۲۰۲۴ اپریل ۱
ورځنۍ رڼا, اپریل ۲: زما ګرانو بچو، د بُتانو نه ځان وساتئ
ورځنۍ رڼا
کۀ تاسو د زړۀ د اخلاصه مالِک خُدائ ته راواوړئ، نو تاسو به خامخا د ټولو پردو معبودانو او عستارات بُتانو نه ځان خلاصوئ. خپل ځانونه مالِک خُدائ ته حواله کړئ او صِرف د هغۀ عبادت کوئ او هغه به تاسو د فلستيانو د زور نه خلاص کړى.
اول سموئيل ۷:۳
زما ګرانو بچو، د بُتانو نه ځان وساتئ.
اول يوحنا ۵:۲۱
دې دپاره مالِک فرمائى چې، ”د هغوئ نه راوځئ او د هغوئ نه جدا شئ او يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ، نو زۀ به تاسو قبول کړم. او زۀ به بيا ستاسو پلار يم او تاسو به زما زامن او لوڼه يئ، دا د مالِک قادر مطلق خُدائ وينا ده.“
دوېم کورنتيان ۶:۱۷–۱۸
تاسو د خُدائ پاک او د مال دولت دواړو يو ځائ خِدمت نۀ شئ کولے.
متى ۶:۲۴
د بل خُدائ عبادت مۀ کوئ، ځکه چې د مالِک خُدائ نوم غېرتى دے، هغه غېرتى خُدائ پاک دے.
هِجرت ۳۴:۱۴
زۀ تا ته وايم چې د پلار خُدائ پاک وپېژنه او د زړۀ د اخلاصه او د خپلې مرضۍ سره د هغۀ خِدمت کوه. هغه زمونږ ټول فکرونه او خواهشونه معلوموى.
اول تواريخ ۲۸:۹
نو چې اخلاص او صداقت رانه غواړې، نو تۀ په خپله زما زړۀ ته پوهه راکړه.
زبور ۵۱:۶
ځکه چې مالِک خُدائ د انسان په شان چا ته نۀ ګورى. انسان ظاهر ته ګورى او مالِک خُدائ زړۀ ته ګورى.
اول سموئيل ۱۶:۷
ګرانو دوستانو، کۀ زمونږ زړۀ مونږ نۀ ملامتوى نو بيا مونږ د خُدائ پاک په مخکښې پوره ډاډه يُو.
اول يوحنا ۳:۲۱
خو کله چې اِبن آدم دوباره راشى، نو ولې هغه به څوک ايماندار په زمکه پېدا کړى؟“
لوقا ۱۸:۸
هغه خپل قوم ته راغلو خو د هغۀ خپلو خلقو هغه قبول نۀ کړو.
يوحنا ۱:۱۱
نو روحُ القُدس صفا وائى چې په آخرو زمانو کښې به ځينې خلق د بېلارې کوونکو روحونو او شېطانى تعليمونو طرف ته توجو شى او د ايمان نه به واوړى.
اول تيموتيوس ۴:۱
تۀ د کلام زيرے ورکوه او وخت ناوخته دې کار ته تيار اوسه، او په تعليم ورکولو کښې په صبر سره د هغوئ اصلاح کوه او ملامتوه يې او ورته ډاډګيرنه هم ورکوه. ځکه چې داسې وخت راروان دے چې خلق به صحيح تعليم نۀ زغمى، بلکې د خپلې خوښې په مطابق به داسې اُستاذان راټول کړى چې هغوئ ته به هغه څۀ وښائى چې کوم اورېدل غواړى. خو هغوئ به حق ته غوږ نۀ کېږدى او فرضى قيصو پسې به ګرځى.
دوېم تيموتيوس ۴:۲–۴
خو د هغې ورځې او ساعت هيچا ته پته نشته، نۀ خو د آسمان فرښتو ته پته شته او نۀ زوئ ته، خو صرف زما پلار پرې خبر دے. خبردار اوسئ، ويښ اوسئ. تاسو د دې نه خبر نۀ يئ چې هغه وخت به کله راځى.
مرقوس ۱۳:۳۲–۳۳
هغه خادِمان بختور دى چې مالِک يې د خپل راتلو په وخت بېدار ووينى.
لوقا ۱۲:۳۷
نو چې مونږ د هغه مبارک اُميد، او د خپل لوئ خُدائ پاک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح د جلال د څرګندېدو په اِنتظار کښې يُو.
تيطوس ۲:۱۳
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مارچ ۳۱
فيليپيانو ۴:۱۹ · متى ۶:۳۳
۲۰۲۴ مارچ ۳۰
پېدايښت ۲۴:۶۳ · زبور ۱۹:۱۴
۲۰۲۴ مارچ ۲۹
متى ۲۵:۳۴ · لوقا ۱۲:۳۲
۲۰۲۴ مارچ ۲۸
يشوَع ۱:۱۸ · زبور ۲۷:۱
۲۰۲۴ مارچ ۲۷
متلونه ۱۱:۱۸ · متى ۲۵:۱۹–۲۱
۲۰۲۴ مارچ ۲۶
متى ۲:۱۴–۱۵ · روميان ۶:۱۶
