۲۰۲۴ مارچ ۱۸
ورځنۍ رڼا, مارچ ۱۹: د هغۀ د زوئ د ژوند په وسيله به بچ شُو
ورځنۍ رڼا
کله چې خُدائ پاک خپل خادِم عيسىٰ راوچت کړو نو اول يې هغه تاسو ته درولېږلو چې تاسو له برکت درکړى چې تاسو هر يو د خپلو بدو لارو نه واړوى.“
اعمال ۳:۲۶
زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک او پلار دې ثنا وى، چې په خپل لوئ رحمت يې د عيسىٰ مسيح د مړو نه د بيا ژوندى کېدو په وسيله مونږ له د ژوندى اُميد دپاره نوے ژوند راکړو.
اول پطروس ۱:۳
د هغۀ د زوئ د ژوند په وسيله به بچ شُو.
روميان ۵:۱۰
او د خپل لوئ خُدائ پاک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح د جلال د څرګندېدو په اِنتظار کښې يُو. نو هغه هغه څوک دے چا چې خپل ځان زمونږ دپاره قربان کړو چې مونږ د هر قسمه بېشرعې کارونو نه آزاد او پاک کړى او خپل هغه خلق مو جوړ کړى څوک چې د نېکو کارونو خواهشمند دى.
تيطوس ۲:۱۳–۱۴
څنګه چې ستاسو رابلونکے پاک دے نو هغه شان تاسو په خپل ټول چال چلن کښې خپل ځان پاک کړئ لکه چې صحيفې فرمائى چې، ”پاک شئ ځکه چې زۀ پاک يم.“
اول پطروس ۱:۱۵–۱۶
ټوله ثناء دې خُدائ پاک زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح پلار ته وى، چا چې مونږ ته هر قسمه روحانى برکتونه په آسمانى ځايونو کښې د مسيح سره د يووالى په وجه راکړى دى.
اِفِسيانو ۱:۳
ځکه چې په مسيح کښې الوهيت په مکمل توګه مجسم شوے دے. او تاسو په مسيح کښې معمور شوى يئ څوک چې د هر حاکِم او اختيار سر دے.
کولوسيان ۲:۹–۱۰
ځکه چې مونږ ټولو د هغۀ د ټولې معمورتيا نه په فضل دپاسه فضل وموندلو.
يوحنا ۱:۱۶
هغۀ خو خپل زوئ هم پرې نۀ ښودو او زمونږ دپاره يې د قربانۍ دپاره پېش کړو، نو بيا د دې سره به مونږ ته نور څيزونه رانۀ کړى څۀ؟
روميان ۸:۳۲
په خپل کلام دې ما له طاقت راکړه.
زبور ۱۱۹:۲۸
خپل خِدمتګار ته دې خپله خبره راياده کړه، ځکه چې دا زما اُميد دے.
زبور ۱۱۹:۴۹
اے مالِکه خُدايه، په ما باندې ظلم کيږى. زما مدد وکړه.
يشعياه ۳۸:۱۴
زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.
لوقا ۲۱:۳۳
اوس زما د مرګ وخت نزدې دے او تاسو هر يو کس د زړۀ د کومې نه خبر يئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې هره يوه وعده کړې ده نو هغه يې پوره کړې ده، داسې يوه وعده هم نشته چې پوره شوې نۀ وى.
يشوَع ۲۳:۱۴
ګران انسانه مۀ يرېږه. سلامت اوسه. اوس ډاډه شه، ډاډه شه.“ کله چې هغۀ ما سره خبرې وکړې، ما ته طاقت مِلاو شو او ورته ومې ووئيل، ”اے مالِکه اوس خبره وکړه، ځکه چې تا ما له طاقت راکړے دے.
دانيال ۱۰:۱۹
خو اوس تکړه شه ... ځکه چې زۀ ستاسو مل يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
حجى ۲:۴
خو زما په روح باندې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
زکرياه ۴:۶
آخر دا چې په مالِک کښې تکړه اوسئ او د هغۀ په قدرت کښې مضبوط اوسئ.
اِفِسيانو ۶:۱۰
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مارچ ۱۷
ليويانو ۱:۴ · اول پطروس ۱:۱۸–۱۹
۲۰۲۴ مارچ ۱۶
يعقوب ۴:۱۴ · ايُوب ۹:۲۵–۲۶
۲۰۲۴ مارچ ۱۵
عبرانيان ۲:۱۰ · متى ۲۶:۳۸–۳۹
۲۰۲۴ مارچ ۱۴
تيطوس ۲:۱۰ · فيليپيانو ۱:۲۷
۲۰۲۴ مارچ ۱۳
اول تيموتيوس ۲:۵ · عبرانيان ۲:۱۴
۲۰۲۴ مارچ ۱۲
شمېر ۶:۲۵–۲۶ · يوحنا ۱:۱۸
