۲۰۲۴ مارچ ۳۱
ورځنۍ رڼا, اپریل ۱: خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه
ورځنۍ رڼا
خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه.
ګلتيان ۵:۲۲
او په صُلح ده او په روحُ القُدس کښې په خوشحالۍ ده.
روميان ۱۴:۱۷
او په جلالى انداز کښې خوشحالى کوئ کومه چې د بيان نه بهر ده.
اول پطروس ۱:۸
کۀ مونږ غمژن يُو خو هر وخت خوشحاله يُو ... ما ته پوره تسلى حاصله ده او په خپلو ټولو مصيبتونو کښې بيا هم بېحده خوشحاله يم.
۲ Corinthians ۶:۱۰; ۷:۴
نۀ صرف دا بلکې مونږ په خپلو تکليفونو هم خوشحالى کوُو.
روميان ۵:۳
او عيسىٰ چې د ايمان بانى او کاملونکے دے هغۀ ته وګورو چا چې د خوشحالۍ حاصلولو دپاره د سولۍ مرګ وزغملو او د دې په بېعزتۍ ونۀ شرمېدلو او د خُدائ پاک د تخت په ښى لاس کښېناستو.
عبرانيان ۱۲:۲
ما تاسو ته دا ټولې خبرې د دې دپاره وکړې چې زما خوشحالى په تاسو کښې وى او چې ستاسو خوشحالى پوره شى.
يوحنا ۱۵:۱۱
د مسيح په وجه چې د څومره ډېرو تکليفونو سره مخامخ کيږُو نو ورسره خُدائ پاک په مسيح کښې زمونږ تسلى هم زياتوى.
دوېم کورنتيان ۱:۵
همېشه په مالِک کښې خوشحالى کوئ، او بيا هم وايم چې خوشحالى کوئ.
فيليپيانو ۴:۴
د مالِک خُدائ خوشحالى ستاسو د طاقت بنياد دے.“
نحمياه ۸:۱۰
د خپل حضور خوند به ما له راکړې، تا سره د تل ژوندون خوشحالى به ما له راکړې.
زبور ۱۶:۱۱
ځکه چې هغه ګډُورے چې د تخت په مينځ کښې دے، هغه به د دوئ شپونکے وى او هغه به دوئ د ژوندون د اوبو چينو ته بوځى، او خُدائ پاک به د دوئ د سترګو نه ټولې اوښکې پاکې کړى.“
رويا ۷:۱۷
جدعون هلته مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړه او ”مالِک خُدائ خېر دے“ نوم يې پرې کېښودو. دا تر اوسه پورې په عفره کښې ولاړه ده چې دا د ابيعزر د قبيلې ده.
قاضيانو ۶:۲۴
خو هغۀ بيا هم ما سره يوه وعده وکړه چې، ستا به يو زوئ پېدا شى چې هغه به په امن سره حکومت کوى، ځکه چې زۀ به هغۀ له د هغۀ د ټولو ګېرچاپېره دشمنانو نه امن ورکړم. د هغۀ نوم به سليمان وى، ځکه چې د هغۀ په بادشاهۍ کښې به زۀ بنى اِسرائيلو له امن او سلامتى ورکړم.
اول تواريخ ۲۲:۹
او څوک چې دلته دے هغه د سليمان نه هم لوئ دے.
متى ۱۲:۴۲
زمونږ دپاره يو ماشوم پېدا شوے دے. مونږ له يو زوئ راکړے شوے دے. او حکمرانى به د هغۀ په اوږو وى. هغه به په دې نومونو سره ياديږى، ”عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.“
يشعياه ۹:۶
زما خلق به پُرسکون او محفوظ ځايونو کښې اوسيږى، او د هغوئ کورونه به د امن او سلامتۍ نه ډک وى، اګر کۀ ځنګل تباه شى او ښار مکمل برباد شى.
يشعياه ۳۲:۱۸–۱۹
ځکه چې مسيح په خپله زمونږ صُلح وکړه.
اِفِسيانو ۲:۱۴
او هغه به د هغوئ سلامتيا سرچينه وى. کله چې اسوريان زمونږ په مُلک حمله وکړى او زمونږ په پَخو دېوالونو راواوړى.
ميکاه ۵:۵
هغوئ به د ګډُورى سره جنګ وکړى خو ګډُورے به په هغوئ کامياب شى ځکه چې هغه د مالِکانو مالِک او د بادشاهانو بادشاه دے.
رويا ۱۷:۱۴
زۀ تاسو ته سکون پرېږدم، زما خپل سکون.
يوحنا ۱۴:۲۷
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مارچ ۳۰
پېدايښت ۲۴:۶۳ · زبور ۱۹:۱۴
۲۰۲۴ مارچ ۲۹
متى ۲۵:۳۴ · لوقا ۱۲:۳۲
۲۰۲۴ مارچ ۲۸
يشوَع ۱:۱۸ · زبور ۲۷:۱
۲۰۲۴ مارچ ۲۷
متلونه ۱۱:۱۸ · متى ۲۵:۱۹–۲۱
۲۰۲۴ مارچ ۲۶
متى ۲:۱۴–۱۵ · روميان ۶:۱۶
۲۰۲۴ مارچ ۲۵
عبرانيان ۱۳:۵–۶ · پېدايښت ۲۸:۱۵
