۲۰۲۴ مارچ ۱۷
ورځنۍ رڼا, مارچ ۱۸: او د ګوګوشتکې په آواز مې فرياد کولو
ورځنۍ رڼا
او د ګوګوشتکې په آواز مې فرياد کولو. آسمان ته په کتلو سره زما سترګې ستړې شوې.
يشعياه ۳۸:۱۴
رحم په ما وکړه زۀ کمزورے يم مالِکه خُدايه، شفا راکړه هډُوکى مې ماتيږى مالِکه خُدايه. په زړۀ يمه بيمار دا به تر کومې وى اے مالِکه خُدايه دا به تر کومې وى؟ اے مالِکه خُدايه ما خلاص کړه ما ته راوګرځه، ما بچ کړه د خپلې لوئې مينې سره.
زبور ۶:۲–۴
په سينه کښې د يرې نه درزيږى زړۀ زما، او د مرګ يرې زۀ راګېر کړے يم. يرې يم نيولے په لړزان يم، زۀ يرې او رپېدلو راخستے يم. کاش چې زما د ګوګوشتکو په شان وزرې وے، زۀ به په هوا کښې الوتلے او په آرام به وے.
زبور ۵۵:۴–۶
نو تاسو ته د صبر ضرورت دے نو چې کله تاسو د خُدائ پاک مرضى پوره کړئ نو تاسو به دا لوظ کړے شوى څيزونه حاصل کړئ.
عبرانيان ۱۰:۳۶
کله چې هغه آسمان ته بره روان وو او مريدانو آسمان ته نېغ نېغ کتل نو ناګهانه دوه سړى په سپينو جامو کښې د هغوئ په خوا کښې ودرېدل. هغوئ ووئيل چې، ”اے د ګليل خلقو، تاسو دلته ولې ولاړ يئ او بره آسمان ته ګورئ؟ دغه عيسىٰ څوک چې ستاسو نه آسمان ته بوتلے شو، هغه به هم په دې طريقه واپس راشى څنګه چې تاسو هغه آسمان ته په تلو وليدو.“
اعمال ۱:۱۰–۱۱
خو مونږ د آسمان اوسېدونکى يُو او مونږ د آسمان نه د خلاصوونکى مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په اِنتظار کښې يُو.
فيليپيانو ۳:۲۰
نو چې مونږ د هغه مبارک اُميد، او د خپل لوئ خُدائ پاک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح د جلال د څرګندېدو په اِنتظار کښې يُو.
تيطوس ۲:۱۳
هغوئ به د هغۀ مخ وينى او د هغۀ نوم به د هغوئ په تندو ليکلے وى.
رويا ۲۲:۴
زۀ ښۀ شپون يم. زۀ خپلې ګډې پېژنم او زما ګډې ما پېژنى.
يوحنا ۱۰:۱۴
خو بيا هم د خُدائ پاک بنياد مضبوط دے او په هغې دا ليکلى دى چې، ”مالِک خپل هغه خلق پېژنى،“ او، ”څوک چې د هغۀ دى د مالِک نوم اخلى، هغه دې د شرارت نه واوړى.“
دوېم تيموتيوس ۲:۱۹
مالِک خُدائ ښۀ دے، د تکليف په وخت کښې هغه مضبوطه قلعه ده. او هغه د هغوئ حفاظت کوى څوک چې په هغۀ باور کوى.
ناحوم ۱:۷
”تر هغې سمندر، زمکې او ونو ته نقصان مۀ رسوئ ترڅو چې مونږ د خُدائ پاک مُهر د هغۀ د خادِمانو په تندو نۀ وى لګولے.“
رويا ۷:۳
نو هغۀ په تاسو د خپلې هغه وعدې په مطابق چې پخوا يې کړې وه د روحُ القُدس مُهر ولګولو او خپل يې کړئ. هم دغه روح د خُدائ پاک د خوا نه مونږ سره د هغه ميراث ضمانت دے د کوم چې يې مونږ سره وعده کړې ده او هغۀ مونږ په بيعه واخستو.
اِفِسيانو ۱:۱۳–۱۴
خو دا خُدائ پاک دے چې مونږ يې تاسو سره په مسيح کښې مضبوط کړى يُو، او هغۀ مونږ مقرر کړى يُو. هغۀ په مونږ خپل مُهر ولګولو او زمونږ په زړونو کښې يې روحُ القُدس د ضمانت په طور واچولو.
دوېم کورنتيان ۱:۲۱–۲۲
زۀ به په هغوئ د خپل خُدائ نوم وليکم او هغوئ به زما د خُدائ پاک د ښار اوسېدونکى شى يعنې د نوې يروشلم کوم چې د آسمان نه ښکته راځى او زۀ به پرې خپل نوے نوم وليکم.
رويا ۳:۱۲
او دا هغه نوم دے چې په کوم سره به هغه ياديږى، مالِک خُدائ زمونږ خلاصونکے دے.
يرمياه ۳۳:۱۶
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مارچ ۱۶
يعقوب ۴:۱۴ · ايُوب ۹:۲۵–۲۶
۲۰۲۴ مارچ ۱۵
عبرانيان ۲:۱۰ · متى ۲۶:۳۸–۳۹
۲۰۲۴ مارچ ۱۴
تيطوس ۲:۱۰ · فيليپيانو ۱:۲۷
۲۰۲۴ مارچ ۱۳
اول تيموتيوس ۲:۵ · عبرانيان ۲:۱۴
۲۰۲۴ مارچ ۱۲
شمېر ۶:۲۵–۲۶ · يوحنا ۱:۱۸
۲۰۲۴ مارچ ۱۱
شمېر ۶:۲۴ · متلونه ۱۰:۲۲
