۲۰۲۴ اپریل ۲۰
ورځنۍ رڼا, اپریل ۲۱: څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى
ورځنۍ رڼا
زما عزيزانو په دې طريقه په مالِک کښې قائم پاتې شئ.
فيليپيانو ۴:۱
زۀ د هغۀ په نقشِ قدم روان وم، او زۀ هيڅکله د هغۀ د لارې نه نۀ يم اوړېدلے.
ايُوب ۲۳:۱۱
مالِک مينه کړى د اِنصاف سره او هغه به هيڅکله پرې نۀ ږدى نېکان.
زبور ۳۷:۲۸
مالِک خُدائ به ستاسو د هر مصيبت نه حفاظت کوى، هغه به ستا په ژوند باندې نظر ساتى.
زبور ۱۲۱:۷
څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى. او زما زړۀ د هغوئ نه خوشحاله نۀ دے څوک چې د ايمان نه وروستو کيږى.“ خو مونږ هغه خلق نۀ يُو څوک چې ايمان نه وروستو شى او بيا هلاک شى، خو مونږ وفادار خلق يُو څوک چې به بچ شى.
عبرانيان ۱۰:۳۸–۳۹
هغوئ زمونږ د قبيلې نه ووتل ځکه چې د هغوئ مونږ سره په رښتيا تعلق نۀ وو، نو کۀ چرې هغوئ زمونږ وے نو هغوئ به مونږ سره تعلق ساتلو. کله چې هغوئ لاړل نو د دې نه دا ثابته شوه چې هغوئ زمونږ نۀ وُو.
اول يوحنا ۲:۱۹
کۀ چرې تاسو زما په کلام عمل کوئ نو تاسو به په رښتيا زما مريدان يئ.
يوحنا ۸:۳۱
خو هغه څوک چې تر آخره قائم پاتې شى هغه به بچ شى.
متى ۲۴:۱۳
بېدار اوسئ، په خپل ايمان قائم اوسئ، زړَور شئ، مضبوط اوسئ.
اول کورنتيان ۱۶:۱۳
زۀ زر درځم او څۀ چې درسره دى په هغې ټينګ پاتې شه چې څوک دې هم د خپل تاج نه محرومه نۀ کړى.
رويا ۳:۱۱
هر هغه څوک چې کامياب شى نو هغوئ ته به دغسې سپينې جامې وراغوستلے شى او د هغوئ نوم به زۀ هيڅکله هم د ژوندون د کِتاب نه ونۀ باسم او زۀ به د خپل پلار او د هغۀ د فرښتو د وړاندې دا اعلان وکړم چې هغوئ زما خپل دى.
رويا ۳:۵
د دې نه پس.
پېدايښت ۵:۲۲
آيا دوه کسان يو ځائ سفر کولے شى ترڅو چې هغوئ داسې کولو باندې متفِق نۀ وى؟
عاموس ۳:۳
او د هغۀ په وسيله خُدائ پاک راضى شو چې هر څۀ د ځان سره پخلا کړى هغه کۀ په زمکه وى او کۀ په آسمان کښې او هغۀ د مسيح د وينې په وسيله امن راوستو چې په سولۍ تويه شوې ده. يو وخت تاسو پخپله هم د خُدائ پاک نه لرې وئ او د خپلو سوچونو او بدو اخلاقو په وجه د هغۀ مخالفين وئ. خو اوس د مسيح د جسمانى مرګ په وسيله تاسو د هغۀ سره پخلا شوئ د دې دپاره چې هغه تاسو د هغۀ په حضور کښې مقدس، بېداغه او بېاِلزامه حاضر کړى.
کولوسيان ۱:۲۰–۲۲
خو اوس تاسو د عيسىٰ مسيح سره يو شوى يئ. تاسو يو وخت د خُدائ پاک نه لرى وئ، خو اوس د مسيح د وينې په وسيله د هغۀ سره نزدې شوى يئ.
اِفِسيانو ۲:۱۳
ځکه چې کله مونږ د خُدائ پاک دشمنان وُو نو مونږ د هغۀ د زوئ د مرګ په وسيله ورسره رضا شُو، او د دې نه زيات، د هغۀ د زوئ د ژوند په وسيله به بچ شُو. خو مونږ د دې نه زيات د خپل مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله په خُدائ پاک فخر کوُو د چا په وسيله چې مونږ د خُدائ پاک سره رضا شوى يُو.
روميان ۵:۱۰–۱۱
مونږ هغه تاسو ته بيانوو د دې دپاره چې تاسو مونږ سره په کښې شريک شئ او په رښتيا مونږ د پلار او د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح سره شراکت وساتو.
اول يوحنا ۱:۳
د مالِک عيسىٰ مسيح فضل او د خُدائ پاک مينه او د روحُ القُدس شراکت دې تاسو ټولو سره وى.
دوېم کورنتيان ۱۳:۱۴
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ اپریل ۱۹
يوحنا ۱۰:۷ · متى ۲۷:۵۱
۲۰۲۴ اپریل ۱۸
ګردان ۱۸:۱۸ · ګردان ۵:۵
۲۰۲۴ اپریل ۱۷
زبور ۵۰:۲۳ · کولوسيان ۳:۱۶–۱۷
۲۰۲۴ اپریل ۱۶
زبور ۳۱:۲۲ · زبور ۶۹:۲
۲۰۲۴ اپریل ۱۵
يرمياه ۵۰:۳۴ · عاموس ۵:۱۲
۲۰۲۴ اپریل ۱۴
زبور ۶۳:۵–۶ · زبور ۱۳۹:۱۷–۱۸
