۲۰۲۴ اپریل ۹
ورځنۍ رڼا, اپریل ۱۰: زۀ خو توره يمه خو ښُکلې يمه (غزلې ۱:۵)
ورځنۍ رڼا
زۀ خو توره يمه خو ښُکلې يمه.
غزلې ۱:۵
ګوره، زۀ د ازل نه بدعمله يم، د مور د ګېډې نه زۀ بلکل ګناه ګار يم.
زبور ۵۱:۵
او ستا د ښُکلا مشهورتيا په نورو قومونو کښې ډنډوره شوه، ستا ښائست کامِل وو ځکه چې ما د خپل شان او شوکت نه تا له دا درکړى وُو، قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.
حزقىايل ۱۶:۱۴
زما نه لاړ شه ځکه چې زۀ ګناه ګار يم.
لوقا ۵:۸
اے محبوبې، تۀ څومره ښائسته ينه. تۀ څومره نازنينه ينه.
غزلې ۴:۱
نو ما چې څۀ وئيلى دى نو په هغې شرمنده يم، او په خاورو او ايرو کښې توبه وباسم.“
ايُوب ۴۲:۶
زما محبوبې، ستا ښائست کامِل دېنه، په تا کښې هيڅ عېب نشته دېنه.
غزلې ۴:۷
نو بيا زۀ په دې اصُولو پوهه شوم چې کله زۀ نېکى کول غواړم نو بدى زما د لاسه وشى.
روميان ۷:۲۱
خاطر جمع کړه، ستا ګناهونه معاف شول.
متى ۹:۲
ځکه چې زۀ په دې پوهېږم چې زما د ګناه په فطرت کښې هيڅ نېکى نشته.
روميان ۷:۱۸
او تاسو په مسيح کښې معمور شوى يئ څوک چې د هر حاکِم او اختيار سر دے.
کولوسيان ۲:۱۰
نو چې مونږ د هغۀ زيرے بيان کړُو او هر چا ته نصيحت وکړُو او هر يو ته په پوره هوښيارتيا سره تعليم ورکړُو نو چې هر څوک مونږ په مسيح کښې خُدائ پاک ته بالغ پېش کړُو.
کولوسيان ۱:۲۸
او په تاسو کښې ځينې هم دغه شان وُو خو تاسو د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم او زمونږ د خُدائ پاک په روح ووينځلے شوئ. بلکې پاک شوئ، صادق هم شوئ.
اول کورنتيان ۶:۱۱
د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.
اول پطروس ۲:۹
په حقيقت کښې هر هغه څوک چې د عيسىٰ مسيح په يووالى کښې په ديندارۍ ژوند تېرول غواړى، نو هغوئ به زورول کيږى.
دوېم تيموتيوس ۳:۱۲
زۀ دې له راغلے يم چې سړے د خپل پلار خلاف شى، لور د مور، او اِنږور د خواښې. او د سړى دشمنان به د هغۀ د کور خلق وى.
متى ۱۰:۳۵–۳۶
نو ځکه څوک چې د دې شريرې دُنيا سره مينه کوى، هغه د خُدائ پاک سره دشمنى کوى.
يعقوب ۴:۴
د دُنيا او د هغې د څيزونو سره مينه مۀ کوئ، ځکه چې څوک چې د دُنيا سره مينه کوى، په هغوئ کښې د پلار مينه نشته. ځکه چې په دُنيا کښې د نفس خواهش، يا د سترګو شوق، او يا د دولت غرور، دا د پلار د طرفه نۀ دى بلکې دُنياوى څيزونه دى.
اول يوحنا ۲:۱۵–۱۶
کۀ دُنيا تاسو نه نفرت کوى نو تاسو پوهه شئ چې ستاسو نه اول يې ما نه نفرت کړے دے. کۀ چرې تاسو د دُنيا وے نو دُنيا به تاسو سره د خپلو په شان مينه کړې وه، خو تاسو د دُنيا نۀ يئ. خو ما تاسو د دُنيا نه جدا کړئ نو دغه وجه ده چې دُنيا تاسو نه نفرت کوى. ... يو نوکر هم د خپل مالِک نه لوئ نۀ وى.
يوحنا ۱۵:۱۸–۲۰
ما ستا پېغام هغوئ له ورکړے دے او دُنيا هغوئ نه نفرت کوى ځکه چې هغوئ د دُنيا نۀ دى لکه څنګه چې زۀ د دُنيا نۀ يم.
يوحنا ۱۷:۱۴
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ اپریل ۸
اول کورنتيان ۱:۵ · روميان ۵:۶
۲۰۲۴ اپریل ۷
دوېم کورنتيان ۶:۱۰ · روميان ۵:۲–۳
۲۰۲۴ اپریل ۶
عبرانيان ۷:۲۵ · روميان ۸:۳۴
۲۰۲۴ اپریل ۵
پېدايښت ۳۲:۲۶ · يشعياه ۲۷:۵
۲۰۲۴ اپریل ۴
رويا ۱:۱۷ · عبرانيان ۱۲:۱۸
۲۰۲۴ اپریل ۳
دوېم پطروس ۳:۸–۹ · يشعياه ۵۵:۸–۱۱
