۲۰۲۴ مارچ ۱۵
ورځنۍ رڼا, مارچ ۱۶: ستاسو ژوند څۀ څيز دے؟ (يعقوب ۴:۱۴)
ورځنۍ رڼا
ستاسو ژوند څۀ څيز دے؟ د يو دوند په شان دے چې د لږ ساعت دپاره ښکاره شى او بيا فنا شى.
يعقوب ۴:۱۴
زما ژوند د منډه وهونکى نه تېز دے، دا په منډه روان دے او هيڅ خوشحالى ورته نۀ ملاويږى. زما ژوند د تېزې کشتۍ په شان روان دے، داسې لکه چې باز په ښکار باندې غوټه شى.
ايُوب ۹:۲۵–۲۶
تۀ انسان د مرګ په خوب اودۀ کوې. او دوئ لکه د تازه ګياه په شان په سحر کښې راټوکيږى، په سحر کښې راټوکيږى او تازه وى، په ماښام کښې مړاوى شى او اوچ شى.
زبور ۹۰:۵–۶
يو فانى انسان، د مور د خېټې نه پېدا، د يو څو ورځو مېلمه او د تکليفونو نه ډک، د يو ګل په شان راوټوکيږى او مړاوے شى.
ايُوب ۱۴:۱–۲
دُنيا او د هغې شوق تېرېدونکى دى، خو څوک چې د خُدائ پاک په مرضۍ عمل کوى هغه به تل تر تله ژوندے وى.
اول يوحنا ۲:۱۷
دا هر څۀ به ټول ختم شى خو تۀ به قائم پاتې شې، دا هر څۀ به لکه د جامو په شان زاړۀ شى، تۀ به يې لکه د جامو په شان بدلې کړې، او دا هر څۀ به فنا شى. خو بس تۀ به په يو حال پاتې شې، او ستا کالونه به هيڅکله ختم نۀ شى.
زبور ۱۰۲:۲۶–۲۷
عيسىٰ مسيح پرون، نن او تل تر تله يو شان دے.
عبرانيان ۱۳:۸
زۀ به په روح کښې حمد و ثنا کوم خو زۀ به په عقل سره هم حمد و ثنا کوم.
اول کورنتيان ۱۴:۱۵
بلکې د دې په ځائ په روحُ القُدس معمور شئ. په خپلو کښې يو بل سره زبورونه، حمدونه او روحانى سندرې وايئ، او په خپلو زړُونو کښې مالِک ته سندرې او سرودونه وايئ.
اِفِسيانو ۵:۱۸–۱۹
د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى، او په خپلو کښې يو بل له پوره حکمت سره تعليم ورکوئ او نصيحت کوئ، او په خپلو زړونو کښې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک ثناء، زبور او روحانى سندرې وايئ.
کولوسيان ۳:۱۶
زما خولۀ به د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوى، او ټول مخلوق به د هغۀ د مقدس نوم د تل دپاره ثناه صِفت کوى.
زبور ۱۴۵:۲۱
د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ. دا څومره ښه ده چې مونږ د خپل خُدائ پاک ثناء صِفت وکړو، او څومره د خوښې خبره ده چې مونږ د هغۀ ثناء وکړُو. په شُکر ګزارۍ سره د مالِک خُدائ حمد و ثناء ووايئ، او زمونږ خُدائ پاک ته په رباب سره ساز وغږوئ.
زبور ۱۴۷:۱, ۷
او ما د آسمان نه داسې آواز واورېدو لکه د سيند د اوبو غړمبار او يا لکه د تندر د ګړزار، او دا د هغه آوازونو په شان وو لکه چې ستار غږوونکى خپل ستارونه غږوى.
رويا ۱۴:۲
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مارچ ۱۴
تيطوس ۲:۱۰ · فيليپيانو ۱:۲۷
۲۰۲۴ مارچ ۱۳
اول تيموتيوس ۲:۵ · عبرانيان ۲:۱۴
۲۰۲۴ مارچ ۱۲
شمېر ۶:۲۵–۲۶ · يوحنا ۱:۱۸
۲۰۲۴ مارچ ۱۱
شمېر ۶:۲۴ · متلونه ۱۰:۲۲
۲۰۲۴ مارچ ۱۰
پېدايښت ۲۲:۱۴ · پېدايښت ۲۲:۸
۲۰۲۴ مارچ ۹
اول تيموتيوس ۶:۱۷ · ګردان ۸:۱۱–۱۲
