۲۰۲۴ مارچ ۲۸
ورځنۍ رڼا, مارچ ۲۹: اے وړې قبيلې. مۀ يرېږئ (لوقا ۱۲:۳۲)
ورځنۍ رڼا
د بادشاهۍ وارثان شئ چې د دُنيا د پېدايښت راسې تاسو له جوړه شوې وه په هغې کښې ورداخل شئ.
متى ۲۵:۳۴
اے وړې قبيلې. مۀ يرېږئ. ځکه چې ستاسو د پلار دا خوښه ده چې تاسو له بادشاهى درکړى.
لوقا ۱۲:۳۲
ولې خُدائ پاک هغوئ نۀ دى غوره کړى څوک چې د دُنيا په نظر کښې غريب دى چې په ايمان به مالداره شى او د هغه بادشاهۍ وارثان به شى چې مالِک يې د هغوئ سره وعده کړې ده څوک چې ورسره مينه کوى؟
يعقوب ۲:۵
مونږ د خُدائ پاک وارثان او د مسيح په ميراث کښې شريک هم يُو، خو کۀ چرې مونږ د هغۀ سره په جلال کښې شريک يُو نو د هغۀ په تکليف کښې به هم شريک يُو.
روميان ۸:۱۷
ځکه چې پلار په خپله تاسو سره مينه کوى، ځکه چې تاسو ما سره مينه کوئ او ستاسو دا ايمان دے چې زۀ د خُدائ پاک د طرف نه راغلے يم.
يوحنا ۱۶:۲۷
نو ځکه خُدائ پاک په دې نۀ شرميږى چې د هغوئ خُدائ پاک دې وبللے شى، نو هغۀ هغوئ له يو ښار تيار کړے دے.
عبرانيان ۱۱:۱۶
څوک چې کامياب شى هغه به د دې وارث شى، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما بچى وى.
رويا ۲۱:۷
نو د اوس نه د صداقت تاج زما دپاره تيار دے، کوم چې به د صداقت قاضى مالِک ما ته په هغه ورځ راکړى، او دا صرف زما دپاره نه بلکې د هغوئ ټولو دپاره هم دے څوک چې د هغۀ د راتلو خواهشمند دى.
دوېم تيموتيوس ۴:۸
زۀ په دې مطمئن يم چا چې په تاسو کښې نېک کار شروع کړے دے، هغه به يې د عيسىٰ مسيح تر ورځې پورې پوره کړى.
فيليپيانو ۱:۶
ځکه چې مال دولت هم د تل دپاره نۀ پاتې کيږى او نۀ تاج او تخت د ټولو نسلونو دپاره پاتې کيږى.
متلونه ۲۷:۲۴
هر انسان د سورى په شان په تېزۍ سره د مرګى طرف ته روان وى، دوئ مال راټولوى خو خبر نۀ دى چې دا به څوک خرچ کوى.
زبور ۳۹:۶
د آسمانى څيزونو په حقله سوچ کوئ او د دُنياوى څيزونو په حقله سوچ مۀ کوئ.
کولوسيان ۳:۲
په زمکه ځان له خزانې مۀ جمع کوئ چرته چې هغه وينۀ وهى او زنګ کيږى او غلۀ ورپسې کنډر کوى او پټوى يې. خو خپل ځان له خزانې په آسمان کښې جمع کوئ چرته چې نۀ وينۀ شته او نۀ زنګ چې دا خرابې کړى ... ځکه چې چرته ستا خزانه وى هلته به ستا زړۀ هم وى.
متى ۶:۱۹–۲۱
هغوئ دا د فنا کېدونکى تاج د حاصلولو دپاره کوى، خو مونږ دا د ابدى تاج دپاره کوُو.
اول کورنتيان ۹:۲۵
نو ځکه مونږ په ليدلو څيزونو نه، بلکې په ناليدلو څيزونو نظر ساتو.
دوېم کورنتيان ۴:۱۸
خو هغوئ څوک چې د صداقت کرونده کوى نو حقيقى اجر به ومومى.
متلونه ۱۱:۱۸
نو د اوس نه د صداقت تاج زما دپاره تيار دے، کوم چې به د صداقت قاضى مالِک ما ته په هغه ورځ راکړى، او دا صرف زما دپاره نه بلکې د هغوئ ټولو دپاره هم دے څوک چې د هغۀ د راتلو خواهشمند دى.
دوېم تيموتيوس ۴:۸
او کله چې مشر شپونکے څرګند شى نو تاسو له به د جلال تاج درکړے شى چې کله به هم نۀ مړاوے کيږى.
اول پطروس ۵:۴
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مارچ ۲۷
متلونه ۱۱:۱۸ · متى ۲۵:۱۹–۲۱
۲۰۲۴ مارچ ۲۶
متى ۲:۱۴–۱۵ · روميان ۶:۱۶
۲۰۲۴ مارچ ۲۵
عبرانيان ۱۳:۵–۶ · پېدايښت ۲۸:۱۵
۲۰۲۴ مارچ ۲۴
پېدايښت ۱۵:۶ · روميان ۴:۲۰–۲۴
۲۰۲۴ مارچ ۲۳
رويا ۴:۸ · زبور ۲۲:۳
۲۰۲۴ مارچ ۲۲
پېدايښت ۱۳:۱۰–۱۱ · دوېم پطروس ۲:۷–۸
