۲۰۲۴ مارچ ۱۱
ورځنۍ رڼا, مارچ ۱۲: هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو
ورځنۍ رڼا
مالِک خُدائ دې د خپل مخ نُور په تاسو وځلوى او په تاسو دې رحم وکړى، مالِک خُدائ دې ستاسو مل وى او تاسو له دې سلامتى درکړى.“
شمېر ۶:۲۵–۲۶
هيچا هم چرې خُدائ پاک نۀ دے ليدلے، بلکې بې د يکې يو نه، څوک چې په خپله خُدائ پاک دے، چې د پلار د سترګو تور دے. هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو.
يوحنا ۱:۱۸
هغه د خُدائ د جلال مظهر او هغه د خُدائ د ذات تصوير دے او هغه ټول کائنات په خپل زورَور کلام سمبالوى.
عبرانيان ۱:۳
شېطان يعنې د دې دُنيا بادشاه د بېايمانانو عقل ړوند کړے دے د دې دپاره چې هغوئ د مسيح په حقله د زيرى د جلال هغه رڼا ونۀ ګورى، څوک چې د خُدائ پاک په صورت دے.
دوېم کورنتيان ۴:۴
خپله د مخ رڼا دې په خپل خِدمتګار وځلوه. په خپله نۀ ختمېدونکې مينې سره دې ما بچ کړه. چې زۀ ونۀ شرمېږمه اے مالِکه خُدايه، خو د مدد دپاره زۀ تا ته فرياد کوم.
زبور ۳۱:۱۶–۱۷
اے مالِکه خُدايه، لکه غر په شان ستا فضل زۀ قوى کړم، چې مخ دې رانه واړولو نو زۀ شومه مايوسه او حېران.
زبور ۳۰:۷
بختور دى هغوئ څوک چې ستا د خوشحالۍ آواز پېژنى او ستا ثناء صِفت کوى، اے مالِکه خُدايه، څوک چې ستا د حضور په نُور کښې قدم اوچتوى.
زبور ۸۹:۱۵
طاقت ورکوى خپلو خلقو له په خپله مالِک خُدائ، د امن او امان برکت ورکوى خپلو خلقو له په خپله مالِک خُدائ.
زبور ۲۹:۱۱
مۀ يرېږئ. دا زۀ يم چې يره ونۀ کړئ.
متى ۱۴:۲۷
ځکه چې مونږ د هغۀ په حُکمونو عمل کوُو او په څۀ چې هغه خوشحاليږى هم هغه کوُو.
اول يوحنا ۳:۲۲
او بغېر د ايمان نه د خُدائ پاک خوشحالول ناممکن دى.
عبرانيان ۱۱:۶
څوک چې د ګناه د فطرت په مطابق اوسيږى، هغوئ خُدائ پاک رضا کولے نۀ شى.
روميان ۸:۸
ځکه چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو سره خوشحاليږى.
زبور ۱۴۹:۴
نو کۀ څوک د خُدائ پاک د مرضى خيال ساتى او په ناحقه مصيبتونه او دردونه زغمى نو دا د هغۀ دپاره د خُدائ پاک فضل دے. ... خو کۀ په نېکۍ کولو مصيبت وزغمئ نو دا ستاسو دپاره د خُدائ پاک فضل دے.
اول پطروس ۲:۱۹–۲۰
بلکې ستاسو غېر فانى ډول سنګار دې په هغه باطنى انسانيت کښې په حليمۍ او په سکون کښې وى چې د خُدائ پاک په نزد ډېر قيمتى دے.
اول پطروس ۳:۴
څوک هم چې د شُکر ګزارۍ قربانى کوى نو زما احترام کوى. څوک چې هم په صحيح لار روان وى، نو زۀ به ورته د خُدائ خلاصون څرګند کړم.“
زبور ۵۰:۲۳
زۀ به د خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړم، په شُکر ګزارۍ سره به د هغۀ عزت وکړم. دا به مالِک خُدائ د غوَيى د قربانۍ نه زيات خوشحاله کړى، د دې نه زيات چې پوره غوَيے ورته د ښکرونو او سومونو سره وړاندې کړى.
زبور ۶۹:۳۰–۳۱
نو په دې وجه، زما وروڼو او خوېندو، زۀ د خُدائ پاک د رحمتونو په وسيله تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه خُدائ پاک ته د داسې ژوندۍ قربانۍ دپاره وړاندې کړئ چې هغۀ ته مقدسه او قبوله وى، او هم دا ستاسو اصلى عبادت دے.
روميان ۱۲:۱
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مارچ ۱۰
پېدايښت ۲۲:۱۴ · پېدايښت ۲۲:۸
۲۰۲۴ مارچ ۹
اول تيموتيوس ۶:۱۷ · ګردان ۸:۱۱–۱۲
۲۰۲۴ مارچ ۸
يشعياه ۳۸:۱۷ · ميکاه ۷:۱۸–۱۹
۲۰۲۴ مارچ ۷
يشعياه ۵۴:۵ · اِفِسيانو ۵:۳۲
۲۰۲۴ مارچ ۶
متلونه ۲:۸ · ګردان ۱:۳۲–۳۳
۲۰۲۴ مارچ ۵
يشعياه ۳۸:۱۴ · زبور ۱۲۳:۱–۲
