۲۰۲۴ مارچ ۶
ورځنۍ رڼا, مارچ ۷: زۀ په مالِک خُدائ کښې ډېر خوشحاله يم
ورځنۍ رڼا
ځکه چې ستاسو خالِق به ستاسو خاوند وى، د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.
يشعياه ۵۴:۵
دا يو لوئ راز دے خو زۀ يې د مسيح او جماعت په حقله وايم.
اِفِسيانو ۵:۳۲
تا ته به بيا هيڅکله ”پرېښودلے شوے ښار“ نوم نۀ شى اخستلے ... ستا نوے نوم به ”د خُدائ پاک د خوشحالۍ ښار“ او ”د خُدائ پاک ناوې“ وى، ځکه چې مالِک خُدائ ستا نه خوشحال دے او ستا نه به خپله ناوې جوړه کړى ... لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د خپلې ناوې سره خوشحاله وى، نو داسې خُدائ پاک به ستا نه خوشحاله وى.
يشعياه ۶۲:۴–۵
او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو ته زېرے ورکړم ... او د خُدائ پاک د بدل اخستلو ورځ راغلې ده چې ټولو ماتم کوونکو ته تسلى ورکړم. څوک چې په صيون کښې ماتم کوى نو هغوئ له به د ايرو په ځائ ښائسته تاج ورکړم، او د غم په ځائ به خوشحالى ورکړم، او د پرېشانۍ په ځائ به حمدوثناء ورکړم.
يشعياه ۶۱:۱–۳
زۀ په مالِک خُدائ کښې ډېر خوشحاله يم. زما ځان د خُدائ پاک په تعريف کښې د خوشحالۍ سندرې وائى. ځکه لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د وادۀ په جوړه کښې او ناوې په کالو ځان سنګار کړے وى داسې مالِک خُدائ زۀ د خلاصون په لباس او د صداقت په څادر کښې رانغښتے يم.
يشعياه ۶۱:۱۰
زۀ به تا همېشه دپاره خپله ښځه جوړه کړم، او تا ته به صداقت، اِنصاف، نۀ ختمېدونکې مينه او رحم وښايم.
هوسيع ۲:۱۹
نو بيا به څوک د مسيح د مينې نه مونږ جدا کړى؟
روميان ۸:۳۵
ستا په لاسونو کښې دے مستقبل زما.
زبور ۳۱:۱۵
مالِک خُدائ د خپلو خلقو سره مينه کوى او هغه د خپلو مقدسينو حفاظت کوى.
ګردان ۳۳:۳
بيا د مالِک خُدائ کلام په الياس نازل شو، ”د دې ځائ نه نمرخاتۀ طرف ته لاړ شه او د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته د کريت ولې سره نزدې پټ شه. تۀ د ولې نه اوبۀ څښه او ما کارغانو له حُکم ورکړے دے چې هلته تا له خوراک راوړى.“ بيا د مالِک خُدائ کلام په الياس نازل شو چې، ”اوس د صيدا سره نزدې د صارفت ښار ته لاړ شه او هلته دېره شه. ما هلته يوې کونډې ته وئيلى دى چې تا له خوراک درکوى.“
اول بادشاهان ۱۷:۲–۴, ۸–۹
ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې د خپل ژوندون دپاره دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو، څۀ به وڅښو، او يا څۀ به اغوندو. ... خو ستاسو آسمانى پلار ستاسو د حاجتونو نه ښۀ خبر دے.
متى ۶:۲۵, ۳۲
په خپل ټول زړۀ سره په مالِک خُدائ باندې توکل کوه. او په خپله پوهه باندې تکيه مۀ کوه. چې تۀ هر کار کوې نو په هغې کښې مالِک خُدائ ياد ساته، او هغه به تا ته صحيح لاره ښائى.
متلونه ۳:۵–۶
او خپله ټوله پرېشانى په هغۀ واچوئ ځکه چې هغه ستاسو خيال ساتى.
اول پطروس ۵:۷
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مارچ ۵
يشعياه ۳۸:۱۴ · زبور ۱۲۳:۱–۲
۲۰۲۴ مارچ ۴
کولوسيان ۳:۲ · اول يوحنا ۲:۱۵
۲۰۲۴ مارچ ۳
متلونه ۳:۵–۶ · زبور ۶۲:۸
۲۰۲۴ مارچ ۲
پېدايښت ۴۱:۵۲ · دوېم کورنتيان ۱:۳–۵
۲۰۲۴ مارچ ۱
ګلتيان ۵:۲۲ · اول يوحنا ۴:۱۶
۲۰۲۴ فبروري ۲۹
متلونه ۲۷:۱ · دوېم کورنتيان ۶:۲
