۲۰۲۴ اپریل ۶
ورځنۍ رڼا, اپریل ۷: کۀ مونږ غمژن يُو خو هر وخت خوشحاله يُو
ورځنۍ رڼا
کۀ مونږ غمژن يُو خو هر وخت خوشحاله يُو، مونږ غريبانان يُو خو ډېر خلق غنيان کوُو، مونږ سره څۀ نشته خو بيا هم راسره هر څۀ شته.
دوېم کورنتيان ۶:۱۰
او مونږ د خُدائ پاک د لويئ په اُميد کښې خوشحالى کوُو. نۀ صرف دا بلکې مونږ په خپلو تکليفونو هم خوشحالى کوُو.
روميان ۵:۲–۳
ما ته پوره تسلى حاصله ده او په خپلو ټولو مصيبتونو کښې بيا هم بېحده خوشحاله يم.
دوېم کورنتيان ۷:۴
خو تاسو په هغۀ يقين ساتئ، او په جلالى انداز کښې خوشحالى کوئ کومه چې د بيان نه بهر ده.
اول پطروس ۱:۸
د مصيبت د دې سخت آزمېښت په دوران کښې د هغوئ خوشحالى زياته شوه او د سخت غربت باوجود هم هغوئ د زړۀ د اخلاصه د خپل طرف نه سخاوت وکړو.
دوېم کورنتيان ۸:۲
اګر کۀ زۀ په ټولو مقدسينو کښې د ټولو ورکوټو نه ورکوټے يم، خو دا فضل په ما وشو چې زۀ غېريهوديانو ته د مسيح د بېاندازې دولت زيرے ورکړم، او چې هغه پټ راز ټولو خلقو ته ښکاره کړم کوم چې خُدائ پاک، د ټولو څيزونو خالق د ازل نه پټ ساتلے وو.
اِفِسيانو ۳:۸–۹
ولې خُدائ پاک هغوئ نۀ دى غوره کړى څوک چې د دُنيا په نظر کښې غريب دى چې په ايمان به مالداره شى او د هغه بادشاهۍ وارثان به شى چې مالِک يې د هغوئ سره وعده کړې ده څوک چې ورسره مينه کوى؟
يعقوب ۲:۵
او خُدائ پاک کولے شى چې تاسو ته ستاسو د ضرورت په مطابق هر څۀ پرېمانه درکړى او تاسو سره به د نورو د مدد کولو دپاره همېشه هر څۀ ډېر وى.
دوېم کورنتيان ۹:۸
مالِک خُدائ به يې په بيمارۍ کښې خيال ساتى او هغه به يې د بيمارۍ د کټ نه روغ رمټ کړى.
زبور ۴۱:۳
هغه د هغوئ په ټولو تکليفونو کښې شريک شو. او هغوئ هغه فرښتې بچ کړل کومه چې د خُدائ پاک د حضور نه ورغلې وه. د خپلې مينې او زړۀ سواندى له وجې يې هغوئ په بيعه واخستل، او ټوله پخوانۍ زمانه کښې يې هغوئ اوچت کړى وُو او ګرځول يې.
يشعياه ۶۳:۹
چا سره چې تۀ مينه کوې هغه بيمار دے.
يوحنا ۱۱:۳
زما فضل ستا دپاره کافى دے ځکه چې زما طاقت په کمزورتياو کښې پوره کيږى. نو زۀ به په خوشحالۍ په خپلو کمزورتياو فخر وکړم نو چې د مسيح قوت په ما کښې پاتې شى.
دوېم کورنتيان ۱۲:۹
زۀ د مسيح په وسيله هر څۀ کولے شم څوک چې ما له طاقت راکوى.
فيليپيانو ۴:۱۳
نو په دې وجه مونږ همت نۀ بائيلو. اګر کۀ چې زمونږ ظاهرى بدن ورو ورو ختميږى خو زمونږ باطنى بدن ورځ تر ورځ نوے کيږى.
دوېم کورنتيان ۴:۱۶
ځکه چې په هغۀ کښې زمونږ ژوندون، حرکت او وجود دے.
اعمال ۱۷:۲۸
هغه کمزورو او ستړو له طاقت ورکوى. نو ځوانان هم ستړى ستومانه شى، او خراب راوغورزيږى. خو چې څوک په مالِک خُدائ باندې يقين ساتى نو هغوئ ته به يو نوے طاقت مِلاو شى.
يشعياه ۴۰:۲۹–۳۱
خُدائ پاک همېشه ستاسو د حِفاظت ځائ دے، د هغۀ ابدى قوت به ستاسو مدد کوى.
ګردان ۳۳:۲۷
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ اپریل ۵
پېدايښت ۳۲:۲۶ · يشعياه ۲۷:۵
۲۰۲۴ اپریل ۴
رويا ۱:۱۷ · عبرانيان ۱۲:۱۸
۲۰۲۴ اپریل ۳
دوېم پطروس ۳:۸–۹ · يشعياه ۵۵:۸–۱۱
۲۰۲۴ اپریل ۲
اول يوحنا ۵:۲۱ · دوېم کورنتيان ۶:۱۷–۱۸
۲۰۲۴ اپریل ۱
ګلتيان ۵:۲۲ · روميان ۱۴:۱۷
۲۰۲۴ مارچ ۳۱
فيليپيانو ۴:۱۹ · متى ۶:۳۳
