۲۰۲۴ مارچ ۲۷
ورځنۍ رڼا, مارچ ۲۸: نو بس تۀ تکړه او زړَور اوسه (يشوَع ۱:۱۸)
ورځنۍ رڼا
نو بس تۀ تکړه او زړَور اوسه.“
يشوَع ۱:۱۸
مالِک خُدائ دے زما خلاصون او زما رڼا نو بيا زۀ ولې يره وکړم د چا؟ او مالِک خُدائ دے زما د ژوند قلعه نو بيا به زۀ ولې يره وکړم د چا؟
زبور ۲۷:۱
هغه کمزورو او ستړو له طاقت ورکوى. نو ځوانان هم ستړى ستومانه شى، او خراب راوغورزيږى. خو چې څوک په مالِک خُدائ باندې يقين ساتى نو هغوئ ته به يو نوے طاقت مِلاو شى. هغوئ به داسې اوچت الوځى لکه چې د باز وزر ورته لګېدلى وى، هغوئ به منډه وهى او نۀ به ستړى کيږى، هغوئ به پېدل ګرځى او نۀ به ستومانه کيږى.
يشعياه ۴۰:۲۹–۳۱
کۀ هر څومره زما زړۀ او بدن کمزورى وى، خو د تل دپاره به خُدائ زما د زړۀ زور او اُميد وى.
زبور ۷۳:۲۶
کۀ خُدائ پاک زمونږ په طرف دے نو بيا زمونږ مخالف څوک کېدے شى؟
روميان ۸:۳۱
مالِک خُدائ زما مل دے زۀ به نۀ يرېږم، انسان زما څۀ کولے شى.
زبور ۱۱۸:۶
ستا په زور مونږ خپل دشمنان په شا کړل، او ستا په نوم مونږ خپل دشمنان د پښو لاندې کړل.
زبور ۴۴:۵
د دې هر څۀ باوجود ټوله کاميابى د عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ ده څوک چې مونږ سره مينه کوى.
روميان ۸:۳۷
اوس کار شروع کړه او مالِک خُدائ دې ستا مل شى.“
اول تواريخ ۲۲:۱۶
زمونږ دوست لعزر اودۀ پروت دے خو زۀ ورځم چې راويښ يې کړم.
يوحنا ۱۱:۱۱
خو اے وروڼو او خوېندو، مونږ دا نۀ غواړو چې تاسو ناخبره پاتې شئ د هغوئ په حقله څوک چې مړۀ دى، نو چې تاسو د هغه نورو په شان غمژن نۀ شئ د چا چې اُميد نۀ وى. ځکه چې زمونږ دا ايمان دے چې عيسىٰ مړ شو او بيا ژوندے شو، نو دغه شان به خُدائ پاک هغه څوک هم د عيسىٰ سره واپس راولى څوک چې د هغۀ سره په ايمان مړۀ شوى دى.
اول تِسالونيکيان ۴:۱۳–۱۴
ځکه چې کۀ مړى نۀ راژوندى کيږى نو بيا مسيح هم راژوندے شوے نۀ دے. او کۀ چرې مسيح نۀ وو راژوندے شوے نو ستاسو ايمان عبث دے او تاسو اوس هم په خپلو زړو ګناهونو کښې راګېر يئ. او بيا دا هم هغوئ څوک چې په مسيح کښې مړۀ شوى دى هغوئ هم هلاک شوى دى. خو په حقيقت کښې مسيح د مړو نه بيا راژوندے شوے دے. دغه شان هغه د مړو نه اولنے ژوندے شوے انسان دے.
اول کورنتيان ۱۵:۱۶–۱۸, ۲۰
کله چې ټول قوم د اُردن د سيند نه واوړېدو نو مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، او هغوئ له حُکم ورکړه چې د اُردن د سيند د مينځ نه دولس کاڼى راواخلى هم هغه ځائ نه چرته چې اِمامان ولاړ وُو ... دا کاڼى به د همېشه دپاره د بنى اِسرائيلو يو يادګار وى.
يشوَع ۴:۱, ۳, ۷
هم دغسې خُدائ پاک عيسىٰ بيا راژوندے کړو او مونږ ټول د دې حقيقت ګواهان يُو.
اعمال ۲:۳۲
چې خُدائ پاک د اول نه د دې دپاره غوره کړى يُو، مونږ ورسره د بيا ژوندى کېدو نه پس خوراک څښاک هم وکړو.
اعمال ۱۰:۴۱
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مارچ ۲۶
متى ۲:۱۴–۱۵ · روميان ۶:۱۶
۲۰۲۴ مارچ ۲۵
عبرانيان ۱۳:۵–۶ · پېدايښت ۲۸:۱۵
۲۰۲۴ مارچ ۲۴
پېدايښت ۱۵:۶ · روميان ۴:۲۰–۲۴
۲۰۲۴ مارچ ۲۳
رويا ۴:۸ · زبور ۲۲:۳
۲۰۲۴ مارچ ۲۲
پېدايښت ۱۳:۱۰–۱۱ · دوېم پطروس ۲:۷–۸
۲۰۲۴ مارچ ۲۱
رويا ۳:۲ · اول پطروس ۴:۷
