ورځنۍ رڼا, فبروري ۲۸: د مالِک خُدائ رڼا د انسان د روح لټون کوى

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

خُدائ پاک د دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چې خپل اېک يو زوئ يې هم ورکړو، نو څوک هم چې په هغۀ ايمان راوړى هلاک به نۀ شى خو د تل ژوندون به بيا مومى.

دا ټول هر څۀ د خُدائ پاک له طرفه دى، چا چې د مسيح په وسيله مونږ سره روغه وکړه او هغۀ مونږ ته د صُلح کولو خِدمت وسپارلو. مطلب دا چې خُدائ پاک د مسيح په وسيله دُنيا سره صُلح کوله، او د هغوئ نافرمانى يې د هغوئ خلاف حساب نۀ کړه او د صُلح راوستو پېغام يې زمونږ په حواله کړو. نو مونږ د مسيح پېغام وړُونکى يُو او خُدائ پاک زمونږ په وسيله دا خواست کوى، مونږ د مسيح د طرف نه تاسو ته مِنت کوُو چې د خُدائ پاک سره صُلح وکړئ. خُدائ پاک مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره فديه کړو چا چې کله هم ګناه نۀ وه کړې، د دې دپاره چې مونږ د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک په وړاندې صادق ثابت شُو.

ځکه چې خُدائ پاک مينه دے. او د خُدائ پاک مينه زمونږ په مينځ کښې داسې ښکاره شوه چې خُدائ پاک دې دُنيا ته خپل يک يو زوئ راولېږلو چې مونږ د هغۀ په وسيله ژوندون ولرو. رښتينې مينه په دې کښې نۀ ده چې مونږ د خُدائ پاک سره مينه وکړه بلکې په دې کښې ده چې هغۀ مونږ سره مينه وکړه، او زمونږ د ګناهونو د کفارې دپاره هغۀ خپل زوئ راولېږلو. ګرانو دوستانو، نو چې خُدائ پاک مونږ سره دومره ډېره مينه وکړه نو بيا مونږ ته هم په کار دى چې د يو بل سره مينه وکړُو.

د مالِک خُدائ رڼا د انسان د روح لټون کوى.

په تاسو کښې به په هغې وړومبے د کاڼى ګزار هغه څوک کوى چا چې کله هم ګناه نۀ وى کړى. کله چې هغوئ دا خبره واورېده نو هغوئ يو يو بهر ووتلو، د ټولو نه اول مشران وتښتېدل.

نو خُدائ پاک ترې تپوس وکړو، ”تا ته چا ووئيل چې تۀ بربنډ يې؟ تا هغه مېوه وخوړه څۀ چې د کومې نه ما منع کړے وې؟“

نو بيا کۀ څوک په ښۀ کولو پوهيږى او نۀ يې کوى، نو هغه ګناه کوى.

کله چې زمونږ زړۀ مونږ ملامتوى نو خُدائ پاک زمونږ د زړۀ نه ډېر لوئ دے او هغه په هر څۀ خبر دے. ګرانو دوستانو، کۀ زمونږ زړۀ مونږ نۀ ملامتوى نو بيا مونږ د خُدائ پاک په مخکښې پوره ډاډه يُو.

هر څيز حقيقت کښې پاک دے، خو دا ستاسو دپاره غلطى ده چې تاسو هغه څۀ خورئ چې د نورو د تيندک سبب جوړيږى. ... بختور دى هغوئ کوم څيزونه چې هغوئ روا ګڼى او د هغې په خوړلو سره خپل ځانونه مجرمان نۀ ګڼى.

پاکه خُدايه، ما ولټوه، او زما زړۀ وپېژنه، او تۀ زما امتحان واخله او زما د پرېشانۍ په خيالونو ځان پوهه کړه. ما ته وګوره کۀ چرې کومه غلطه طريقه په ما کښې وى، ما د تل ژوندون لارو ته رهنمائى کړه.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ