۲۰۲۴ مارچ ۴
ورځنۍ رڼا, مارچ ۵: اے مالِکه خُدايه، په ما باندې ظلم کيږى
ورځنۍ رڼا
اے مالِکه خُدايه، په ما باندې ظلم کيږى. زما مدد وکړه.
يشعياه ۳۸:۱۴
ما خپلې سترګې تا ته نيولې دى، تا ته د چا تخت چې په آسمان کښې دے. لکه څنګه چې غلام د خپل مالِک لاس ته ګورى، او لکه څنګه چې وينځه د خپلې بىبى لاس ته ګورى، نو دغه شان زمونږ سترګې د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته ګورى.
زبور ۱۲۳:۱–۲
اے پاکه خُدايه، زما سوال زارى واوره، او زما دُعا ته غوږ ونيسه. د دُنيا د آخر نه تا ته نعرې وهم، کله چې زړۀ زما بېحاله شى. اوچت ګټ ته مې بوځه او ما ته هلته پناه راکړه. ځکه چې تۀ زما مضبوط برج او پناه ګاه يې، چرته چې د دشمن نه په امان کښې يم. زۀ غواړم چې تر ابده ستا مقدس ځائ کښې اوسېږم، او ستا د وزرو لاندې پناه واخلم.
زبور ۶۱:۱–۴
تۀ د غريبانانو حفاظت کوونکے يې، او د مصيبت په وخت کښې د ضرورتمندو حِفاظت کوونکے يې. تا هغوئ له د طوفانونو نه پناه ورکړې ده.
يشعياه ۲۵:۴
ځکه چې مسيح هم ستاسو دپاره مصيبت وزغملو او تاسو ته يې يو مثال قائم کړو نو چې تاسو د هغۀ په نقش قدم تلل پرې نۀ ږدئ. ”نۀ هغۀ څۀ ګناه وکړه، او نۀ يې څوک دوکه کړى وُو.“ نۀ هغۀ د کنځلو په بدل کښې کنځل کول او نۀ يې په مصيبتونو زغملو چا ته دهمکى ورکوله بلکې هغۀ خپل ځان رښتونى اِنصاف کوونکى ته وسپارلو.
اول پطروس ۲:۲۱–۲۳
د ايمان په جنګ کښې ښۀ وجنګېږه.
اول تيموتيوس ۶:۱۲
خو مونږ نه هر طرف ته تکليفونه وُو، زمونږ نه ګېرچاپېره جګړې وې او زمونږ په زړونو کښې يې يره وه.
دوېم کورنتيان ۷:۵
مۀ يرېږه، مونږ سره چې څۀ دى نو دا د هغوئ د هر څۀ نه زيات دى.
دوېم بادشاهان ۶:۱۶
آخر دا چې په مالِک کښې تکړه اوسئ او د هغۀ په قدرت کښې مضبوط اوسئ.
اِفِسيانو ۶:۱۰
نېزې او وړې نېزې سره راروان يې، خو زۀ ستا خِلاف د ربُ الافواج د نوم سره درځم، چې د بنى اِسرائيلو د لښکر خُدائ پاک دے، چې تا د هغۀ مخالفت کړے دے.
اول سموئيل ۱۷:۴۵
دا خُدائ پاک زما مضبوط د پناه ځائ دے ... هغه ما له د جنګ تربيت راکوى، نو چې داسې زۀ د ټولو نه مضبوط غشے اوچلوم.
دوېم سموئيل ۲۲:۳۳, ۳۵
مونږ په خپله د دې قابل نۀ يُو چې په خپله د څۀ کولو دعوىٰ وکړو بلکې زمونږ قابليت د خُدائ پاک د خوا نه دے.
دوېم کورنتيان ۳:۵
د مالِک خُدائ فرښتې د هغه خلقو نه ګېرچاپېره وى، بچ ساتى هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه په ويره وى.
زبور ۳۴:۷
د هغۀ سترګې وغړوه نو چې هغه يې وګورى. مالِک خُدائ د هغۀ سوال واورېدو او د اليشع نوکر چې بره وکتل نو وې ليدل چې د اليشع نه ګېرچاپېره غر د اور د آسونو او جنګى ګاډو نه ډک وُو.
دوېم بادشاهان ۶:۱۷
ځکه دومره وخت راسره نشته چې د جدعون ... هغوئ د ايمان په وسيله بادشاهۍ فتح کړې ... هغوئ په کمزورتيا کښې طاقت حاصل کړو، په جنګ کښې طاقتور شول او د غېرو مُلکونو فوجونه يې په تېښته کړل.
عبرانيان ۱۱:۳۲–۳۴
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مارچ ۳
متلونه ۳:۵–۶ · زبور ۶۲:۸
۲۰۲۴ مارچ ۲
پېدايښت ۴۱:۵۲ · دوېم کورنتيان ۱:۳–۵
۲۰۲۴ مارچ ۱
ګلتيان ۵:۲۲ · اول يوحنا ۴:۱۶
۲۰۲۴ فبروري ۲۹
متلونه ۲۷:۱ · دوېم کورنتيان ۶:۲
۲۰۲۴ فبروري ۲۸
يوحنا ۳:۱۶ · دوېم کورنتيان ۵:۱۸–۲۱
۲۰۲۴ فبروري ۲۷
روميان ۶:۱۱ · يوحنا ۵:۲۴
