۲۰۲۴ اپریل ۱۲
ورځنۍ رڼا, اپریل ۱۳: نو اوس د نُور د بچو په شان ژوند تېروئ
ورځنۍ رڼا
په خپل مال دولت سره د مالِک خُدائ عزت کوه، او د خپل ټول فصل په وړومبۍ مېوې سره.
متلونه ۳:۹
خو ياد ساتئ څوک چې لږه کرونده کوى هغه به لږه رېبى، او چې څوک زياته کرونده کوى هغه به زياته رېبى.
دوېم کورنتيان ۹:۶
د هرې هفتې په اوله ورځ دې په تاسو کښې هر يو کس د خپلې ګټې نه د خپل ځان سره څۀ نا څۀ جمع کوى.
اول کورنتيان ۱۶:۲
ځکه چې خُدائ پاک بېاِنصافه نۀ دے، هغه به ستاسو کار او هغه مينه هېره نۀ کړى چې د هغۀ د نوم د خاطره مو د مقدسينو په خِدمت کولو کښې څرګنده کړه او اوس يې هم کوئ.
عبرانيان ۶:۱۰
نو په دې وجه، زما وروڼو او خوېندو، زۀ د خُدائ پاک د رحمتونو په وسيله تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه خُدائ پاک ته د داسې ژوندۍ قربانۍ دپاره وړاندې کړئ چې هغۀ ته مقدسه او قبوله وى، او هم دا ستاسو اصلى عبادت دے.
روميان ۱۲:۱
ځکه چې د مسيح مينه مونږ په دې مجبوروى، چې مونږ په دې پوهه شُو چې هغه يو د ټولو دپاره مړ شو نو مطلب يې دا شو چې ټول مړۀ شول. او هغه د ټولو دپاره مړ شو نو چې څوک ژوندى دى هغه دې د ځان دپاره نۀ وى ژوندى بلکې د هغۀ د خاطره دې ژوندى وى څوک چې د هغوئ دپاره مړ شو او بيا ژوندے شو.
دوېم کورنتيان ۵:۱۴–۱۵
نو بيا چې تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا چې څۀ کوئ، هغه هر څۀ د خُدائ پاک د لويئ دپاره کوئ.
اول کورنتيان ۱۰:۳۱
د ښار دروازې به ټوله ورځ کښې نۀ بنديږى او هلته به شپه چرې نۀ وى.
رويا ۲۱:۲۵
ځکه چې مالِک خُدائ به ستاسو نۀ ختمېدونکے رڼا وى او خُدائ پاک به ستاسو جلال وى.
يشعياه ۶۰:۱۹
او ښار ته د نمر يا د سپوږمۍ د رڼا حاجت نشته ځکه چې د خُدائ پاک جلال دا روښانه کوى او ګډورے د دې ډيوه ده.
رويا ۲۱:۲۳
هلته به شپه نۀ وى او نۀ به هغوئ ته د ډيوې يا د نمر د رڼا ضرورت وى ځکه چې مالِک خُدائ پاک به د هغوئ رڼا وى.
رويا ۲۲:۵
خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.
اول پطروس ۲:۹
د پلار شُکر ادا کوئ چا چې تاسو د دې جوګه کړئ چې د مقدسينو سره يې د نُور د بادشاهۍ په وراثت کښې شريک کړئ. هغۀ مونږ د تيارې د بادشاهۍ د اختيار نه آزاد کړُو او د خپل محبوب زوئ په بادشاهۍ کښې يې داخل کړُو.
کولوسيان ۱:۱۲–۱۳
ځکه چې پخوا تاسو په تيارۀ کښې وئ، خو اوس تاسو په خپله په مالِک نُور يئ. نو اوس د نُور د بچو په شان ژوند تېروئ.
اِفِسيانو ۵:۸
او مونږ نۀ د شپې يُو او نۀ د تيارې يُو.
اول تِسالونيکيان ۵:۵
د صادقانو لار د سحر د رڼا په شان ده، تر هغې ځليږى او لا نوره هم زياتيږى ترڅو چې د ورځې رڼا نۀ وى راښکاره شوى.
متلونه ۴:۱۸
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ اپریل ۱۱
متلونه ۱۰:۱۹ · يعقوب ۱:۱۹
۲۰۲۴ اپریل ۱۰
غزلې ۱:۵ · زبور ۵۱:۵
۲۰۲۴ اپریل ۹
يشعياه ۴۳:۱ · يشعياه ۵۴:۴–۵
۲۰۲۴ اپریل ۸
اول کورنتيان ۱:۵ · روميان ۵:۶
۲۰۲۴ اپریل ۷
دوېم کورنتيان ۶:۱۰ · روميان ۵:۲–۳
۲۰۲۴ اپریل ۶
عبرانيان ۷:۲۵ · روميان ۸:۳۴
