۲۰۲۴ مارچ ۲۳
ورځنۍ رڼا, مارچ ۲۴: اے وړې قبيلې. مۀ يرېږئ (لوقا ۱۲:۳۲)
ورځنۍ رڼا
ابرام په مالِک خُدائ ايمان راوړو او دا د هغۀ دپاره په صداقت حساب شو.
پېدايښت ۱۵:۶
خو هغه د خُدائ پاک په لوظ شکمن نۀ شو بلکې په خپل ايمان کښې نور هم مضبوط شو او خُدائ پاک ته يې جلال ورکړو. هغه په دې خبره پوره مطمئن وو چې خُدائ پاک خپل کړے لوظ پوره کولے شى. نو ځکه دا ايمان اِبراهيم ته په صداقت حساب شو. دا خبرې چې هغه صادق وګڼلے شو يواځې د اِبراهيم دپاره نۀ وې ليکلے شوې، بلکې زمونږ دپاره هم وې ځکه چې هغه به مونږ هم صادق وګڼى کۀ مونږ په هغۀ ايمان وساتو چا چې زمونږ مالِک عيسىٰ له مړو نه بيا راژوندے کړو.
روميان ۴:۲۰–۲۴
خُدائ پاک د اِبراهيم او د هغۀ اولاد سره د دُنيا د وارث کېدو لوظ په شريعت د عمل کولو په وسيله ونۀ کړو بلکې د صداقت په بنياد يې وکړو چې په ايمان حاصليږى.
روميان ۴:۱۳
ځکه چې هم د دې نه د خُدائ پاک هغه صداقت څرګنديږى چې د ايمان نه شروع کيږى او په ايمان تر سره کيږى، لکه چې صحيفې وائى، ”څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى.“
روميان ۱:۱۷
راځئ چې مونږ د خپل اُميد په اقرار کولو بغېر د يرېدو نه کلک ودرېږو ځکه چا چې لوظ کړے دے هغه وفادار دے.
عبرانيان ۱۰:۲۳
زمونږ پاک خُدائ په آسمان کښې دے، هر هغه څۀ کوى چې څۀ د هغۀ خوښ وى.
زبور ۱۱۵:۳
ځکه چې هيڅ يو کار د خُدائ پاک دپاره ناممکنه نۀ دے.“ څومره بختوره ده هغه چې په دې يې ايمان دے چې د مالِک خُدائ قول به پوره شى.“
لوقا ۱:۳۷, ۴۵
تاسو ته به مو صلاح او ډاډګيرنه درکوله او درباندې به مو زور اچولو چې داسې ژوند تېر کړئ چې د خُدائ پاک خوښ وى، چا چې تاسو خپلې بادشاهۍ او لويئ ته رابللى يئ.
اول تِسالونيکيان ۲:۱۲
زما بادشاهى د دې دُنيا بادشاهى نۀ ده. کۀ چرې زما بادشاهى د دې دُنيا وے، نو زما خادِمانو به د يهوديانو نه زما د بچ کولو دپاره د هغوئ سره جنګ کړے وے. خو زما بادشاهى د دې دُنيا نۀ ده.
يوحنا ۱۸:۳۶
او د هغه وخت نه په دې انتظار دے چې د هغۀ دشمنان د هغۀ د پښو د لاندې کړے شى.
عبرانيان ۱۰:۱۳
د دُنيا د بادشاهۍ حق زمونږ د مالِک خُدائ او د هغۀ د مسيح دے او هغه به تل تر تله حکومت کوى.
رويا ۱۱:۱۵
او د هغوئ نه تا د اِمامانو بادشاهى جوړه کړه چې زمونږ د خُدائ پاک خِدمت وکړى او هغوئ به په زمکه بادشاهى کوى.“
رويا ۵:۱۰
بيا ما يو څو تختونه وليدل او هغه خلق پرې ناست وُو چا ته چې د عدالت اختيار ورکړے شوے وو. ... هغوئ بيا راژوندى شول او د مسيح سره يې تر زرو کالو بادشاهى وکړه.
رويا ۲۰:۴
او بيا به صادقان د خپل پلار په بادشاهۍ کښې لکه د نمر ځليږى.
متى ۱۳:۴۳
اے وړې قبيلې. مۀ يرېږئ. ځکه چې ستاسو د پلار دا خوښه ده چې تاسو له بادشاهى درکړى.
لوقا ۱۲:۳۲
او اوس زۀ هغه بادشاهى تاسو له درکوم کومه چې زما پلار ما له راکړې ده. نو تاسو به زما په بادشاهۍ کښې زما په دسترخوان خوړل څښل کوئ، او په تختونو به د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو د فېصلو دپاره کښېنئ.
لوقا ۲۲:۲۹–۳۰
ستا بادشاهى دې راشى.
متى ۶:۱۰
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مارچ ۲۲
پېدايښت ۱۳:۱۰–۱۱ · دوېم پطروس ۲:۷–۸
۲۰۲۴ مارچ ۲۱
رويا ۳:۲ · اول پطروس ۴:۷
۲۰۲۴ مارچ ۲۰
زبور ۱۱۹:۱۳۰ · اول يوحنا ۱:۵
۲۰۲۴ مارچ ۱۹
اعمال ۳:۲۶ · اول پطروس ۱:۳
۲۰۲۴ مارچ ۱۸
يشعياه ۳۸:۱۴ · زبور ۶:۱–۱۰
۲۰۲۴ مارچ ۱۷
ليويانو ۱:۴ · اول پطروس ۱:۱۸–۱۹
