۲۰۲۴ اپریل ۱۱
ورځنۍ رڼا, اپریل ۱۲: کۀ چرې هغوئ مکمل پاکوالے ورکولے شو
ورځنۍ رڼا
او هغه څۀ چې شريعت نۀ شُو پوره کولے ځکه چې زمونږ د ګناه فطرت کمزورے وو، نو خُدائ پاک داسې وکړل چې خپل زوئ يې په ګناه ګار انسانى وجود کښې راولېږلو او د ګناه کفاره يې کړو. او دغسې هغۀ ګناه په انسانى فطرت کښې مجرمه کړه.
روميان ۸:۳
ځکه چې شريعت صرف د راتلونکو ښو څيزونو سورے دے او د هغه حقيقى څيزونو اصلى شکل نۀ دے، او کومې قربانۍ چې هر کال بېناغې کولے شى دا کله هم هغه خلق کاملولے نۀ شى څوک چې د خُدائ پاک عبادت کوى. کۀ چرې هغوئ مکمل پاکوالے ورکولے شو.
عبرانيان ۱۰:۱–۲
او هر څوک چې په عيسىٰ ايمان راوړى، د هغۀ په وسيله به د هغۀ هره هغه ګناه معاف شى کومه چې د موسىٰ په شريعت کښې معاف کېدے نۀ شوله.
اعمال ۱۳:۳۹
بيا لکه چې د هغۀ بچى انسانان دى، دغه شان عيسىٰ هم انسان شو د دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک چې په مرګ يې قُدرت حاصل وو، يعنې اِبليس، تباه کړى او هغوئ آزاد کړى څوک چې ټول عُمر د مرګ د يرې په غلامۍ کښې ګرفتار وُو. ځکه چې په حقيقت کښې هغه د فرښتو دپاره نه، بلکې د اِبراهيم د نسل مدد دپاره راغلو. هم دغه وجه ده چې عيسىٰ ته په هر لحاظ د خپلو وروڼو په شان جوړېدل په کار وُو چې هغه د خُدائ پاک په خِدمت کولو کښې داسې لوئ اِمام شى چې زړۀ سواندے او وفادار وى.
عبرانيان ۲:۱۴–۱۷
ځکه چې ټولو ګناه کړې ده او د خُدائ پاک د لويئ نه محروم دى.
روميان ۳:۲۳
څوک هم صادق نۀ دے، بلکل يو کس هم نشته. ... يو هم نيک کار نۀ کوى، يو کس هم نشته.
روميان ۳:۱۰, ۱۲
په دې دُنيا کښې داسې هيڅ څوک صادق نشته چې هغه همېشه ښۀ کوى او هيڅکله ګناه نۀ کوى.
معلِم ۷:۲۰
څوک چې د مور نه پېدا شوے وى نو هغه کس څنګه صفا کېدے شى؟
ايُوب ۲۵:۴
نو په دې وجه چې د هغۀ په آرام کښې د داخلېدو وعده لا کولاو ده، نو مونږ په دې يريږو چې تاسو به هغې ته په رسېدو ناکامه شئ.
عبرانيان ۴:۱
زۀ په خپل شرارت باندې پوهه يم، زۀ په خپلو بدو ټول عمر فکرمند يم. ګوره، زۀ د ازل نه بدعمله يم، د مور د ګېډې نه زۀ بلکل ګناه ګار يم.
زبور ۵۱:۳, ۵
خو مالِک خُدائ تۀ معاف کړے يې، تۀ به نۀ مرې.
دوېم سموئيل ۱۲:۱۳
او څوک چې هغۀ صادقان کړى دى، هغوئ ته يې خپل جلال هم ورکړے دے.
روميان ۸:۳۰
خو په مونږ کښې د مالِک خُدائ هغه جلال ليدل کيږى چا چې د خپلو مخونو نه پړده اخوا کړې ده، او مونږ ورځ په ورځ د مالِک خُدائ د جلال په صورت بدليږو، او دا کار زمونږ نه، خو د هغه مالِک دے چې په خپله روح دے.
دوېم کورنتيان ۳:۱۸
کۀ تاسو د ايمان په بنياد مضبوط او ټينګ پاتې شئ او هغه اُميد پرې نۀ ږدئ کوم چې د زيرى په اورېدو ستاسو په زړونو کښې پېدا شوے دے.
کولوسيان ۱:۲۳
تاسو ته به مو صلاح او ډاډګيرنه درکوله او درباندې به مو زور اچولو چې داسې ژوند تېر کړئ چې د خُدائ پاک خوښ وى، چا چې تاسو خپلې بادشاهۍ او لويئ ته رابللى يئ.
اول تِسالونيکيان ۲:۱۲
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ اپریل ۱۰
غزلې ۱:۵ · زبور ۵۱:۵
۲۰۲۴ اپریل ۹
يشعياه ۴۳:۱ · يشعياه ۵۴:۴–۵
۲۰۲۴ اپریل ۸
اول کورنتيان ۱:۵ · روميان ۵:۶
۲۰۲۴ اپریل ۷
دوېم کورنتيان ۶:۱۰ · روميان ۵:۲–۳
۲۰۲۴ اپریل ۶
عبرانيان ۷:۲۵ · روميان ۸:۳۴
۲۰۲۴ اپریل ۵
پېدايښت ۳۲:۲۶ · يشعياه ۲۷:۵
