۲۰۲۴ اپریل ۲۲
ورځنۍ رڼا, اپریل ۲۳: خو مالِک خُدائ زما مل وو په خپله
ورځنۍ رڼا
خو مالِک خُدائ زما مل وو په خپله.
زبور ۱۸:۱۸
مونږ چې په زور شور سره د غرونو او غونډو په سرونو د بُتانو کوم عبادت کړے دے دا په رښتيا سره دوکه وه، د بنى اِسرائيل خلاصون په يقين سره صرف په مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک دے.
يرمياه ۳:۲۳
مالِک خُدائ ګټ دے زما، قلعه ده زما، او خلاصوونکے دے زما، زما خُدائ ګټ دے زما، په چا کښې چې ما خپل حفاظت موندلے دے. هغه دے ډال زما، هغه زور چې بچ کوى ما، او د حفاظت پناه ګاه ده زما.
زبور ۱۸:۲
اے د صيون خلقو په اوچت آواز د خوشحالۍ نعرې ووهئ. د بنى اِسرائيلو مقدس ذات ډېر لوئ دے، او هغه د خپلو خلقو په مينځ کښې اوسيږى.“
يشعياه ۱۲:۶
د مالِک خُدائ فرښتې د هغه خلقو نه ګېرچاپېره وى، بچ ساتى هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه په ويره وى. نو مالِک خُدائ يې اورى کله چې صادقان فرياد کوى، او د ټولو مصيبتونو نه ورته خلاصون ورکوى.
زبور ۳۴:۷, ۱۷
خُدائ پاک همېشه ستاسو د حِفاظت ځائ دے، د هغۀ ابدى قوت به ستاسو مدد کوى.
ګردان ۳۳:۲۷
نو ځکه مونږ ډېر په زړۀ ورتيا سره وايو چې، ”مالِک زما مددګار دے، زۀ به ونۀ يرېږم، انسان به زما څۀ وکړى؟“
عبرانيان ۱۳:۶
د مالِک نه بغېر بل خُدائ څوک دے؟ او زمونږ د خُدائ نه بغېر څوک ګټ دے؟ دا خُدائ دے چې زور طاقت راکوى ما له پُراَمنه کوى دے په خپله لار ما له.
زبور ۱۸:۳۱–۳۲
خو زۀ چې هر څۀ يم هغه د خُدائ پاک په فضل يم.
اول کورنتيان ۱۵:۱۰
مونږ ټول د ورکو ګډو په شان يُو.
يشعياه ۵۳:۶
کۀ چرې مونږ دا وايو چې بېګناه يُو نو په دې مونږ خپل ځان له دوکه ورکوو او په مونږ کښې رښتيا نشته.
اول يوحنا ۱:۸
څوک هم صادق نۀ دے، بلکل يو کس هم نشته. داسې څوک هم نشته چې هوښيار وى ... ټول اوړېدلى دى، او ټول بېکاره شوى دى. يو هم نيک کار نۀ کوى.
روميان ۳:۱۰–۱۲
ځکه چې تاسو د بېلارې ګډو په شان ګرځېدئ خو اوس تاسو خپل شپونکى او حفاظت کوونکى له بيا راغلى يئ.
اول پطروس ۲:۲۵
زۀ د ورکې شوې ګډې په شان بېلارې شوے يمه خپل خِدمت کوونکے دې ولټوه ځکه چې ما هېر کړى نۀ دى ستا حُکمونه.
زبور ۱۱۹:۱۷۶
هغه راکوى تازه او نوے قوت ما له، په نېغه لار مې بيائى د خپل نوم دپاره.
زبور ۲۳:۳
زما ګډې زما آواز اورى، زۀ هغوئ پېژنم او هغوئ ما پسې راځى. زۀ هغوئ له د تل ژوندون ورکوم او هغوئ به هيڅکله هم هلاک نۀ شى او هيڅوک به يې هم زما د لاس نه ونۀ شوکوى.
يوحنا ۱۰:۲۷–۲۸
”کۀ چرې په تاسو کښې د يو تن سل ګډې وى او يوه ترېنه ورکه شى نو ولې هغه به دغه نورې يو کم سل تر هغې په تش مېدان پرې نۀ ږدى ترڅو چې يې هغه ورکه شوې موندلې نۀ وى؟
لوقا ۱۵:۴
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ اپریل ۲۱
فيليپيانو ۴:۱ · ايُوب ۲۳:۱۱
۲۰۲۴ اپریل ۲۰
ګردان ۱۳:۱۷ · دوېم کورنتيان ۶:۱۷
۲۰۲۴ اپریل ۱۹
يوحنا ۱۰:۷ · متى ۲۷:۵۱
۲۰۲۴ اپریل ۱۸
ګردان ۱۸:۱۸ · ګردان ۵:۵
۲۰۲۴ اپریل ۱۷
زبور ۵۰:۲۳ · کولوسيان ۳:۱۶–۱۷
۲۰۲۴ اپریل ۱۶
زبور ۳۱:۲۲ · زبور ۶۹:۲
