۲۰۲۴ فبروري ۲۹
ورځنۍ رڼا, مارچ ۱: نو بيا ستاسو دپاره چې ايمان مو راوړے دے
ورځنۍ رڼا
خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه.
ګلتيان ۵:۲۲
خُدائ پاک مينه دے او څوک چې په مينه کښې اوسى، هغه په خُدائ پاک کښې او خُدائ پاک په هغۀ کښې اوسيږى.
اول يوحنا ۴:۱۶
ځکه چې د خُدائ پاک مينه زمونږ په زړونو کښې د هغه روحُ القُدس په وسيله اچولے شوې ده کوم چې مونږ ته راکړے شوے دے.
روميان ۵:۵
نو بيا ستاسو دپاره چې ايمان مو راوړے دے.
اول پطروس ۲:۷
مونږ ځکه مينه کوُو چې خُدائ پاک اول مونږ سره مينه وکړه.
اول يوحنا ۴:۱۹
ځکه چې د مسيح مينه مونږ په دې مجبوروى، چې مونږ په دې پوهه شُو چې هغه يو د ټولو دپاره مړ شو نو مطلب يې دا شو چې ټول مړۀ شول. او هغه د ټولو دپاره مړ شو نو چې څوک ژوندى دى هغه دې د ځان دپاره نۀ وى ژوندى بلکې د هغۀ د خاطره دې ژوندى وى څوک چې د هغوئ دپاره مړ شو او بيا ژوندے شو.
دوېم کورنتيان ۵:۱۴–۱۵
خو اوس مونږ ته د دې ضرورت نشته چې تاسو ته د ايماندارانو سره د مينې کولو په حقله وليکو ځکه چې خُدائ پاک په خپله تاسو له دا تعليم درکړے دے چې يو بل سره مينه کوئ.
اول تِسالونيکيان ۴:۹
دا زما حُکم دے، چې تاسو د يو بل سره مينه کوئ څنګه چې ما تاسو سره مينه کړې ده.
يوحنا ۱۵:۱۲
د ټولو نه لويه خبره دا ده چې په خپلو کښې يو بل سره ډېره مينه کوئ ځکه چې مينه په ډېرو ګناهونو پړده اچوى.
اول پطروس ۴:۸
او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو.
اِفِسيانو ۵:۲
موسىٰ يوه قربانګاه جوړه کړه او په هغې يې ”مالِک خُدائ زما د فتحې جنډا ده“ نوم کېښودو.
هِجرت ۱۷:۱۵
کۀ خُدائ پاک زمونږ په طرف دے نو بيا زمونږ مخالف څوک کېدے شى؟
روميان ۸:۳۱
مالِک خُدائ زما مل دے زۀ به نۀ يرېږم، انسان زما څۀ کولے شى.
زبور ۱۱۸:۶
تا د هغوئ دپاره جنډا اوچته کړه څوک چې تا نه يريږى.
زبور ۶۰:۴
مالِک خُدائ دے زما خلاصون او زما رڼا نو بيا زۀ ولې يره وکړم د چا؟ او مالِک خُدائ دے زما د ژوند قلعه نو بيا به زۀ ولې يره وکړم د چا؟ هر څو کۀ رانه تاو شى ګېرچاپېره لښکرې، زړۀ کښې يره نۀ لرم. کۀ شروع شى زما خلاف جنګونه، خو زۀ به خاطر جمع يم.
زبور ۲۷:۱, ۳
خُدائ پاک په خپله زمونږ مشر دے او اِمامان د بيګلو سره ولاړ دى.
دوېم تاريخ ۱۳:۱۲
ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.
زبور ۴۶:۷
هغوئ به د ګډُورى سره جنګ وکړى خو ګډُورے به په هغوئ کامياب شى ځکه چې هغه د مالِکانو مالِک او د بادشاهانو بادشاه دے.
رويا ۱۷:۱۴
قومونه ولې په قهر شول او اُمتونه ولې بېفائدې سازشونه کوى؟ مالِک خُدائ په هغوئ پورې خاندى، کوم چې آسمان کښې ناست دے هغه ورپورې ټوقې کوى.
زبور ۲:۱, ۴
تاسو چې څۀ منصوبې هم جوړَوئ هغه به بېفائدې وى. تاسو چې څۀ فېصله هم کوئ هغه به ناکام کيږى، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ مل دے.
يشعياه ۸:۱۰
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ فبروري ۲۸
يوحنا ۳:۱۶ · دوېم کورنتيان ۵:۱۸–۲۱
۲۰۲۴ فبروري ۲۷
روميان ۶:۱۱ · يوحنا ۵:۲۴
۲۰۲۴ فبروري ۲۶
مرثيى ۳:۴۰ · زبور ۲۶:۲
۲۰۲۴ فبروري ۲۵
يعقوب ۴:۷ · يشعياه ۵۹:۱۹
۲۰۲۴ فبروري ۲۴
حزقىايل ۳۶:۳۷ · يعقوب ۴:۲
۲۰۲۴ فبروري ۲۳
عبرانيان ۱۲:۲۴ · يوحنا ۱:۲۹
