ورځنۍ رڼا, مارچ ۴: خو هارون غلے پاتې شو (ليويانو ۱۰:۳)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

د آسمانى څيزونو په حقله سوچ کوئ او د دُنياوى څيزونو په حقله سوچ مۀ کوئ.

د دُنيا او د هغې د څيزونو سره مينه مۀ کوئ، ځکه چې څوک چې د دُنيا سره مينه کوى، په هغوئ کښې د پلار مينه نشته.

په زمکه ځان له خزانې مۀ جمع کوئ چرته چې هغه وينۀ وهى او زنګ کيږى او غلۀ ورپسې کنډر کوى او پټوى يې. خو خپل ځان له خزانې په آسمان کښې جمع کوئ چرته چې نۀ وينۀ شته او نۀ زنګ چې دا خرابې کړى، چرته چې نۀ غل کنډر کوى او نۀ يې پټوى. ځکه چې چرته ستا خزانه وى هلته به ستا زړۀ هم وى.

ځکه چې زمونږ د ژوند تلل په ظاهرى څيزونو نۀ بلکې په ايمان دى.

نو په دې وجه مونږ همت نۀ بائيلو. اګر کۀ چې زمونږ ظاهرى بدن ورو ورو ختميږى خو زمونږ باطنى بدن ورځ تر ورځ نوے کيږى. ځکه چې زمونږ د دغه لږ ساعت معمولى مصيبتونه زمونږ دپاره بې‌اندازې غېر معمولى او ابدى جلال پېدا کوى. نو ځکه مونږ په ليدلو څيزونو نه، بلکې په ناليدلو څيزونو نظر ساتو، ځکه څۀ چې ښکارى هغه فانى دى خو څۀ چې نۀ ښکارى هغه ابدى دى.

او چې يو نۀ فنا کېدونکے، بې‌داغه او لازواله ميراث حاصل کړُو، چې ستاسو دپاره په آسمان کښې ساتلے شوے دے.

نو هغه به خپله ملا بار وړلو له راښکته کړى او د نوکر په شان کار ترې اخستے شى.

اے وروڼو او خوېندو، کومو نبيانو چې د مالِک په نوم کلام وکړو، د هغوئ تکليفونه تېرول او صبر کول خپل ځانته نمونه وګڼئ.

په هغوئ دا خبرې زمونږ د عبرت دپاره راغلې وې او زمونږ د آخرى زمانې خلقو ته د نصيحت دپاره وليکلے شوې.

ولې مونږ به د خُدائ د طرفه صرف ښۀ څيزونه اخلو څۀ او هيڅکله به ترې نه بد نۀ اخلو؟ خو د دې ټولو خبرو باوجود ايُوب د خُدائ پاک خِلاف يوه خبره هم ونۀ کړه.

زۀ به خپلو خلقو ته خپل جلال څرګند کړم. خو هارون غلے پاتې شو.

هغه مالِک خُدائ دے، هغۀ ته چې څۀ ښۀ ښکارى نو هم هغه به وکړى.

خپل مشکلات مالِک خُدائ ته پرېږده، او هغه به ستا حفاظت وکړى.

خو بې‌شکه چې هغۀ زمونږ بيمارۍ او کمزورۍ اوچتې کړې. خو بيا هم زمونږ دا خيال وو چې هغۀ له سزا ورکړے شوه.

اے تاسو ټول چې خوارى کوئ او پنډ مو دروند دے، ما له راشئ او زۀ به آرام درکړم. زما جغ په غاړه کړئ او زما نه زده کړئ، ځکه چې زۀ په زړۀ نرم او په روح کښې عاجز يم، او تاسو به په زړۀ کښې آرام حاصل کړئ. ځکه چې زما جغ په وړلو کښې پوست دے او زما پنډ سپک دے.“

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ