۲۰۲۴ مارچ ۱۹
ورځنۍ رڼا, مارچ ۲۰: نو اوس د نُور د بچو په شان ژوند تېروئ
ورځنۍ رڼا
ستا د کلام تعليم نُور ورکوى.
زبور ۱۱۹:۱۳۰
دا هغه پېغام دے چې مونږ د مسيح نه واورېدلو او تاسو ته يې معلومات درکوو چې خُدائ پاک نُور دے او په هغۀ کښې هيڅ تيارۀ نشته.
اول يوحنا ۱:۵
ځکه چې خُدائ پاک په خپله دا فرمائيلى دى چې، ”د تيارې نه دې رڼا وځليږى،“ نو هغۀ زمونږ په زړونو کښې د خُدائ پاک د جلال د عِلم رڼا د عيسىٰ مسيح په مخ باندې وځلوله.
دوېم کورنتيان ۴:۶
کلام د ازل نه موجود وو او کلام د خُدائ پاک سره وو او هغه کلام خُدائ پاک وو، او دغه کلام د ژوند سرچينه وه او هم دا د ټولو انسانانو دپاره نُور وو.
يوحنا ۱:۱, ۴
خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى.
اول يوحنا ۱:۷
ستا کلام مې خپل زړۀ کښې ساتلے دے نو چې زۀ ستا خلاف ګناه ونۀ کړم.
زبور ۱۱۹:۱۱
د هغه کلام په ذريعه کوم چې ما تاسو ته اورولے دے تاسو خو پاک او صفا شوى يئ.
يوحنا ۱۵:۳
ځکه چې پخوا تاسو په تيارۀ کښې وئ، خو اوس تاسو په خپله په مالِک نُور يئ. نو اوس د نُور د بچو په شان ژوند تېروئ.
اِفِسيانو ۵:۸
خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.
اول پطروس ۲:۹
د هغۀ درې زامن وُو، شيم، حام او يافت.
پېدايښت ۶:۹
اوس دا خبره ښکاره ده چې د شريعت په وسيله هيڅوک هم د خُدائ پاک په وړاندې صادق کېدے نۀ شى، ځکه چې صحيفې وائى، ”څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى.“
ګلتيان ۳:۱۱
نوح يوه قربانګاه جوړه کړه چې مالِک خُدائ ته قربانى پېش کړى، هغۀ د هر قِسم حلالو ځناورو او مارغانو نه يو يو را ونيولو، او حلال يې کړل، او په قربانګاه کښې يې وسوزول. د قربانۍ په خوشبو مالِک خُدائ رضا شو او خپل ځان سره يې وفرمائيل.
پېدايښت ۸:۲۰–۲۱
او د زمکې ټول اوسېدونکى به د هغې عبادت وکړى هغوئ ټول د چا نومونه چې د هغه حلال شوى ګډُورى د ژوندون په کِتاب کښې د ازل نه ليکلے شوى نۀ دى.
رويا ۱۳:۸
په دې وجه کله نه چې مونږ د ايمان په وسيله صادق کړے شُو نو د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک سره زمونږ صُلح ده.
روميان ۵:۱
ځکه چې يو بنى آدم به هم په شريعت د عمل کولو په وجه د خُدائ پاک په وړاندې صادق نۀ وى ځکه چې د شريعت په وسيله ګناه پېژندلے کيږى. خو اوس د شريعت نه بغېر د خُدائ پاک صداقت څرګند کړے شوے دے او شريعت او نبيان دواړه د دې تصديق کوى. لار دا ده چې عيسىٰ مسيح باندې ايمان راوړلو سره خُدائ پاک مونږ صادقان جوړوى، دا لار د ټولو دپاره ده، په هيچا کښې هم فرق نشته.
روميان ۳:۲۰–۲۲
خو مونږ د دې نه زيات د خپل مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله په خُدائ پاک فخر کوُو د چا په وسيله چې مونږ د خُدائ پاک سره رضا شوى يُو.
روميان ۵:۱۱
د خُدائ پاک په غوره کسانو څوک اِلزام لګولے شى؟ ځکه چې په خپله خُدائ پاک مونږ صادق کړى يُو.
روميان ۸:۳۳
او هم دا د مخکښې نه مقرر کړے شوى هم وُو او هغه څوک چې خُدائ رابللى دى، هغه يې صادقان کړى هم دى، او څوک چې هغۀ صادقان کړى دى.
روميان ۸:۳۰
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مارچ ۱۸
يشعياه ۳۸:۱۴ · زبور ۶:۱–۱۰
۲۰۲۴ مارچ ۱۷
ليويانو ۱:۴ · اول پطروس ۱:۱۸–۱۹
۲۰۲۴ مارچ ۱۶
يعقوب ۴:۱۴ · ايُوب ۹:۲۵–۲۶
۲۰۲۴ مارچ ۱۵
عبرانيان ۲:۱۰ · متى ۲۶:۳۸–۳۹
۲۰۲۴ مارچ ۱۴
تيطوس ۲:۱۰ · فيليپيانو ۱:۲۷
۲۰۲۴ مارچ ۱۳
اول تيموتيوس ۲:۵ · عبرانيان ۲:۱۴
