ورځنۍ رڼا, اپریل ۱۸: نو بيا به څوک د مسيح د مينې نه مونږ جدا کړى؟

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

زۀ به هغوئ له د هغوئ د خپلو خلقو نه ستا په شان يو پېغمبر ورولېږم.

په هغه وخت کښې زۀ ستاسو او مالِک خُدائ په مينځ کښې د مينځګړى په شان د دې دپاره ولاړ وم چې هغه څۀ ووائى نو زۀ به يې تاسو ته ووايم.

ځکه چې يو خُدائ پاک دے او د خُدائ پاک او د انسان تر مينځه مينځګړے هم يو دے، يعنې عيسىٰ مسيح، چې خپله بنى آدم دے.

موسىٰ يو ډېر عاجز سړے وو، هغه د زمکې په مخ د ټولو خلقو نه زيات عاجز وو.

زما جغ په غاړه کړئ او زما نه زده کړئ، ځکه چې زۀ په زړۀ نرم او په روح کښې عاجز يم، او تاسو به په زړۀ کښې آرام حاصل کړئ.

ستاسو خوى خصلت دې د يو بل سره هغه شان وى لکه څنګه چې د عيسىٰ مسيح وو. هغه اګر کۀ د خُدائ پاک په صورت وو خو د خُدائ پاک سره د برابرېدلو کوشش يې ونۀ کړو. بلکې خپل ځان يې خالى کړو او د غلام شکل يې اختيار کړو، او د انسان په صورت پېدا شو. کله چې په انسانى جسم کښې ښکاره شو.

موسىٰ د خُدائ پاک په ټول کور کښې د خادِم په شان وفادار وو د دې دپاره چې د راتلونکو خبرو ګواهى ورکړى. خو مسيح د زوئ په حيثيت د خُدائ په کور اختيارمند دے، او مونږ د هغۀ کور يُو کۀ چرې مونږ په هغه اعتماد او فخر قائم پاتې شُو چې د اُميد سره تعلق ساتى.

اوس دې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح په خپله او زمونږ خُدائ پلار چا چې مونږ سره مينه وکړه او مونږ ته يې د فضل په وسيله ابدى تسلى او ښۀ اُميد راکړو.

خو ما ته لا تر اوسه پورې هغه لوظ ياد دے کوم چې ما تا سره ستا د ځوانۍ په ورځو کښې کړے وو، او زۀ به تا سره ابدى لوظ وکړم.

ځکه چې هغه د يوې قربانۍ ورکولو په وسيله هغوئ د همېشه دپاره کامِل کړل څوک چې پاک کړے شوى دى.

نو په دې وجه هغه اوس او همېشه کولے شى چې څوک هم د هغۀ په وسيله خُدائ پاک ته راځى هغه هغوئ ته خلاصون ورکولے شى ځکه چې هغه د هغوئ د شفاعت دپاره همېشه ژوندے دے.

ځکه په چا چې ما ايمان راوړے دے زۀ هغه پېژنم، او زما يقين دے چې څۀ چې ما هغۀ ته سپارلى دى د خپلو راتلو تر ورځې پورې هغه د هغې د حفاظت کولو قابل دے.

ځکه چې د خُدائ پاک نعمتونه او د هغۀ بلنه نۀ بدلېدونکې دى.

نو بيا به څوک د مسيح د مينې نه مونږ جدا کړى؟

ځکه چې هغه ګډُورے چې د تخت په مينځ کښې دے، هغه به د دوئ شپونکے وى او هغه به دوئ د ژوندون د اوبو چينو ته بوځى، او خُدائ پاک به د دوئ د سترګو نه ټولې اوښکې پاکې کړى.“

او دغه شان به مونږ تل تر تله د مالِک سره يُو. نو ځکه تاسو په دې خبرو سره يو بل له ډاډګيرنه ورکوئ.

ځکه چې دا ستا د آرام ځائ نۀ دے.

ځکه چې دلته زمونږ يو ښار قائم پاتې کېدونکے نشته بلکې مونږ د هغه ښار په لټون کښې يُو چې راتلونکے دے.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ