۲۰۲۴ اپریل ۱۸
ورځنۍ رڼا, اپریل ۱۹: څوک چې زما په وسيله ننوځى هغه به بچ شى
ورځنۍ رڼا
زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې زۀ د ګډو دپاره دروازه يم.
يوحنا ۱۰:۷
هغه وخت د خُدائ د کور پړده د سر نه تر بېخه پورې په مينځ دوه شوه.
متى ۲۷:۵۱
ځکه چې مسيح ستاسو د ګناهونو دپاره يو ځل د همېشه دپاره مړ شو، يعنې صادق د ګناهګارانو دپاره، د دې دپاره چې تاسو خُدائ پاک له راولى.
اول پطروس ۳:۱۸
په دې طريقه روحُ القُدس دا اِشاره کوى چې تر اوسه پورې زيات مقدس ځائ ته لار خلاصه شوې نۀ ده لا ترڅو چې پخوانۍ خېمه ولاړه وه.
عبرانيان ۹:۸
زۀ دروازه يم. څوک چې زما په وسيله ننوځى هغه به بچ شى. هغه به دننه بهر تلے راتلے شى او د څرن ځائ به ومومى.
يوحنا ۱۰:۹
هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے.
يوحنا ۱۴:۶
ځکه چې د مسيح په وسيله مونږ دواړه په يو روح کښې د پلار په حضور کښې حاضرېدے شُو. نو اوس بيا تاسو نور پردى او مسافر نۀ يئ بلکې د مقدسينو هم مُلک او د خُدائ پاک د خاندان کسان يئ.
اِفِسيانو ۲:۱۸–۱۹
نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، مونږ د عيسىٰ د وينې په سبب زيات مقدس ځائ ته په اطمينان سره ورننوځو. هغۀ د خپل مرګ په وسيله د ژوندون دپاره يوه نوې لار د پړدې د مينځ نه کولاو کړه.
عبرانيان ۱۰:۱۹–۲۰
په دې وجه کله نه چې مونږ د ايمان په وسيله صادق کړے شُو نو د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک سره زمونږ صُلح ده، د چا په وسيله چې مونږ د خُدائ پاک په فضل کښې هغه ځائ وموندو چرته چې اوس مونږ يُو، او مونږ د خُدائ پاک د لويئ په اُميد کښې خوشحالى کوُو.
روميان ۵:۱–۲
زۀ به د مالِک خُدائ په حقله خبرې نۀ کوم او نۀ به نور د هغۀ پېغام چا ته رسوم، نو بيا د هغۀ کلام زما په زړۀ کښې لکه د اور په شان بليږى او هغه اور زما هډوکو ته رسيږى. زۀ په ځان کښې د هغۀ د ايسارولو د کوشش په وجه ډېر ستړے شوے يم او زۀ هغه نۀ شم ايسارولے.
يرمياه ۲۰:۹
او افسوس دے په ما، کۀ زۀ زيرے نۀ بيانوم. نو بيا زما اجر څۀ شے دے؟ صرف دا چې زيرے بيانوم او هغه هم مفت بيان کړم، او د خپل هغه حق نه څۀ فائده وانۀ خلم چې ما ته په زېرى کښې حاصل دے.
اول کورنتيان ۹:۱۶, ۱۸
بيا يې هغوئ دننه راوبلل او حُکم يې ورکړو چې، ”د عيسىٰ په نوم به هيڅ قسم خبرې يا تعليم نۀ ورکوئ.“ خو پطروس او يوحنا هغوئ ته په جواب کښې ووئيل ... مونږ د هغه څۀ په حقله د وئيلو نه نۀ شُو منع کېدے څۀ چې مونږ ليدلى او اورېدلى دى.
اعمال ۴:۱۸–۲۰
ځکه چې د مسيح مينه مونږ په دې مجبوروى.
دوېم کورنتيان ۵:۱۴
نو زۀ ويرېدلم، ځکه لاړم او ستا سرۀ زر مې په زمکه کښې ښخ کړل. ... تا ته معلومه وه چې زۀ يې هلته رېبم چرته چې مې کَرلى نۀ وى او هلته يې راټولوم چرته چې مې تخم نوستلے نۀ وى؟ نو بيا تا ته پکار وُو چې زما پېسې دې صرافانو له ورکړے وے، نو په واپسۍ به ما هغه مال د ګټې سره حاصل کړے وو.
متى ۲۵:۲۵–۲۷
خپل کور ته واپس لاړ شه او خپلو خپلوانو ته ووايه چې مالِک خُدائ ستا دپاره هر څۀ وکړل او خپل څومره فضل يې تا ته ښکاره کړو.
مرقوس ۵:۱۹
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ اپریل ۱۷
زبور ۵۰:۲۳ · کولوسيان ۳:۱۶–۱۷
۲۰۲۴ اپریل ۱۶
زبور ۳۱:۲۲ · زبور ۶۹:۲
۲۰۲۴ اپریل ۱۵
يرمياه ۵۰:۳۴ · عاموس ۵:۱۲
۲۰۲۴ اپریل ۱۴
زبور ۶۳:۵–۶ · زبور ۱۳۹:۱۷–۱۸
۲۰۲۴ اپریل ۱۳
متلونه ۳:۹ · دوېم کورنتيان ۹:۶
۲۰۲۴ اپریل ۱۲
روميان ۸:۳ · عبرانيان ۱۰:۱–۲
