ورځنۍ رڼا, مارچ ۲۵: زۀ به هيڅکله هم تاسو نۀ پرېږدم

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

زۀ به هيڅکله هم تاسو نۀ پرېږدم، او تاسو به هيڅکله نۀ هېروم.

نو ځکه مونږ ډېر په زړۀ ورتيا سره وايو چې، ”مالِک زما مددګار دے، زۀ به ونۀ يرېږم، انسان به زما څۀ وکړى؟“

ياد ساته، زۀ به ستا مل يم او چې چرته هم ځې نو زۀ به ستا حِفاظت کوم او زۀ به تا واپس دې زمکې ته راولم. زۀ به تا تر هغې پورې نۀ پرېږدم چې ما تا سره خپله وعده پوره کړې نۀ وى.“

تکړه او زړَور اوسئ. د هغوئ نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په خپله تاسو سره وى. هغه به کله هم تاسو سره بې‌وفائى ونۀ کړى او نۀ به مو يواځې پرېږدى.“

ځکه چې ديماس د دې موجوده دُنيا په مينه کښې زۀ پرېښودلم او تِسالونيکې ته لاړو او کريسکينس ګلتيه ته لاړو او تيطوس دلماتيه ته لاړو. په عدالت کښې زما د اولنۍ پېشۍ په وخت څوک هم ما سره ونۀ درېدل بلکې ټولو زۀ ځانله پرېښودم. خُدائ دې هغوئ په دې ګناه ونۀ نيسى. خو مالِک ما سره ودرېدو او هغۀ ما له طاقت راکړو.

کۀ څۀ هم چې مور او پلار ما ځان له پرېږدى، خو مالِک خُدائ به ما خپل ځان ته نزدې کړى.

او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“

او ژوندے يم، زۀ مړ وم خو اوس تل تر تله ژوندے يم او د مرګ او د عالمِ ارواح کُنجيانې ما سره دى.

زۀ به تاسو يتيمان نۀ پرېږدم، زۀ تاسو له واپس راځم.

زۀ تاسو ته سکون پرېږدم، زما خپل سکون.

اُستاذه. مونږ ټوله شپه خوارى وکړه خو هيڅ مو ونۀ نيول خو چې تۀ داسې وائې نو زۀ به جالونه ورواچوم.

د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے. ځکه تاسو په زمکه خوارۀ شئ او ټول قومونه زما مريدان کړئ او د پلار، د زوئ او د روحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ ... او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.

بيا د آسمان بادشاهى د هغه جال په شان ده چې سمندر ته واچولے شو او په کښې رنګارنګ ماهيان راګېر شُو.

کۀ زۀ زيرے بيانوم نو په دې څۀ فخر نۀ کوم ځکه چې دا زما فرض دى. او افسوس دے په ما، کۀ زۀ زيرے نۀ بيانوم. ... ما خپل ځان د مختلفو خلقو په شان جوړ کړو نو چې په څۀ نا څۀ طريقې سره ځينې خلق بچ کړم.

نو مونږ دې په ښۀ کار کولو کښې همت نۀ بائيلو، ځکه کۀ مونږ همت ونۀ بائيلو نو مونږ به په خپل صحيح وخت فصل وريبو.

زما کلام هم ... چې زما د خولې نه وځې نو خالى لاس به واپس نۀ راځى. دا به زما مرضى پوره کوى او په هغه هر څۀ کښې به کامياب وى د څۀ دپاره چې ما لېږلے وى.

نو بيا نۀ کرونده کوونکے او نۀ اوبۀ ورکوونکے څۀ شے دے، بلکې صرف خُدائ پاک دے چې وده ورکوونکے دے.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ