ورځنۍ رڼا, اپریل ۵: آو، پرېږدئ چې هغوئ ما سره صُلح وکړى

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

زۀ به تا کله هم نۀ پرېږدم، چې ترڅو پورې دې ما له برکت نۀ وى راکړے.

خو کۀ هغوئ زما نه مدد وغواړى، نو هغوئ دې ما سره روغه وکړى. آو، پرېږدئ چې هغوئ ما سره صُلح وکړى.“

تۀ څومره د لوئ ايمان لرونکې ښځه يې، نو څنګه چې تۀ غواړې.

څنګه چې ستاسو ايمان دے، نو هم دغسې دې وشى.

خو په ايمان سره دې سوال کوى او هيڅ شک مۀ کوئ ځکه چې شک کوونکے د سمندر د هغه چپو په مِثال دے کومې چې د هوا په زور بره او ښکته کيږى. داسې سړے دې دا نۀ ګڼى چې ګنې ما ته به د مالِک نه څۀ په لاس راشى.

کله چې هغوئ اِماوس کلى ته نزدې شُو نو عيسىٰ خپل ځان داسې ظاهر کړو چې ګنې لا نور هم مخکښې روان دے. خو هغوئ هغۀ ته په کلکه ووئيل چې، ”مونږ سره پاتې شه اوس ناوخته دے توره شپه راروانه ده.“ ... بيا د هغوئ سترګې وغړېدلې او هغه يې وپېژندلو خو هغه د هغوئ د نظر نه غېب شو. هغوئ يو بل ته ووئيل، ”زمونږ په زړونو کښې څومره جذبه راغلې وه. کله چې په لاره هغۀ مونږ سره خبرې کولې او د صحيفو تشريح يې کوله.“

اوس زۀ تا ته سوال کوم، تۀ ما ته خپلې ارادې وښايه چې زۀ ستا خِدمت وکړم او تا رضا کړم. ... مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به په خپله تا سره ځم او زۀ به تا له آرام درکړم.“

او عيسىٰ چې د ايمان بانى او کاملونکے دے هغۀ ته وګورو چا چې د خوشحالۍ حاصلولو دپاره د سولۍ مرګ وزغملو او د دې په بې‌عزتۍ ونۀ شرمېدلو او د خُدائ پاک د تخت په ښى لاس کښېناستو.

مالِک خُدائ پاک فرمائى چې، ”اول او آخر زۀ يم، چې شته، چې وو، چې راتلونکے دے يعنې قادر مطلق خُدائ.“

هغه څوک دے چې داسې يې وکړل؟ څوک دے چې د شروع پيړۍ په پيړۍ آوازونه کوى؟ زۀ، مالِک خُدائ د ابتدا نه موجود يم، او په انتها کښې به هم موجود يم.

خُدائ پاک چې د سلامتۍ سرچينه دے هغه دې تاسو په خپله پوره پاک کړى، او ستاسو ټول ژوند دې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح تر راتلو پورې پوره بې‌عېبه وساتى. څوک چې ستاسو رابلونکے دے هغه وفادار دے او هغه به هم دغه شان وکړى.

زۀ په دې مطمئن يم چا چې په تاسو کښې نېک کار شروع کړے دے، هغه به يې د عيسىٰ مسيح تر ورځې پورې پوره کړى.

ولې تاسو دومره نادانه يئ چې د روحُ القُدس په وسيله مو شروع وکړه او اوس تاسو خپل مقصد په انسانى کوشش سر ته رسوئ څۀ؟

مالِک خُدائ به زما دپاره خپل مقصد پوره کړى.

ځکه چې دا خُدائ پاک دے چې په تاسو کښې نيت او عمل دواړه د خپلې نېکې ارادې پوره کولو دپاره پېدا کوى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ