ورځنۍ رڼا, اپریل ۱۶: زۀ به ستا پخوانۍ معجزې رايادې کړم

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

نو د يرې نه ما چغه کړه چې، ”زۀ د مالِک نظر نه غورزېدلے يم.“ خو تا زما واورېدل کله چې زۀ د مدد دپاره ژړېدلے يم.

زما د پښو دپاره کلکه زمکه نشته خټو کښې ډوبېږم په ژورو اوبو کښې سېلاب راګېر کړے يم ډوبېږم.

اوبۀ زما تر سره راورسېدلې او وئيل مې چې ډوبېږم. اے مالِکه خُدايه، ما د کندې د بېخ نه ستا په نامه مِنت زارى وکړه. تا زما خواست اورېدلے دے، خپل غوږونه مۀ بندوه، د مدد دپاره زما آواز واوره. تۀ ما ته رانزدې شوې کله چې ما درته آواز وکړو، تا ما ته وفرمائيل چې يرېږه مه.

”ولې مالِک خُدائ به د تل دپاره ما شړى څۀ؟ ولې هغه به بيا خپله مِهربانى ما ته نۀ ښائى څۀ؟ ولې د هغۀ نۀ ختمېدونکې مينه د تل دپاره ختمه شوه څۀ؟ ولې د هغۀ وعده د تل دپاره ناکاميابه شوه څۀ؟ ولې خُدائ پاک مهربانى هېره کړې ده څۀ؟ ولې په غصه کښې هغۀ خپل رحم واپس کړے دے څۀ؟“ نو بيا ما خپل ځان سره ووئيل چې، ”زۀ څومره دردمند يم، چې د خُدائ تعالىٰ ښے لاس نور ما سره نۀ دے.“ زۀ به د مالِک خُدائ کارونه راپه ياد کړم. زۀ به ستا پخوانۍ معجزې رايادې کړم.

زما يقين دے د مالِک خُدائ مهربانى به ووينم، ترڅو چې زۀ دلته په دې دُنيا کښې يم.

هغه به له ما نه سوال وکړى او زۀ به هغه قبول کړم. په سخته کښې به زۀ د هغۀ سره يم زۀ به هغه بچ کړم.

خو يعبيض د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته سوال وکړو، ”خُدايه پاکه، تۀ به ما له برکت راکوې او زما مُلک به لويَوې. زما مل شه او د هر هغه خراب عمل نه مې وساته چې ما له تکليف راکوى.“ او چې هغۀ د څۀ سوال کړے وو نو خُدائ پاک هغه هر څۀ ورکړل.

په هغه شپه خُدائ پاک سليمان ته څرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”چې څۀ غواړې نو وې غواړه چې زۀ يې درکړم.“ سليمان ورته وفرمائيل ... نو ما له پوهه او حِکمت راکړه چې هغوئ په سمه لار باندې بوځم.

خُدائ پاک سليمان له لوئ حِکمت، عقل او دومره پوهه ورکړې وه چې د حِساب نه بهر وه.

آسا مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، تۀ د تکړه لښکر په شان د يو کمزورى لښکر هم په آسانۍ سره مدد کولے شې. اے مالِکه خُدايه زمونږ خُدايه پاکه ... تۀ زمونږ خُدائ پاک يې، هيڅ څوک دا اُميد نۀ شى لرلے چې تا له شکست درکړى.“ کله چې د يهوداه لښکر او د آسا لښکر حمله وکړه نو مالِک خُدائ د ايتهوپيا لښکر له شکست ورکړو.

تۀ په خپله د ټولو دُعاګانې اورې، ټول خلق به تا ته راشى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ