ورځنۍ رڼا, مارچ ۱۴: څوک چې ستا د کلام په مطابق اوسيږى

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

غلا دې نۀ کوى بلکې پوره وفادار دې وى نو چې د دوئ هره خبره زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک د تعليم ښائست وى.

صرف داسې اخلاق کوئ چې ستاسو ژوند دې د مسيح د زيرى په مطابق وى.

د هر قِسم بد کار نه ځان ساتئ.

کۀ تاسو ته د مسيح د نوم په وجه بدرد ووئيلے شى نو تاسو بختور يئ ... خو په تاسو کښې دې څوک قاتل، غل، بدکاره يا د نورو په کار کښې د لاس وهلو په وجه مصيبت ونۀ زغمى.

نو چې تاسو بې‌داغه او پاک شئ. او په بدو او بې‌لارې خلقو کښې د خُدائ پاک د معصوم بچو په شان اوسېږئ او په هغوئ کښې تاسو د آسمان د ستورو په شان وځلېږئ.

او تاسو هم دغه رنګ د خلقو د وړاندې رڼا خوره کړئ د دې دپاره چې هرکله هغوئ ستاسو ښۀ کارونه ووينى نو هغوئ به ستاسو د آسمانى پلار، لوئى بيان کړى.

هيڅکله مينه او وفادارى د خپل ځان نه مۀ لرې کوه. دوئ د خپلې غاړې هار کړه او د خپل زړۀ په تخته باندې يې وليکه. نو بيا به تۀ د انسانانو او د خُدائ پاک په نظر کښې محبوبيت او نېک نامى حاصله کړې.

نو آخر دا چې، اے ګرانو وروڼو او خوېندو، څۀ چې رښتيا او د شرافت وى، څۀ چې حق او پاک وى، او څۀ چې زړۀ پورې وى، غرض دا څۀ چې اعلىٰ او د تعريف وى، په دې ټولو خبرو غور کوئ.

کومې خبرې چې ما تاسو ته کړې دى هغه روح او ژوند دے.

هغۀ د خپل مقصد پوره کولو دپاره مونږ د حق کلام په وسيله پېدا کړُو نو چې مونږ د هغۀ په مخلوقاتو کښې وړومبۍ مېوه شُو.

ځکه چې زوړ ليکلے شوے شريعت وژل کوى، خو د نوې لوظ لاندې روح ژوند ورکوى.

لکه څنګه چې مسيح د جماعت سره مينه کړې ده او خپل ځان يې د هغې دپاره قربان کړے دے چې هغه مقدس او پاک کړى او چې د خُدائ پاک د کلام په وسيله يې ووينځى. او هغۀ دا ځکه وکړل چې د ځان دپاره داسې د جلال جماعت تيار کړى، چې په کښې نۀ عېب وى، نۀ ګونجې.

په ځوانۍ کښې به څنګه يو کس خپل عمل پاک وساتى؟ څوک چې ستا د کلام په مطابق اوسيږى. ... چې هم ستا وعده به ما ژوندے ساتى. ستا کلام مې خپل زړۀ کښې ساتلے دے نو چې زۀ ستا خلاف ګناه ونۀ کړم. ... او ستا کلام به زۀ نۀ هېروم. ... ځکه چې زۀ ستا په کلام باور کوم. ستا د خولې خبره زما دپاره ډېر اهميت لرى په زرګونو د سپينو او سرو زرو سيکو نه. زۀ به هيڅکله هم ستا تعليمات نۀ هېرومه ځکه چې په دوئ باندې تا زما ژوند تازه ساتلے دے ستا کلام زما دپاره څومره خوږ دے زما د خولې دپاره د شاتو نه ډېر خوږ دے ما عقل ستا د تعليماتو نه زده کړو نو په دې وجه د غلطو لارو نه نفرت کومه.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).