۲۰۲۴ اپریل ۱۶
ورځنۍ رڼا, اپریل ۱۷: زر شه، ما د خپل ځان سره بوځه (غزلې ۱:۴)
ورځنۍ رڼا
څوک هم چې د شُکر ګزارۍ قربانى کوى نو زما احترام کوى.
زبور ۵۰:۲۳
د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى، او په خپلو کښې يو بل له پوره حکمت سره تعليم ورکوئ او نصيحت کوئ، او په خپلو زړونو کښې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک ثناء، زبور او روحانى سندرې وايئ. او هر څۀ چې تاسو کوئ، هغه کۀ تاسو خبرې کوئ يا څۀ کار، هر څۀ د مالِک عيسىٰ په نوم کوئ او د هغۀ په وسيله د خُدائ پلار شُکر ادا کوئ.
کولوسيان ۳:۱۶–۱۷
نو په دې وجه خپل بدن کښې خُدائ پاک ته جلال ورکړئ.
اول کورنتيان ۶:۲۰
د شاهى اِمامانو فرقه ... د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.
اول پطروس ۲:۹
تاسو هم د ژوندو کاڼو په شان يئ چې خُدائ پاک ترې نه خپل روحانى کور جوړوى چې د اِمامانو مقدسه فرقه په جوړېدو داسې روحانى قربانۍ پېش کړئ چې د عيسىٰ مسيح په وسيله خُدائ پاک ته قبولې وى.
اول پطروس ۲:۵
ځکه دې د عيسىٰ په وسيله مونږ مسلسل خُدائ پاک ته د شُکر ګزارۍ قربانى پېش کوُو او دا د ذکر هغه مېوه ده چې د هغۀ د نوم اقرار کوى.
عبرانيان ۱۳:۱۵
په مالِک خُدائ به زما روح فخر کوى، بېوسه خلق دې خوشحالى کوى. راځئ ما سره د مالِک خُدائ لوئى بيان کړئ، او په شريکه د هغۀ نوم ته لوئى ورکړئ.
زبور ۳۴:۲–۳
زر شه، ما د خپل ځان سره بوځه.
غزلې ۱:۴
او ورته يې وفرمائيل چې، ما تاسو سره نۀ ختمېدونکې مينه کړې ده، ما تاسو په خپله مينه او رحم سره خپل ځان ته رانزدې کړئ.
يرمياه ۳۱:۳
ما بنى اِسرائيل د خپلې مينې او رحم رسۍ سره ځان ته رانزدې کړو.
هوسيع ۱۱:۴
او کله چې زۀ د زمکې نه وخېژولے شم نو زۀ به ټول خلق خپل ځان ته راکاږم.“
يوحنا ۱۲:۳۲
دا د خُدائ پاک ګډُورے دے.
يوحنا ۱:۳۶
لکه څنګه چې موسىٰ په بيابان کښې مار په ستنې راځوړند کړے وو نو اِبن آدم به ضرور هم دغسې وخېژولے شى، دې دپاره چې څوک په هغۀ ايمان ساتى نو هغه به د تل ژوندون ومومى.
يوحنا ۳:۱۴–۱۵
په آسمان کښې زما څوک دى بې له تا نه؟ د بل چا خواهش نۀ لرم په زمکه غېر ستا نه.
زبور ۷۳:۲۵
مونږ ځکه مينه کوُو چې خُدائ پاک اول مونږ سره مينه وکړه.
اول يوحنا ۴:۱۹
زما جانان ما ته ووئيل، ”زما محبوبې، راپاڅه، ښائسته محبوبې، راځه ما سره لاړه شه. وګوره، ژمې تېر شو بارانونه ودرېدل او بس شونه. په زمکه ګلونه راښکاره شونه، د سندرو وئيلو موسم رارسېدلے دېنه، زمونږ په مُلک کښې د ګوګوشتکو آوازونه اورېدلے کيږينه. د اينځر بوټو خپله وړومبۍ مېوه ونيوله، او د انګورو بوټو د خپلو غوټو خوشبو خوره کړله. راپاڅه، راشه، زما محبوبې، زما ښائسته محبوبې، راځه ما سره لاړه شه.
غزلې ۲:۱۰–۱۳
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ اپریل ۱۵
يرمياه ۵۰:۳۴ · عاموس ۵:۱۲
۲۰۲۴ اپریل ۱۴
زبور ۶۳:۵–۶ · زبور ۱۳۹:۱۷–۱۸
۲۰۲۴ اپریل ۱۳
متلونه ۳:۹ · دوېم کورنتيان ۹:۶
۲۰۲۴ اپریل ۱۲
روميان ۸:۳ · عبرانيان ۱۰:۱–۲
۲۰۲۴ اپریل ۱۱
متلونه ۱۰:۱۹ · يعقوب ۱:۱۹
۲۰۲۴ اپریل ۱۰
غزلې ۱:۵ · زبور ۵۱:۵
