څښتن نږدې دی — ۲۰۲۴ اپریل ۱۲: اول بادشاهان ۱۷:۲–۳

څښتن نږدې دیجیکوب ریډیکوپ

څښتن نږدې دی
ټولې لیکنې

۱ په جِلعاد کښې د تِشبى يو پېغمبر وو چې نوم يې الياس وو. هغۀ اخى‌اب بادشاه ته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ يعنې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک خِدمت کوونکے يم، او زۀ د هغۀ په نوم قسم خورم چې ترڅو زۀ ونۀ وايم نو په راتلونکو کالونو کښې به باران نۀ کيږى. او پرخه قدرې به هم ونۀ شى.“ ۲ بيا د مالِک خُدائ کلام په الياس نازل شو، ۳ ”د دې ځائ نه نمرخاتۀ طرف ته لاړ شه او د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته د کريت ولې سره نزدې پټ شه. ۴ تۀ د ولې نه اوبۀ څښه او ما کارغانو له حُکم ورکړے دے چې هلته تا له خوراک راوړى.“ ۵ الياس د مالِک خُدائ فرمانبردارى وکړه او د کريت ولې سره نزدې د اوسېدو دپاره لاړو. ۶ کارغانو به هغۀ له سحر او ماښام روټۍ او غوښه راوړه او هغۀ د ولې نه اوبۀ څښلې. ۷ خو څۀ موده وروستو، په مُلک کښې د اوچ کالۍ په وجه هغه وَله اوچه شوه. ۸ بيا د مالِک خُدائ کلام په الياس نازل شو چې، ۹ ”اوس د صيدا سره نزدې د صارفت ښار ته لاړ شه او هلته دېره شه. ما هلته يوې کونډې ته وئيلى دى چې تا له خوراک درکوى.“ ۱۰ نو الياس صارفت ته لاړو او چې څنګه هغه د ښار دروازې ته ورسېدو نو هغۀ يوه کونډه وليده چې د اور خشاک يې راغونډولو. نو هغه يې راوغوښته او ورته يې وفرمائيل، ”ما له په جام کښې لږې اوبۀ راوړه چې وې څښم.“ ۱۱ څنګه چې هغه اوبو راوړلو له روانه شوه، نو هغۀ آواز ورکړو، ”ما له لږه روټۍ هم راوړه؟“ ۱۲ کونډې ورته ووئيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک په نوم قسم خورم چې هيڅ مې نۀ دى پاخۀ کړى. ما سره په منګى کښې صِرف يو موټے اوړۀ او په لوښى کښې يو څاڅکے قدرې د زيتُونو تېل دى. زۀ دلته لږ شان خشاک راټولولو له راغلې يم چې ځان سره يې کور ته يوسم او خپل زوئ او ځان له لږ خوراک تيار کړم. او د دې خوراک نه پس به مونږ د لوږې نه مړۀ شُو.“ ۱۳ الياس ورته وفرمائيل، ”مۀ يرېږه. کور ته لاړه شه او چې څۀ دې ووئيل نو هم هغه شان وکړه. خو اول، چې تا سره څۀ دى د هغې نه يوه وړه روټۍ پخه کړه او ما له يې لږه راوړه او بيا د خپل زوئ او ځان دپاره څۀ تيار کړه. ۱۴ ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې تر هغې به ستا په منګى کښې اوړۀ او په لوښى کښې تېل ختم نۀ شى ترڅو چې ما مالِک خُدائ په زمکه باران نۀ وى ورولے.“ ۱۵ هغه کونډه کور ته لاړه او هم هغه شان يې وکړل چې څۀ ورته الياس فرمائيلى وُو. او د هغوئ درېو واړو دپاره د ډېر وخت خوراک موجود وو. ۱۶ مالِک خُدائ هغه وعده پوره کړه چې کومه يې د الياس پېغمبر په ذريعه کړې وه او په منګى کښې نۀ اوړۀ او نۀ په لوښى کښې تېل ختم شول. ۱۷ څۀ موده وروستو، د هغه کونډې ښځې زوئ بيمار شو او ورځ په ورځ هغه نور هم خرابېدو او په آخر کښې يې ساه ورکړه. ۱۸ هغه ښځې الياس ته ووئيل، ”د خُدائ پاک پېغمبره دا تا ما سره څۀ کړى دى؟ تۀ دلته د دې دپاره راغلے يې چې خُدائ پاک ته زما ګناهونه راياد کړې او زما د زوئ د مرګ سبب وګرځې؟“ ۱۹ الياس ورته وفرمائيل، ”ما له ستا زوئ راکړه.“ بيا هغۀ هلک د هغې د غېږې نه واخستلو او بره يې هغه کوټې ته وخېژولو چرته چې اوسېدو. الياس هغه هلک په خپل کټ کښې واچولو ۲۰ او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو، ”اے مالِکه، زما خُدايه پاکه، تا د دې کونډې سره دومره بد ولې وکړل؟ هغه زما سره دومره ښۀ ده چې زما خيال ساتى او اوس تۀ د هغې زوئ وژنې.“ ۲۱ بيا الياس درې ځل هغه هلک راغاړه ويستلو او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو، ”اے مالِکه، زما خُدايه پاکه، دا ماشوم دې بيا راژوندے شى.“ ۲۲ مالِک خُدائ د الياس سوال واورېدو او هلک بيا ساه اخستل شروع کړل او ژوندے شو. ۲۳ الياس هغه هلک واپس لاندې د هغۀ مور له راوستو او هغې ته يې وفرمائيل، ”وګوره، ستا زوئ ژوندے دے.“ ۲۴ هغه ښځې ورته ووئيل، ”اوس ما ته پته ولګېده چې تۀ د خُدائ پاک پېغمبر يې او ستا د خولې په ذريعه د مالِک خُدائ کلام رښتيا دے.“ 1 نو څۀ موده وروستو، د اوچ کالۍ په درېم کال، د مالِک خُدائ کلام په الياس نازل شو چې، ”لاړ شه او د اخى‌اب بادشاه په مخکښې حاضر شه، نو زۀ به په زمکه باران راولېږم.“ 2 نو الياس روان شو. په سامريه کښې قحط ډېر زيات سخت وو، 3 نو اخى‌اب بادشاه عبدياه راوغوښتو چې هغه يې د محل مشر وو. او عبدياه د مالِک خُدائ ښۀ تابعدار وو، 4 او کله چې ايزبل د مالِک خُدائ پېغمبران وژل، نو عبدياه ترې نه سل پېغمبران بوتلل او د پنځوسو پنځوسو په دوو ډلو کښې يې په غارونو کښې پټ کړل او د هغوئ دپاره يې د خوراک او د اوبو بندوبست وکړو. 5 اخى‌اب عبدياه ته ووئيل، ”راځه چې په ټول مُلک کښې وګرځو او چينې او وادۍ وګورو، کېدے شى چې څۀ واښۀ پېدا شى او قچرې او آسونه پرې ژوندى وساتلے شُو نو زمونږ ټول ځناور به نۀ مړۀ کيږى. 6 نو زۀ به دېخوا لاړ شم او تۀ اخوا لاړ شه.“ او هغوئ دواړه په بېلو بېلو طرفونو روان شول. 7 کله چې عبدياه په لاره روان وو، نو ناڅاپه هغه د الياس سره مِلاو شو. هغه يې وپېژندو، د هغۀ په مخکښې ټيټ شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”زما نېکه الياسه. دا په رښتيا تۀ يې؟“ 8 هغۀ ورته وفرمائيل، ”آو، زۀ يم، لاړ شه او خپل نېک يعنې بادشاه ته ووايه چې الياس دلته دے.“ 9 عبدياه ورته ووئيل، ”ما څۀ بد کړى دى چې تۀ مې اخى‌اب بادشاه ته حواله کوې چې هغه مې ووژنى؟ 10 زۀ د ژوندى مالِک خُدائ، ستا د خُدائ پاک په نوم قسم خورم چې بادشاه په تا پسې د دُنيا ټول مُلکونه لټولى دى. کله هم چې د يو مُلک بادشاه ووئيل چې الياس زما په مُلک کښې نشته، نو اخى‌اب به هغه بادشاه ته وئيل چې قسم وخورى چې الياس دلته نشته دے. 11 او اوس تۀ ما ته وائې چې لاړ شم او خپل نېک ته ووايم چې الياس دلته دے؟ 12 خو چې څنګه زۀ لاړ شم نو د مالِک خُدائ روح به تا يو نامعلوم ځائ ته يوسى. بيا چې زۀ اخى‌اب ته ووايم چې تۀ دلته يې او هغه تا پېدا نۀ کړى، نو هغه به ما ووژنى، باوجود د دې چې زۀ د هلکوالى راسې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکے يم. 13 زما نېکه، تا ته پته نشته څۀ چې کله ايزبل د مالِک خُدائ پېغمبران وژل نو ما د هغوئ سل پېغمبران په دوو غارونو کښې پنځوس پنځوس پټ کړل او د خوراک او د اوبو بندوبست مې ورله وکړو؟ 14 نو تۀ ما له څنګه حُکم راکوې چې لاړ شم او بادشاه ته ووايم چې تۀ دلته يې؟ هغه به ما ووژنى.“ 15 الياس ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى ربُ الافواج په نوم لوظ کوم د کوم چې زۀ خِدمت کوم چې زۀ به خپل ځان نن بادشاه ته پېش کړم.“ 16 نو عبدياه اخى‌اب بادشاه له لاړو او ورته يې ووئيل چې الياس راغلے دے. نو اخى‌اب د الياس سره مِلاوېدو له روان شو. 17 کله چې اخى‌اب هغه وليدو، نو اخى‌اب ورته ووئيل، ”د اِسرائيل د مُلک شريره، دا په رښتيا تۀ يې.“ 18 الياس ورته وفرمائيل، ”زۀ شرير نۀ يم، بلکې تۀ او ستا د پلار خاندان شرير دے. تۀ د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى کوې او د بعل د بُتانو عبادت کوې. 19 اوس ټول اِسرائيل له حُکم ورکړه چې د کرمل په غر ما سره مِلاو شى. هغه څلور نيم سوه د بعل پېغمبران او څلور سوه د اشيرې بُت پېغمبران هم ورسره راوله چا چې د مَلِکه ايزبل نه خوراکونه کول.“ 20 نو اخى‌اب ټول اِسرائيليان او د بعل پېغمبران راغونډ کړل چې د کرمل په غر مِلاو شى. 21 الياس د خلقو په مخکښې ودرېدو او ورته يې وفرمائيل، ”ترڅو پورې به تاسو په دوو عقيدو کښې ګډ وډ يئ؟ کۀ مالِک خُدائ، خُدائ پاک وى، نو هغۀ پسې روان شئ، خو کۀ بعل خُدائ وى، نو هغۀ پسې روان شئ.“ خو خلقو هيڅ هم ونۀ وئيل. 22 بيا الياس وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ په پېغمبرانو کښې صرف زۀ پاتې يم، خو د بعل پېغمبران څلور نيم سوه سړى دى. 23 دوه غوَيان راولئ، وړومبے دې د بعل پېغمبران خوښ کړى، حلال دې کړى، ټوټې ټوټې دې کړى او په لرګو باندې دې کېږدى، خو اور دې نۀ بلوى. او زۀ به د هغه بل غوَيى سره هم دغه شان وکړم. 24 نو تاسو خپل خُدائ ته سوال وکړئ او زۀ به مالِک خُدائ ته سوال وکړم او چې په جواب کښې کوم يو خُدائ اور راولېږى، نو هغه رښتونے خُدائ پاک دے.“ خلقو چغې کړې چې، ”تۀ ټيک وائې.“ ۲۵ بيا الياس د بعل پېغمبرانو ته وفرمائيل، ”تاسو ډېر يئ نو ځکه، اول تاسو يو غوَيے بوځئ او تيار يې کړئ او خپل خُدائ ته سوال وکړئ، خو په لرګو اور مۀ بلوئ.“ ۲۶ چې کوم غوَيے ورله راوستلے شوے وو نو هغوئ هغه بوتلو، تيار يې کړو او د سحر نه تر غرمې پورې يې بعل ته سوال کولو. هغوئ چغې وهلې، ”بعله، مونږ ته څۀ ووايه.“ خو هيڅ جواب نۀ راتلو. او چې کومه قربان‌ګاه يې جوړه کړې وه د هغې نه ګېرچاپېره ګډېدل. ۲۷ د غرمې په وخت الياس ورپورې ټوقې شروع کړې، ”ښۀ په زوره چغې وهئ، ځکه چې هغه خُدائ دے. کېدے شى چې هغه د ورځې خوبونه وينى، يا په متيازو ناست وى، يا په سفر تلے وى. يا اودۀ وى، راويښ يې کړئ.“ ۲۸ نو پېغمبرانو چغې نورې هم تېزې کړې او د خپل رسم په مطابق يې په چاکوانو او په نېزو خپل ځانونه دومره غوڅ کړل، چې په وينه لت پت شول. ۲۹ هغوئ ټول مازيګر تر ماښامه پورې چغې وهلې او ګډې وډې يې وئيلې، خو څۀ جواب رانۀ غلو او هيڅ آواز وانۀ ورېدلے شو. ۳۰ بيا الياس خلقو ته وفرمائيل، ”ما له نزدې راشئ.“ او هغوئ ټول ترې نه راغونډ شول. الياس د مالِک خُدائ د قربان‌ګاه مرمت کول شروع کړل کومه چې راغورزولے شوې وه. ۳۱ هغۀ د يعقوب د دولسو زامنو د قبيلو دپاره يو يو کاڼے واخستلو. يعقوب هغه څوک وو چې مالِک خُدائ د اِسرائيل نوم ورکړے وو. ۳۲ د دې کاڼو سره هغۀ د مالِک خُدائ د عبادت دپاره قربان‌ګاه جوړه کړه. هغۀ د دې نه ګېرچاپېره يوه کنده وکنستله، دومره لويه چې تقريباً څوارلس ليټره اوبۀ په کښې راتلې. ۳۳ بيا هغۀ لرګى په قربان‌ګاه باندې کېښودل، غوَيے يې ټوټې ټوټې کړو او په لرګو يې کېښودو. هغۀ وفرمائيل، ”دا څلور منګى د اوبو نه ډک کړئ او په نذرانه او لرګو باندې يې واچوئ.“ نو هغوئ هم داسې وکړل، ۳۴ او هغۀ وفرمائيل، ”دا بيا وکړئ،“ نو هغوئ بيا داسې وکړل. هغۀ بيا وفرمائيل چې داسې يو ځل بيا وکړئ، نو هغوئ په درېم ځل هم داسې وکړل. ۳۵ اوبۀ د قربان‌ګاه نه لاندې ګېرچاپېره وبهېدې او هغه کنده يې ډکه کړه. ۳۶ د مازيګر نذرانې په وخت کښې الياس پېغمبر قربان‌ګاه ته نزدې شو او سوال يې وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب خُدايه پاکه، نن دا ثابِته کړه چې تۀ د اِسرائيل خُدائ پاک يې او زۀ ستا خِدمت کوونکے يم او دا هر څۀ ما ستا په حُکم کړى دى. ۳۷ مالِکه خُدايه، زما سوال واوره، زما سوال واوره، نو چې دې خلقو ته پته ولګى چې تۀ، مالِک خُدائ، خُدائ پاک يې او تۀ د هغوئ زړونه ځان ته بيا را اړوې.“ ۳۸ نو مالِک خُدائ اور نازل کړو او دې اور نذرانه، لرګى او کاڼى وسوزول، زمکه يې اوچه کړه او په هغه کنده کښې يې اوبۀ اوچې کړې. ۳۹ کله چې خلقو دا وليدل، نو هغوئ پړمخې په زمکې پرېوتل او وې وئيل، ”مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے، صِرف مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے.“ ۴۰ الياس حُکم وکړو، ”د بعل پېغمبران ونيسئ، چې يو هم درنه ونۀ تښتى.“ خلقو هغه ټول ونيول او الياس هغوئ لاندې قيسون سيند ته بوتلل او وې وژل. ۴۱ بيا الياس اخى‌اب بادشاه ته وفرمائيل، ”اوس لاړ شه او خوراک څښاک وکړه. زۀ د يو دروند باران شور اورم چې راروان دے.“ ۴۲ کله چې اخى‌اب د خوراک او څښاک دپاره لاړو، نو الياس د کرمل غرۀ سر ته وختلو، هلته هغه ټيټ شو او سر يې په زمکه ولګولو. ۴۳ هغۀ خپل نوکر ته وفرمائيل، ”لاړ شه او د سمندر طرف ته وګوره.“ نوکر لاړو او بيا راغلو او وې وئيل، ”ما خو هيڅ هم ونۀ ليدل.“ الياس اووۀ ځل هغۀ ته وفرمائيل چې لاړ شه او وګوره. ۴۴ په اوؤم ځل هغه راواپس شو او وې وئيل، ”ما يوه وړه وريځ وليده چې د سړى د لاس برابره وه او د سمندر نه راروانه وه.“ الياس خپل نوکر له حُکم ورکړو، چې، ”اخى‌اب بادشاه له لاړ شه او هغۀ ته ووايه چې جنګى ګاډۍ تياره کړى، په کښې سور شى او کور ته زر راواپس شى ګنې باران به يې رايسار کړى.“ ۴۵ په لږ وخت کښې آسمان په تکه توره وريځ باندې پټ شو، هوا راغله او ورسره دروند باران هم شروع شو. اخى‌اب په خپله جنګى ګاډۍ کښې سور شو او يزرعيل ته واپس روان شو. ۴۶ د مالِک خُدائ طاقت په الياس باندې راغلو، هغۀ خپله چُوغه په ملا پورې وتړله او تر يزرعيل پورې يې د اخى‌اب نه وړاندې منډې وهلې. 1 الياس چې څۀ کړى وُو او چې ټول پېغمبران يې وژلى وُو نو اخى‌اب بادشاه خپلې ښځې ايزبل ته هغه هر څۀ ووئيل. 2 نو هغې الياس له پېغام ورولېږلو، ”خپل خُدايان دې ما ووژنى چې سبا په دې وخت زۀ تا سره هغه کار ونۀ کړم کوم چې تا د هغه پېغمبرانو سره کړے دے.“ 3 الياس ويرېدو او د خپل ژوند بچ کولو دپاره وتښتېدو، هغۀ خپل نوکر ځان سره بوتلو او په يهوداه کښې بيرسبع ته لاړو او خپل نوکر يې هلته پرېښودو. 4 الياس په بيابان کښې ټوله ورځ مزل وکړو. هغۀ مزل بس کړو او د جارُو د ونې د سورى لاندې کښېناستو او هغۀ غوښتل چې مړ شى. هغۀ ووئيل، ”مالِکه خُدايه، بس دے، ما ووژنه، زۀ د خپل پلار نيکۀ نه ښۀ نۀ يم.“ 5 هغه د جارُو د ونې لاندې څملاستو او اودۀ شو. ناڅاپه يوې فرښتې هغۀ له لاس وروړو او ورته يې وفرمائيل، ”پاڅه او وخوره.“ 6 هغۀ ګېرچاپېره وکتل او يوه روټۍ يې وليده چې په ګرمو سکارو باندې پخه شوې وه او خپل سر سره نزدې يې د اوبو يو منګے وليدو. هغۀ خوراک څښاک وکړو او بيا څملاستو. 7 د مالِک خُدائ فرښته بيا راغله او په دوېم ځل يې هغه پاڅولو، ورته يې وفرمائيل، ”پاڅه او وخوره، ګنې ستا دپاره به سفر ډېر ګران وى.“ 8 الياس پاڅېدو، خوراک څښاک يې وکړو او دې خوراک هغۀ له دومره طاقت ورکړو چې سينا ته څلوېښت ورځې مزل وکړى، کوم چې د خُدائ پاک غر دے. 9 هلته هغه يو غار ته ورننوتلو او شپه يې په کښې تېره کړه. او د مالِک خُدائ کلام پرې نازل شو چې، ”الياسه، تۀ دلته څۀ کوې؟“ 10 هغۀ ورته وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما په شوق سره ستا خِدمت کړے دے، ما صِرف ستا خدمت کړے دے، اے مالِک خُدايه ربُ الافواجه. خو اِسرائيليانو تا سره خپل لوظ مات کړے دے، ستا قربان‌ګاه يې ماتې کړې دى او ستا پېغمبران يې وژلى دى. صِرف زۀ پاتې يم او هغوئ زما په ژوند پسې لګېدلى دى.“ 11 مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”بهر لاړ شه او د غرۀ په سر باندې زما په وړاندې ودرېږه.“ بيا مالِک خُدائ تېر شو او يوه زبردسته هوا يې راولېږله چې هغې غرونه وشلول او کاڼى يې دړې وړې کړل، خو مالِک خُدائ په هوا کښې نۀ وو. هوا بنده شوه او بيا زلزله راغله، خو مالِک خُدائ په زلزله کښې هم نۀ وو. 12 د زلزلې نه پس اور راغلو، خو مالِک خُدائ په اور کښې هم نۀ وو. او د اور نه پس، يو نرے آواز راغلو. 13 کله چې الياس آواز واورېدو، نو هغۀ خپل مخ په چُوغه کښې پټ کړو، بهر لاړو او د غار په خولۀ کښې ودرېدو. او هغۀ ته يو آواز وشو چې، ”الياسه، تۀ دلته څۀ کوې؟“ 14 هغه ورته وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، ما په تا باندې غېرت کړے دے. خو اِسرائيليانو تا سره خپل لوظ مات کړے دے، ستا قربان‌ګاه يې ماتې کړې دى او ستا پېغمبران يې وژلى دى. صِرف زۀ پاتې يم او هغوئ زما د وژلو کوشش هم کوى.“ 15 مالِک خُدائ وفرمائيل، ”دمشق ته نزدې بيابان ته واپس شه، بيا ښار ته ورننوځه او حِزائيل د شام بادشاه مقرر کړه، 16 د نِمسى زوئ ياهُو د اِسرائيل بادشاه مقرر کړه او ابيل‌محوله د سافط زوئ اليشع ستا نه پس پېغمبر مقرر کړه. 17 هر څوک چې د حِزائيل نه ژوندے خلاص شى نو د ياهُو په ذريعه به ووژلے شى او هر څوک چې د ياهُو نه وتښتى نو اليشع به هغه ووژنى. 18 خو زۀ به بيا هم په اِسرائيل کښې اووۀ زره کسان ژوندى پرېږدم، هغه ټول چې زما وفادار وى او بعل ته يې سجده نۀ وى کړې او هغه ټول چې د هغوئ خُلو هغه بُت ښُکل کړے نۀ وى.“ 19 الياس لاړو او وې ليدل چې اليشع د غوَيو په يوه قلبه باندې يوه کوله، د هغۀ نه مخکښې يوولس سړى د قلبو سره وُو او هر يو سړى په يوه قلبه باندې يوه کوله. نو الياس خپله پېغمبرى چُوغه وويستله او اليشع ته يې ورواغوستله. 20 نو اليشع خپل غوَيان پرېښودل، په الياس پسې يې منډه کړه او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ به خپل مور پلار په مخه ښه وئيلو دپاره ښُکل کړم، نو بيا به تا سره لاړ شم.“ الياس ورته وفرمائيل، ”ټيک ده، لاړ شه. خو چې ما ستا دپاره څۀ کړى دى نو هغه مۀ هېروه.“ 21 بيا اليشع د خپلې قلبې غوَيو له لاړو او حلال يې کړل او د دې غوښه يې پخه کړه، د جغ نه يې د خشاک کار واخستو. هغۀ غوښه خلقو له ورکړه او هغوئ وخوړله. بيا هغه الياس پسې د هغۀ د نوکر په شان لاړو.

۶ او بغېر د ايمان نه د خُدائ پاک خوشحالول ناممکن دى، ځکه چې څوک خُدائ پاک ته راځى هغوئ ته په دې ايمان راوړل په کار دى چې هغه موجود دے او چې څوک هغه لټوى، هغوئ ته اجر ورکوى.

اول بادشاهان ۱۷–۱۹ · عبرانيان ۱۱:۶ · PYPB

د اسراییلو په تاریخ کې د تیارو فصلونو څخه په یوه کې راڅرګند شو. و، او هغه د خپلې سره یوځای، د اسراییلو څښتن خدای ته د غصې راپارولو لپاره د ټولو پخوانیو پاچاهانو په پرتله ډیر څه وکړل. په اسراییلو کې روحاني زوال د دې نافرمانۍ پایله وه. په داسې کې، خدای راپورته کړ.

دا هڅوونکی دی چې په مکرر ولولئ چې د څښتن کلام وکړ. د ریښتیني ځانګړتیا ده. په پیغام یا کې پوښتنه ونه کړه. د اسراییلو خدای، چې هغه ورته ولاړ و، خبرې کړې وې - او دا د هغه لپاره کافي و. سربیره پردې، د خدای د له امله، هغه کلمې چې خلکو ته ویلې وې اخلاقي وزن یې درلود، ځکه چې خدای ورسره و.

د سره په نه جلا کیدونکي توګه تړلی توکل دی. د هغه پایلې کړې چې هغه اعلان کړی و - د وچکالۍ درې کاله په وو. به د پایلې قحطۍ لخوا مستقیم اغیزمن شي، مګر، پرته له پوښتنې، هغه کولی شي د اسراییلو په خدای توکل وکړي ترڅو هغه وساتي. دا د هغه لپاره د ایمان وه. زموږ لپاره هم، د دې بیابان له زموږ د ایمان ده. راځئ چې خپلې پر هغه وساتو. «پرته له ایمان څخه د هغه خوښول ناممکن دي، ځکه چې څوک چې خدای ته راځي باید ولري چې هغه شتون لري، او دا چې هغه د هغو کسانو اجر ورکوونکی دی چې په لیوالتیا سره یې لټوي» ( 11:6).

په اصل کې په https://thelordisnear.org خپور شوی. د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ronnie Schmutz لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/a-very-tall-waterfall-in-the-middle-of-a-mountain-beO051yJ-iM)

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ
  • ۲۰۲۴ اپریل ۱۱

    واک د ځواک کارولو حق دی. تاریخ د 18 پیړۍ بریتانوي سیاستوال، لارډ اکټون، د خبرو حقیقت ثابت...

  • ۲۰۲۴ اپریل ۱۰

    ډیری د هغو نښو لخوا متاثره شوي وو چې څښتن عیسی په بیت المقدس کې ترسره کړې، مګر د هغه کلمو...

  • ۲۰۲۴ اپریل ۹

    په قیامت کې، څښتن راڅرګندیږي، د دښمن د ټول ځواک په وړاندې د بشپړې بریا له بشپړې میوې سره....

  • ۲۰۲۴ اپریل ۸

    لکه څنګه چې موږ په څښتن کې وده کوو او له هغه سره بوخت یو، د څښتن عیسی لپاره زموږ مینه وده...

  • ۲۰۲۴ اپریل ۷

    کله چې موږ د هغه دښمنۍ په اړه فکر کوو چې څښتن تجربه کړې، موږ په عبادت کې خپل سرونه ټیټوو....

  • ۲۰۲۴ اپریل ۶

    موږ د فضل په ورځ کې ژوند کوو، او له همدې امله موږ د هغه ډول عمل لپاره نه یو بلل شوي چې...

  • ۲۰۲۴ اپریل ۵

    زموږ په آیت کې لومړی بیان، مخکې ټاکل شوی، په پخوانۍ ابدیت کې ترسره شو، او همدارنګه وروستی...