ۲:۸ · ګردان ۱:۳۲–۳۳
۲۰۲۴ مارچ ۵
يشعياه ۳۸:۱۴ · زبور ۱۲۳:۱–۲
۲۰۲۴ مارچ ۴
کولوسيان ۳:۲ · اول يوحنا ۲:۱۵
۲۰۲۴ مارچ ۳
متلونه ۳:۵–۶ · زبور ۶۲:۸
۲۰۲۴ مارچ ۲
پېدايښت ۴۱:۵۲ · دوېم کورنتيان ۱:۳–۵
