۲۰۲۴ مارچ ۲۲
ورځنۍ رڼا, مارچ ۲۳: قُدوس، قادر مطلق خُدائ پاک، هغه چې وو
ورځنۍ رڼا
قُدوس، قادر مطلق خُدائ پاک، هغه چې وو.
رويا ۴:۸
خو ستا پاکه هستى پاس په تخت، اِسرائيليان کوى ستا ثناء صِفت.
زبور ۲۲:۳
خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”نور نزدې مۀ راځه. پېزار وباسه، ځکه چې تۀ په پاکه زمکه ولاړ يې. زۀ ستا د پلار نيکونو خُدائ پاک يم، د اِبراهيم، د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک يم.“ نو موسىٰ خپل مخ پټ کړو، ځکه چې هغه خُدائ پاک ته کتلو نه يرېدو.
هِجرت ۳:۵–۶
د هغه مقدس ذات مثال د چا سره ورکولے شى؟ د هغۀ په شان بل څوک شته؟
يشعياه ۴۰:۲۵
زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، زۀ د بنى اِسرائيلو هغه مقدس ذات يم، چې ستاسو خلاصونکے يم. ... زۀ، صرف زۀ مالِک خُدائ يم، او زما نه بغېر بل څوک خلاصونکے نشته.
يشعياه ۴۳:۳, ۱۱
څنګه چې ستاسو رابلونکے پاک دے نو هغه شان تاسو په خپل ټول چال چلن کښې خپل ځان پاک کړئ لکه چې صحيفې فرمائى چې، ”پاک شئ ځکه چې زۀ پاک يم.“
اول پطروس ۱:۱۵–۱۶
ولې تاسو ته پته نشته چې ستاسو بدن د روحُ القُدس کور دے؟ څوک چې په تاسو کښې اوسيږى او هغه د خُدائ پاک د طرف نه تاسو ته درکړے شوے دے. نو اوس تاسو د خپل ځان مالِک نۀ يئ.
اول کورنتيان ۶:۱۹
نو مونږ په خپله د ژوندى خُدائ پاک کور يُو لکه څنګه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به په خپله په هغوئ کښې اوسم او په هغوئ کښې به ګرځم، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما خلق وى.“
دوېم کورنتيان ۶:۱۶
آيا دوه کسان يو ځائ سفر کولے شى ترڅو چې هغوئ داسې کولو باندې متفِق نۀ وى؟
عاموس ۳:۳
خو هغوئ هغۀ ته په کلکه ووئيل چې، ”مونږ سره پاتې شه اوس ناوخته دے توره شپه راروانه ده.“
لوقا ۲۴:۲۹
ګوره، زۀ په ور کښې ولاړ يم او ور وهم. او کۀ تۀ آواز اورې او ما ته ور کولاو کړې نو زۀ به درشم او يو بل سره به په شريکه روټۍ وخورو.
رويا ۳:۲۰
ما ته ووايه، زما جانانه، تۀ به نن خپله رمه څرولو له چرته بوځې؟ او تۀ خپلې ګډې په غرمه کښې د دمې دپاره چرته راغونډوې؟ نو بيا زۀ ولې برقعه په سر سرګردانه شمه او ستا د ملګرو په رمو کښې درپسې وګرځمه.
غزلې ۱:۷
ما خپل جانان پېدا کړونه. هغه مې راټينګ کړونه او تلو ته مې پرې نۀ ښودلونه.
غزلې ۳:۴
زما جانانه خپل باغ ته راشه، او د هغې ښُکلې مېوې وخوره.
غزلې ۴:۱۶
زما دُنيا، زما ناوې.
غزلې ۵:۱
او نۀ مې بنى اِسرائيلو ته دا وئيلى دى چې، ”بېشکه ما لټوئ، خو تاسو به ما مومئ نه.“ زۀ.
يشعياه ۴۵:۱۹
او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“
متى ۲۸:۲۰
زۀ به هيڅکله هم تاسو نۀ پرېږدم، او تاسو به هيڅکله نۀ هېروم.
عبرانيان ۱۳:۵
نو کۀ چرې دوه يا درې تنه چرته هم زما په نوم يو ځائ شى نو زۀ به د دوئ په مينځ کښې يم.“
متى ۱۸:۲۰
لږ وخت پس به دُنيا ما نور ونۀ وينى خو تاسو به مې وينئ.
يوحنا ۱۴:۱۹
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مارچ ۲۱
رويا ۳:۲ · اول پطروس ۴:۷
۲۰۲۴ مارچ ۲۰
زبور ۱۱۹:۱۳۰ · اول يوحنا ۱:۵
۲۰۲۴ مارچ ۱۹
اعمال ۳:۲۶ · اول پطروس ۱:۳
۲۰۲۴ مارچ ۱۸
يشعياه ۳۸:۱۴ · زبور ۶:۱–۱۰
۲۰۲۴ مارچ ۱۷
ليويانو ۱:۴ · اول پطروس ۱:۱۸–۱۹
۲۰۲۴ مارچ ۱۶
يعقوب ۴:۱۴ · ايُوب ۹:۲۵–۲۶
