۲۰۲۴ اپریل ۸
ورځنۍ رڼا, اپریل ۹: شرمېږئ مۀ، تاسو به نۀ بېعزته کېږئ
ورځنۍ رڼا
ځکه چې ما تاسو په بيعه اخستى يئ.
يشعياه ۴۳:۱
يرېږئ مۀ، تاسو به نور د شرم سره نۀ مخ کېږئ. شرمېږئ مۀ، تاسو به نۀ بېعزته کېږئ. تۀ به خپل د ځوانۍ شرم هېر کړې او د کونډېدو رسوائى به ستا د ذهن نه ختمه شى. ځکه چې ستاسو خالِق به ستاسو خاوند وى، د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے. د بنى اِسرائيلو مقدس ذات ستاسو خلاصونکے دے.
يشعياه ۵۴:۴–۵
ما ستاسو ګناهونه د وريځې په شان لرې کړې دى. ما ستاسو ګناهونه داسې لرې کړې دى لکه چې نمر سخت دُهند لرې کوى. ما له راواپس شئ، زۀ هغه ذات يم څوک چې تاسو بچ کوى.“
يشعياه ۴۴:۲۲
بلکې د مسيح قيمتى وينه وه. هم هغه لکه د روغ رمټ او بېداغه ګډُورى په شان قربان شو.
اول پطروس ۱:۱۹
خو د هغوئ بچ کوونکے ډېر زورَور دے، او مالِک خُدائ ربُ الافواج د هغۀ نوم دے. هغه به په سختۍ سره د هغوئ د مسئلې دفاع وکړى.
يرمياه ۵۰:۳۴
زما پلار چې ما ته هغوئ حواله کړى دى هغه د هر څۀ نه زورَور دے او هيڅ څوک دا د پلار د لاس نه نۀ شى شوکولے.
يوحنا ۱۰:۲۹
زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرفه دې په تاسو فضل او سلامتى وى. هغه عيسىٰ چا چې زمونږ د ګناهونو دپاره خپل ځان قربان کړو، د دې دپاره چې زمونږ د خُدائ پلار د رضا په مطابق د دې موجوده بدکارې زمانې نه مونږ بچ کړى. د خُدائ پاک جلال دې د تل دپاره وى. آمين.
ګلتيان ۱:۳–۵
زۀ به د مالِک خُدائ د نۀ ختمېدونکې مينې بيان وکړم، هر څۀ چې هغۀ زمونږ دپاره کړى دى نو د هغې دپاره به زۀ د هغۀ ثناء صِفت کوم.
يشعياه ۶۳:۷
هغۀ زۀ د هلاکت د کندې نه رابهر کړم، او د لمدو خټو نه يې راوويستم. زما پښې يې په ګټ کېښودې او مضبوط يې ودرولم.
زبور ۴۰:۲
او زۀ چې اوس کوم ژوند تېروم نو د خُدائ پاک په زوئ يې په ايمان راوړلو کښې تېروم چا چې ما سره مينه کړې ده او زما دپاره يې خپل ځان قربان کړو.
ګلتيان ۲:۲۰
هغۀ خو خپل زوئ هم پرې نۀ ښودو او زمونږ دپاره يې د قربانۍ دپاره پېش کړو، نو بيا د دې سره به مونږ ته نور څيزونه رانۀ کړى څۀ؟
روميان ۸:۳۲
خو خُدائ پاک خپله مينه مونږ ته داسې ثابته کړه، چې کله مونږ لا په ګناه کښې اخته وُو نو مسيح زمونږ دپاره مړ شو.
روميان ۵:۸
هغۀ په مونږ خپل مُهر ولګولو او زمونږ په زړونو کښې يې روحُ القُدس د ضمانت په طور واچولو.
دوېم کورنتيان ۱:۲۲
هم دغه روح د خُدائ پاک د خوا نه مونږ سره د هغه ميراث ضمانت دے د کوم چې يې مونږ سره وعده کړې ده او هغۀ مونږ په بيعه واخستو، چې د خُدائ پاک خپل خلق شُو، د دې دپاره چې د هغۀ ثناء صِفت او جلال بيان کړُو.
اِفِسيانو ۱:۱۴
خو خُدائ پاک چې په رحم غنى دے هغۀ د خپلې لوئې مينې په وجه مونږ سره ډېره مينه وکړه. تر دې پورې کله چې مونږ د نافرمانو په وجه مړۀ وُو نو هغۀ مونږ د مسيح سره بيا راژوندى کړُو. او د فضل په وسيله تاسو خلاصون بياموندو. خُدائ پاک مونږ د عيسىٰ مسيح سره د مړو نه راوچت کړُو او په آسمان کښې يې د هغۀ سره په تخت کښېنولو، ځکه چې مونږ د مسيح سره يو شوى يُو.
اِفِسيانو ۲:۴–۶
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ اپریل ۷
دوېم کورنتيان ۶:۱۰ · روميان ۵:۲–۳
۲۰۲۴ اپریل ۶
عبرانيان ۷:۲۵ · روميان ۸:۳۴
۲۰۲۴ اپریل ۵
پېدايښت ۳۲:۲۶ · يشعياه ۲۷:۵
۲۰۲۴ اپریل ۴
رويا ۱:۱۷ · عبرانيان ۱۲:۱۸
۲۰۲۴ اپریل ۳
دوېم پطروس ۳:۸–۹ · يشعياه ۵۵:۸–۱۱
۲۰۲۴ اپریل ۲
اول يوحنا ۵:۲۱ · دوېم کورنتيان ۶:۱۷–۱۸
