۱ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو ۲ چې بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښائى. کۀ يو سړے يا ښځه د خاص مقصد دپاره د خپل ځان د نذير په حيثيت وقف کولو قسم وکړى او خپل ځان مالِک خُدائ ته وقف کړى ۳ نو هغوئ به د ميو نه او شرابو نه ځان وساتى. هغوئ به داسې يو قِسم رس هم نۀ څښى چې د انګورو نه جوړ وى او نۀ به کچه انګور او نۀ اوچ انګور خورى. ۴ چې تر کومې پورې هغوئ د نذير په حيثيت وقف شوى وى، نو هغوئ به داسې يو څيز هم نۀ خورى چې د انګورو د باغ نه راځى، د انګورو پوستکے يا تخم به هم نۀ خورى. ۵ چې تر کومې پورې هغوئ د نذير په حيثيت د قسم لاندې وى، نو وېښتۀ به نۀ واړۀ کوى. ترڅو چې د هغوئ د قسم نيټه پوره شوې نۀ وى، هغوئ مالِک خُدائ ته وقف دى او وېښتۀ به پرېږدى چې لوئ شى. 6-7 د هغوئ وېښتۀ د دې نښه ده چې هغوئ مالِک خُدائ ته وقف دى، نو هغوئ به مړى ته نزدې کېدو په وجه خپل ځانونه نۀ ناپاکوى، کۀ هغه يې پلار، مور، ورور يا خور هم وى. 8 چې تر کومې پورې هغوئ د نذير په حيثيت د قسم لاندې وى، نو هغوئ مالِک خُدائ ته وقف دى. 9 کۀ د هغۀ وقف شوى وېښتۀ داسې ناپاک شى چې هغه د يو داسې کس په خوا کښې وى چې ناڅاپه مړ شى، نو هغه به خامخا اووۀ ورځې اِنتظار وکړى او بيا به خپل وېښتۀ کل کړى، او هغه به پاک شى. 10 په اتمه ورځ به هغوئ دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې په دروازه کښې اِمام له راوړى. 11 اِمام به يوه د ګناه د نذرانې په توګه پېش کړى او بله د سوزېدونکې نذرانې په توګه او د هغوئ دپاره به کفاره ادا کړى ځکه چې هغوئ مړى ته د نزدې کېدو په وجه ګناه کړې ده. هم په هغه ورځ به د هغوئ وېښتۀ بيا پاک شى 12 او خپل وخت به مالِک خُدائ ته د نذير په حيثيت وقف کړى. تېر شوے وخت نۀ حسابيږى، ځکه چې د هغوئ وقف شوى وېښتۀ ناپاک شوى وُو. د ګناه د تاوان د نذرانې دپاره به هغوئ د يو کال ګډُورے راولى. 13 د قانون په مطابق کله چې هغه کس د نذير په حيثيت خپل قسم پوره کړى، نو هغوئ به دا رسم ادا کوى. هغوئ به د مقدسې خېمې دروازې ته ورشى 14 او مالِک خُدائ ته دې درې داسې ځناور قربانى کړى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى، د سوزېدونکې نذرانې دپاره يو کلن ګډُورے، يوه کلنه ګډورۍ د ګناه نذرانې دپاره او د سلامتۍ نذرانې دپاره يو ګډ. 15 هغوئ به د پتيرې روټۍ يوه ډکه ټوکرۍ هم پېش کړى، د اوړو ډبلې روټۍ چې د زيتُونو تېل په کښې ګډ وى او نرۍ نرۍ روټۍ چې د زيتُونو تېل ورباندې لګولے شوى وى او د دې نه علاوه د غلې او د څښلو نذرانې به هم ورسره وى. 16 اِمام به دا ټولې مالِک خُدائ ته حاضرې کړى او د ګناه نذرانه او سوزېدونکې نذرانه به پېش کړى. 17 هغه به ګډ د سلامتۍ نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته قربانى کړى او د هغه پتيرې روټۍ سره به يې پېش کړى کومه چې په ټوکرۍ کښې ده، هغه به د غلې او د څښلو نذرانې هم حاضرې کړى. 18 هغه د نذير په حيثيت کس به د مقدسې خېمې په دروازه کښې خپل وېښتۀ کل کړى او په هغه اور کښې به يې واچوى چې په کوم د سلامتۍ نذرانه سوزولے شى. 19 بيا کله چې د ګډ د اوږې غوښه ويشولے شى، اِمام به دا راواخلى او په ټوکرۍ کښې چې کومې روټۍ دى د يوې ډبلې او د يوې نرۍ روټۍ سره به يې د هغه د نذير په حيثيت کس په لاسونو کښې کېږدى چا چې قسم کړے وو. 20 بيا به اِمام دا د يوې خاص تُحفې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کړى، دا د اِمام دپاره يوه مقدسه نذرانه ده، د دې نه علاوه د ګډ سينه او پتُون د قانون په مطابق د اِمام دى، نو بيا، هغه کس چې د نذير په حيثيت يې قسم خوړلے وو، مے څښلے شى. 21 دا اصُول د هغه کس دپاره دى کوم چې د نذير په حيثيت مالِک خُدائ ته قسم وکړى. د دې نه علاوه نورې نذرانې هم پېش کولے شى کۀ د هغۀ وس وى. خو هغوئ چې کومه وعده کړې وى نو هغه به خامخا پوره کوى.
22 بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل 23 چې هارون او د هغۀ زامن دې د بنى اِسرائيلو د برکت غوښتلو دپاره داسې وائى، 24 ”مالِک خُدائ دې تاسو له برکت درکړى او ستاسو خيال دې وساتى، 25 مالِک خُدائ دې د خپل مخ نُور په تاسو وځلوى او په تاسو دې رحم وکړى، 26 مالِک خُدائ دې ستاسو مل وى او تاسو له دې سلامتى درکړى.“ 27 او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”چې هغوئ په بنى اِسرائيلو باندې د برکت دپاره زما نوم اخلى، نو زۀ به هغوئ له برکت ورکړم.“
۱ بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف بيا ګناه وکړه، نو هغۀ فلستيان پرېښودل چې څلوېښت کاله پرې حکومت وکړى. ۲ په هغه وخت کښې د صُرعا په ښار کښې د دان قبيلې يو سړے وو چې نوم يې منوحه وو، د هغۀ ښځه شنډه وه او بچى يې نۀ وُو. ۳ د مالِک خُدائ فرښته هغې ته راڅرګنده شوه او ورته يې وفرمائيل، ”تۀ هيڅکله د بچو د پېدا کېدو جوګه شوې نۀ يې، خو تۀ به زر اُميدواره شې او يو زوئ به دې وشى. ۴ خيال کوه چې مے يا شراب ونۀ څښې او نۀ چې حرام څيز وخورې، ۵ او ستا د زوئ پېدا کېدو نه پس هيڅکله چې د هغۀ وېښتۀ پرې نۀ کړې، ځکه چې د هغۀ د پېدا کېدو د ورځې نه به هغه خُدائ پاک ته د نذير په حيثيت وقف وى. هغه به د فلستيانو نه د بنى اِسرائيلو بچ کول شروع کړى.“ ۶ بيا هغه ښځه لاړه او خپل خاوند ته يې ووئيل، ”د خُدائ پاک يو سړے ما له راغلو، هغه د خُدائ پاک د فرښتې په شان هيبتناک ښکارېدو. ما د هغۀ نه تپوس ونۀ وکړو چې د کوم ځائ نه راغلے يې، نو هغۀ ما ته خپل نوم هم ونۀ ښودلو. ۷ خو هغۀ ما ته وفرمائيل چې زۀ به اُميدواره شم او يو زوئ به مې وشى. هغۀ راته وفرمائيل چې مے يا شراب مۀ څښه او نۀ چې حرام څيز وخورې، ځکه چې تر کومې پورې هغه ماشوم ژوندے وى نو هغه به خُدائ پاک ته د نذير په حيثيت وقف وى.“ ۸ نو منوحه مالِک خُدائ ته سوال وکړو، ”مالِکه خُدايه، د خُدائ پاک هغه سړے کوم چې تا رالېږلے وو هغه پرېږده چې بيا مونږ له راشى او مونږ ته وښائى چې کله هغه هلک پېدا شى نو مونږ د هغۀ سره څۀ وکړُو.“ ۹ منوحه چې کوم سوال کړے وو نو خُدائ پاک هم هغه شان وکړل او چې کله هغه ښځه په پټو کښې ناسته وه نو د خُدائ پاک هغه فرښته ورله واپس راغله، خو د هغې خاوند منوحه د هغې سره نۀ وو. ۱۰ نو هغې سمدستى منډه کړه او خپل خاوند ته يې ووئيل، ”ګوره، هغه بله ورځ چې کوم سړے ما له راغلے وو هغه بيا ما ته څرګند شوے دے.“ ۱۱ منوحه پاڅېدو او خپلې ښځې پسې لاړو. هغه سړى له ورَغلو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”آيا تۀ هغه سړے يې څۀ چا چې زما د ښځې سره خبرې کولې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، زۀ هم هغه يم.“ ۱۲ نو منوحه ترې نه تپوس وکړو، ”کله چې ستا خبره رښتيا شى، نو د هغه هلک د ژوند اصُول به څۀ وى او د هغۀ کار به څۀ وى؟“ ۱۳ د مالِک خُدائ فرښتې ورته وفرمائيل، ”ستا ښځه به دا خبره يقينى کړى چې هغه هر څۀ وکړى چې څۀ ما ورته وئيلى دى. ۱۴ هغه به داسې يو څيز هم نۀ خورى چې د انګورو باغ نه راځى، هغه به يو قِسم مے هم نۀ څښى او نۀ به حرام څيز خورى. هغه به خامخا هغه هر څۀ کوى چې ما ورته وئيلى دى.“ 15-16 منوحه ته پته نۀ وه چې دا د مالِک خُدائ فرښته ده، نو هغۀ ورته ووئيل، ”مونږ سره لږ ايسار شه او مونږ پرېږده چې تا له يو د چېلۍ بچے پوخ کړُو.“ خو فرښتې ورته وفرمائيل، ”کۀ زۀ ستاسو سره ايساره شم، نو زۀ به ستاسو خوراک نۀ خورم. کۀ تاسو دا پَخول غواړئ، نو دا مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه وسوزوئ.“ 17 منوحه ورته ووئيل، ”مونږ ته خپل نوم وښايه، چې کله ستا خبره رښتيا شى نو مونږ به ستا عزت وکړُو.“ 18 فرښتې ورته وفرمائيل، ”تۀ زما د نوم تپوس ولې کوې؟ دا يو داسې عجيبه نوم دے چې تۀ به ورباندې پوهه نۀ شې.“ 19 نو منوحه د چېلۍ يو بچے او څۀ غله واخستله او د ګټ په قربانګاه باندې يې مالِک خُدائ ته پېش کړه. او چې کله منوحه او د هغۀ ښځې ورته کتل نو مالِک خُدائ يو عجيبه کار وکړو. 20-21 په کوم وخت کښې چې د قربانګاه نه لمبې ختلې، نو منوحه او د هغۀ ښځې وليدل چې د مالِک خُدائ فرښته د اور په لمبو کښې بره آسمان ته وختله او منوحه او د هغۀ ښځه پړمخې په زمکې پرېوتل. خو هغوئ هغه سړے بيا ونۀ ليدو نو هغوئ ته پته ولګېده چې دا د مالِک خُدائ فرښته وه. 22 منوحه خپلې ښځې ته ووئيل، ”په دې کښې څۀ شک نشته چې مونږ به مړۀ شُو، ځکه چې مونږ خُدائ پاک ليدلے دے.“ 23 خو ښځې يې جواب ورکړو، ”کۀ مالِک خُدائ زمونږ وژل غوښتلے، نو هغۀ به هيڅکله زمونږ نذرانې نۀ قبلولې، نو هغۀ به مونږ ته دا هر څۀ نۀ ښودلے او نۀ به يې راته دا خبرې کړې وې.“ 24 نو د هغۀ د ښځې يو زوئ وشو او سمسون نوم يې ورباندې کېښودو. هغه ماشوم لوئېدو او مالِک خُدائ برکت ورکړو. 25 او د مالِک خُدائ روح هغه په هغه وخت کښې تکړه کړو چې کله هغه د صُرعا او اِستال په مينځ کښې د دان په کېمپ کښې وو.
1 يوه ورځ سمسون تمنت ته لاړو، هلته يې يوه پېغله فلستى وليده. 2 هغه واپس کور ته لاړو او خپل مور پلار ته يې وفرمائيل، ”په تمنت کښې ما يوه فلستى جينۍ ليدلې ده او اوس هغه ما ته وادۀ کړئ.“ 3 خو مور پلار يې ورته ووئيل، ”ستا په خپلوانو يا زمونږ په ټولو خلقو کښې جينۍ نشته څۀ، چې تۀ خامخا ځې او په ناسنته فلستيانو کښې جينۍ کوې؟“ خو سمسون خپل پلار ته وفرمائيل، ”هغه جينۍ ما له وکړه ځکه چې هغه مې خوښه ده.“ 4 مور پلار ته يې دا پته نۀ وه چې په دې کار کښې د مالِک خُدائ لاس وو، ځکه چې مالِک خُدائ د فلستيانو سره د جنګ دپاره يوه موقع لټوله. په هغه وخت کښې فلستيانو په بنى اِسرائيلو باندې حکومت کولو. 5 نو سمسون د خپل مور پلار سره تمنت ته لاړو. کله چې هلته هغوئ د انګورو په باغونو کښې تېرېدل، هغۀ آواز واورېدو چې يو ځوان زمرے هغۀ ته مخامخ غوريږى. 6 د مالِک خُدائ روح ناڅاپه په هغۀ نازل شو او سمسون يې تکړه کړو او په تشو لاسونو يې زمرے ټوټې ټوټې کړو، لکه چې دا د چېلۍ بچے وى. خو هغۀ خپل مور پلار ته د دې په حقله ونۀ وئيل. 7 بيا هغه لاړو او د هغه جينۍ سره يې خبرې وکړې او هغه يې خوښه شوه. 8 يو څو ورځې پس سمسون د هغې سره وادۀ کولو دپاره واپس لاړو. په لاره کښې هغه راوګرځېدو چې د هغه ازمرى لاش وګورى چې کوم يې وژلے وو او هغۀ وليدل چې د دې په لاش کښې دننه ډېرې مچۍ او شات هم وُو. 9 هغۀ شات د لاسونو سره راوويستل او په روانه کښې يې خوړل. بيا هغۀ خپل مور او پلار له هم يوړل او لږ يې ترې نه ورکړل او هغوئ هم وخوړل، خو سمسون ونۀ فرمائيل چې دا شات يې د مړ ازمرى نه راويستلى دى. 10 د هغۀ پلار د هغه جينۍ کور ته لاړو او سمسون هلته لويه مېلمستيا وکړه. هلته د ځوانانو دا رِواج وو. 11 کله چې فلستيانو هغه وليدو، نو هغوئ دېرش ځوانان ملګرى ورولېږل چې د هغۀ سره ايسار شى. 12-13 سمسون هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ به ستاسو نه د يو سخت سوال تپوس وکړم. کۀ تاسو يې ما له د روټۍ په دې اوو ورځو کښې جواب راکړو، نو زۀ به تاسو له د کتان دېرش چُوغې او دېرش جوړه جامې درکړم. خو کۀ جواب مو رانۀ کړو نو ما له به تاسو د کتان دېرش چُوغې او دېرش جوړه جامې راکوئ.“ هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ ته خپل سخت سوال ووايه، چې مونږ يې واورو.“ 14 هغۀ ورته وفرمائيل، ”د خوړونکى نه د خوراک څۀ شے راووتلو، د تکړه شى نه څۀ خوږ شے راووتلو.“ درې ورځې وروستو هم هغوئ د دې سخت سوال جواب ورنۀ کړے شو. ۱۵ په څلورمه ورځ هغوئ د سمسون ښځې ته ووئيل، ”خپل خاوند وغولوه چې مونږ ته د دې سخت سوال مطلب وښائى. کۀ تا ونۀ ښودلو نو مونږ به ستا د پلار په کور اور ولګوو او تا به هم په کښې وسوزوو. تا مونږ د دې دپاره راغوښتى يُو څۀ چې غريبانان شُو؟ کۀ داسې نۀ ده؟“ ۱۶ نو د سمسون ښځه په ژړا هغۀ له ورغله او ورته يې ووئيل، ”تۀ زما سره مينه نۀ کوې. تۀ زما نه کرکه کوې. تا زما د خلقو نه د سخت سوال تپوس وکړو او ما ته دې ونۀ وئيل چې د دې مطلب څۀ دے.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”ګوره، ما خپل مور پلار ته هم نۀ دى وئيلى. نو زۀ تا ته ولې ووايم؟“ ۱۷ هغې د دې په حقله د خېرات په ټولو اوو ورځو کښې ژړل. خو په اوومه ورځ هغۀ ورته د دې سخت سوال مطلب وښودلو، ځکه چې هغې د دې په حقله هغه ډېر تنګ کړو. بيا هغې فلستيانو ته ووئيل. ۱۸ نو په اوومه ورځ د نمر پرېوتو نه مخکښې، د ښار سړو هغۀ ته ووئيل، ”د شاتو نه به خوږ څۀ شے وى؟ د ازمرى نه به تکړه څۀ شے وى؟“ سمسون ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”کۀ تاسو زما په غوا يوې نۀ وے کړے، نو تاسو به د دې سخت سوال جواب نۀ وے راکړے.“ ۱۹ د مالِک خُدائ روح ناڅاپه په هغۀ باندې راغلو او هغه يې تکړه کړو او هغه لاندې اسقلون ته لاړو، چرته چې يې دېرش سړى ووژل، جامې يې ترېنه وويستلې او د هغوئ جامې يې هغه سړو له ورکړې چا چې هغه سخت سوال حل کړے وو. د هغې نه پس هغه واپس د خپل پلار کور ته لاړو، چې څۀ شوى وُو په هغې باندې سخت غصه وو، ۲۰ او د سمسون ښځه هغه سړى له ورکړے شوه چې کوم د هغۀ په وادۀ کښې د هغۀ ښۀ ملګرے وو.
1 لږه موده وروستو سمسون د غنمو د لَو په وخت کښې د خپلې ښځې سره مِلاوېدو دپاره لاړو او يو د چېلۍ بچے يې ورله بوتلو. هغۀ د هغې پلار ته وفرمائيل، ”زۀ غواړم چې د خپلې ښځې کوټې ته لاړ شم او ورسره څملم.“ خو د هغې پلار هغه دننه نۀ پرېښودو. 2 هغۀ سمسون ته ووئيل، ”په حقيقت کښې زما خيال دا وو چې تۀ د هغې نه کرکه کوې، نو ما هغه ځکه ستا ښۀ ملګرى له ورکړه. خو کشره خور يې ترې نه ښائسته ده، د هغې په ځائ دا وکړه.“ 3 سمسون وفرمائيل، ”دا ځل چې زۀ د فلستيانو سره څۀ کوم نو د هغې اِلزام دې په ما نۀ شى لګولے.“ 4 نو هغه لاړو او درې سوه لومبړې يې ونيولې. د دؤو دؤو لومبړو لکۍ يې وتړلې او د دې په غوټو کښې يې چراغونه کېښودل. 5 بيا هغۀ چراغونه بل کړل او لومبړې يې د فلستيانو فصلونو طرف ته پرېښودلې. نو داسې هغه ګېډۍ شوے فصل او ولاړ فصل يې وسوزولو او د انګورو او زيتُونو باغونه يې هم ورسره وسوزول. 6 کله چې فلستيانو تپوس وکړو چې، ”دا چا کړى دى؟“ نو هغوئ خبر شول چې دا سمسون کړى دى، ځکه چې د تمنت يو سړى يعنې د هغۀ سخر، د سمسون ښځه د سمسون ملګرى له ورکړې وه. نو فلستيان لاړل او هغه ښځه او د هغې پلار يې په اور وسوزول. 7 سمسون هغوئ ته وفرمائيل، ”چې تاسو دا کار کړے دے نو په دې وجه زۀ قسم خورم چې تر هغې پورې به زۀ قلار نۀ شم چې ترڅو پورې مې ستاسو نه بدل نۀ وى اخستے.“ 8 نو هغۀ په دوئ باندې سخته حمله وکړه او ډېر کسان يې ترې نه ووژل. بيا هغه لاړو او د ايتام غر په يو غار کښې ايسار شو.
9 فلستيان راغلل او په يهوداه کښې يې خېمې ولګولې او د لحى په ښار يې حمله وکړه. 10 د يهوداه سړو د هغوئ نه تپوس وکړو، ”تاسو په مونږ باندې ولې حمله کوئ؟“ هغوئ په جواب کښې ورته ووئيل، ”مونږ د دې دپاره راغلى يُو چې سمسون قېدى بوځُو او هم هغه شان ورسره وکړُو چې څۀ يې زمونږ سره کړى وُو.“ 11 نو د يهوداه درې زره سړى د ايتام د غرۀ هغه غار ته لاړل او سمسون ته يې ووئيل، ”تا ته پته نشته څۀ چې فلستيان په مونږ باندې حکومت کوى؟ تا مونږ سره څۀ کړى دى؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ما د هغوئ سره هم هغه شان وکړل چې څۀ يې زما سره کړى وُو.“ 12 هغوئ ووئيل، ”مونږ دلته د دې دپاره راغلى يُو چې تا وتړُو، نو داسې به تا هغوئ ته په حواله کړُو.“ سمسون وفرمائيل، ”ما ته قسم وخورئ چې تاسو به په خپله ما نۀ وژنئ.“ 13 هغوئ ورته ووئيل، ”ټيک ده، مونږ به صِرف تا وتړُو او هغوئ ته به دې حواله کړُو. مونږ تا نۀ وژنو.“ نو هغوئ هغه په دؤو نوؤ پړو وتړلو او د غرۀ نه يې په زور بوتلو. 14 کله چې هغه لحى ته راغلو، نو فلستيانو د هغۀ طرف ته منډې وهلې او هغۀ ته يې چغې وهلې. د مالِک خُدائ روح ناڅاپه هغه تکړه کړو، نو هغۀ د خپلو لاسونو او مټو نه تاو شوى پړى داسې وشلول لکه چې سوزېدلى تارونه وى. 15 بيا هغۀ د خر د ژامنې يو تازه هډُوکے وموندو. هغه ورټيټ شو او راوچت يې کړو او زر سړى يې ورباندې ووژل. 16 او هغۀ ووئيل، ”د خر د ژامنې هډُوکى سره ما زر سړى ووژل، د خر د ژامنې هډُوکى سره ما هغوئ ډېرے ډېرے کړل.“ 17 د هغې نه پس هغۀ د ژامنې هډُوکے وغورزولو. چرته چې دا کار وشو نو د هغه ځائ نوم د ژامنې غر شو. 18 بيا سمسون سخت تږے شو، نو هغۀ مالِک خُدائ ته فرياد وکړو او وې فرمائيل، ”تا ما له دا لويه فتح راکړې ده، اوس زۀ د تندې نه مرم او د ناسنته په لاسونو کښې به وغورزېږم؟“ 19 نو خُدائ پاک هلته د لحى په زمکه کښې يو خالى ځائ کولاو کړو او اوبۀ ترې نه راووتلې. سمسون اوبۀ وڅښلې او تازه دم شو. نو هغۀ په دې باندې دا نوم کېښودو، ”د چغې وهونکى چينه“ او دا تر اوسه پورې په لحى کښې ده. 20 د فلستيانو په دور کښې سمسون شل کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو.
1 سمسون يوه ورځ فلستى ښار غزه ته لاړو، هلته د يوې کنجرې سره مِلاو شو او د هغې سره څملاستو. 2 د غزه خلقو ته پته ولګېده چې سمسون هلته دے، نو هغوئ هغه ځائ نه ګېره واچوله او د ښار په دروازه کښې يې ټوله شپه د هغۀ اِنتظار وکړو. ټوله شپه هغوئ غلى وُو، د خپلو ځانونو سره يې دا سوچ کولو چې، ”د سحر رڼا پورې به مونږ اِنتظار وکړُو او بيا به هغه ووژنو.“ 3 خو سمسون تر نيمې شپې پورې د کنجرې سره پروت وو. بيا هغه پاڅېدو او د ښار دروازه يې ونيوله او د تمبو، دُرشلو، تالو او هر څۀ سره يې وويستله. هغۀ دا په خپلو اوږو باندې کېښودل او د هغه غر سر پورې يې يوړل چرته نه چې حبرون ښکارېدو.
4 د هغې نه پس، سمسون په يوه ښځه باندې مئين شو چې نوم يې دليله وو، چې هغه د سورِق په مېدان کښې اوسېده. 5 هغه پينځۀ فلستى بادشاهان هغې له لاړل او ورته يې ووئيل، ”سمسون وغولوه چې تا ته ووائى چې هغه دومره تکړه ولې دے او مونږ په هغۀ باندې څنګه غالِب راتلے شُو، چې وې تړُو او کمزورے يې کړُو. مونږ هر يو به تا له يوولس سوه د سپينو زرو سيکې درکړُو.“ 6 نو دليلې سمسون ته ووئيل، ”مِهربانى وکړه ما ته ووايه چې تۀ په څۀ څيز دومره تکړه يې. کۀ څوک تا تړل او کمزورے کول وغواړى نو هغه داسې څنګه کولے شى؟“ 7 سمسون ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”کۀ هغوئ د ليندې په اوو نوؤ مزو باندې ما وتړى چې هغه تازه وى او اوچ شوى نۀ وى، نو زۀ به د نورو په شان کمزورے شم.“ 8 نو فلستى بادشاهانو دليلې له د ليندې اووۀ مزى راوړل چې اوچ شوى نۀ وُو او هغې پرې سمسون وتړلو. 9 په بله کوټه کښې د هغې څۀ سړو اِنتظار کولو، نو هغې چغه کړه، ”سمسونه، ستا د نيولو دپاره فلستيان راغلى دى.“ خو هغۀ د ليندې مزى داسې وشلول لکه چې په تارونو باندې اور ولګى او وشليږى. خو هغوئ ته بيا هم د هغۀ د طاقت د راز پته ونۀ لګېده. 10 دليلې سمسون ته ووئيل، ”ګوره، تا زما نه بېوقوفه جوړه کړې ده او ما ته دې دروغ ووئيل. اوس ما ته ووايه چې تۀ څنګه ښۀ تړلے کېدے شې.“ 11 هغۀ ورته وفرمائيل، ”کۀ هغوئ ما په داسې رسو باندې وتړى چې هيڅکله هم استعمال شوې نۀ وى، نو زۀ به د نورو په شان کمزورے شم.“ 12 نو دليلې نوې رسۍ راوړې او هغه يې پرې وتړلو. بيا هغې چغه کړه، ”سمسونه، ستا د نيولو دپاره فلستيان راغلى دى.“ هغه سړو په بله کوټه کښې اِنتظار کولو. نو هغۀ رسۍ د تارونو په شان د خپلو مټو نه وشلولې. 13 دليلې سمسون ته ووئيل، ”تا تر اوسه پورې زما نه کم عقله جوړه کړې ده او ما ته دروغ وائې. ما ته ووايه چې تۀ څنګه ښۀ تړلے کېدے شې.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”کۀ تۀ زما د وېښتو اووۀ کونسۍ د جامو په خپله کډۍ کښې وګنډې او د کډۍ په سيخ پورې يې وتړې، نو زۀ به د نورو په شان کمزورے يم.“ 14 دليلې هغه په آرام سره اودۀ کړو، د هغۀ د وېښتو اووۀ کونسۍ يې وګنډلې او د کډۍ په سيخ پورې يې وتړلې او چغه يې کړه، ”سمسونه، ستا د نيولو دپاره فلستيان راغلى دى.“ خو هغه پاڅېدو او خپل وېښتۀ يې د هغه کډۍ نه خلاص کړل. 15 نو هغې ورته ووئيل، ”تۀ څنګه وائې چې زما سره مينه کوې، کله چې تۀ په ما اعتبار هم نۀ کوې؟ تا درې ځل زما نه کم عقله جوړه کړه او تا بيا هم ما ته ونۀ وئيل چې تۀ په څۀ باندې دومره تکړه يې.“ 16 هغې به هره ورځ د هغۀ نه تپوس کولو. هغې هغه دومره تنګ کړے وو چې پوزې له ترې راغلو. 17 نو سمسون آخر کښې هغې ته رښتيا وئيل، ”زما وېښتۀ هيڅکله هم نۀ دى کل شوى. زما د پېدا کېدو د وخت نه زۀ خُدائ پاک ته د نذير په حيثيت وقف يم. کۀ زما وېښتۀ کل شوى وے، نو زما طاقت به ختم شوے وو او د نورو په شان به کمزورے وم.“ 18 کله چې دليلې ته پته ولګېده چې هغۀ ورته ټول راز وښودلو، نو هغې فلستى بادشاهانو ته يو پېغام ولېږلو او ورته يې ووئيل، ”تاسو يو ځل بيا راشئ. سمسون ما ته رښتيا وئيلى دى.“ نو هغوئ راغلل او د ځان سره يې پېسې هم راوړې. 19 دليلې په آرام سره سمسون په خپل غېږ کښې اودۀ کړو او بيا يې سړے راوغوښتلو، چې هغۀ د سمسون د وېښتو اووۀ څڼې کلې کړې. نو داسې هغه يې په تکليف کښې واچولو ځکه چې د هغۀ طاقت ختم شو. 20 بيا هغې چغه کړه، ”سمسونه، ستا د نيولو دپاره فلستيان راغلى دى.“ هغه پاڅېدو او خيال يې دا وو چې زۀ به د مخکښې په شان ځان خلاص کړم او آزاد به شم. خو هغۀ ته پته نۀ وه چې مالِک خُدائ هغه پرېښے وو. ۲۱ فلستيانو هغه ونيولو او سترګې يې ترې نه وويستلې. هغه يې غزه ته بوتلو او د زېړو په زنځيرونو باندې يې وتړلو او په قېد کښې ترې نه د مېچنې د تاوولو کار اخستلو. ۲۲ خو د هغۀ وېښتۀ بيا راوشول.
۲۳ فلستى بادشاهان راغونډ شول چې جشن وکړى او خپل خُدائ دجون ته يوه لويه قربانى پېش کړى. هغوئ ووئيل، ”زمونږ خُدائ مونږ له زمونږ په دشمن سمسون باندې فتح راکړې ده.“ 24-25 نو هغوئ خوشحالى کوله او هغوئ ووئيل، ”سمسون راوغواړئ او راځئ چې په هغۀ پورې ټوقې وکړُو.“ کله چې هغوئ سمسون د قېد نه راوويستلو، نو هغوئ ورپورې ټوقې کولې او د ستنو په مينځ کښې يې ودرولے وو. کله چې خلقو هغه ولېدلو، نو هغوئ د خپل خُدائ ثناء صِفت کولو، ”زمونږ خُدائ زمونږ په دشمن باندې فتح راکړې ده، چا چې زمونږ مُلک وران کړو او زمونږ ډېر کسان يې ووژل.“ 26 سمسون هغه هلک ته وفرمائيل چا چې لاس نيولے روان کړے وو چې، ”ما پرېږده چې په هغه ستنو باندې لاس ولګوم چې په کومو باندې دا کور ولاړ دے. زۀ په دې باندې تکيه لګول غواړم.“ 27 هغه ځائ د ښځو او سړو نه ډک وو. پينځۀ واړه فلستى بادشاهان هم هلته وُو او هلته په چت باندې تقريباً درې زره ښځې او سړى وُو، هغوئ کتل چې په سمسون پورې ټوقې کېدلې. 28 سمسون سوال وکړو، ”اے مالِکه خُدايه پاکه، لږ ما راياد کړه، خُدايه پاکه. زۀ تا ته سوال کوم چې يو ځل بيا ما له طاقت راکړه، نو چې په دې يو وار د فلستيانو نه د خپلو دوو سترګو بدل واخلم.“ 29 نو سمسون هغه دوه مينځنۍ ستنې ونيولې چې په کومو باندې هغه آبادى ولاړه وه. په دواړو باندې يې يو يو لاس کېښودو 30 او چغه يې کړه، ”پرېږده چې د فلستيانو سره مړ شم.“ هغۀ د خپل ټول زور سره ستنو له ديکه ورکړه او هغه بُتخانه په هغه پينځو بادشاهانو او په نورو ټولو کسانو باندې راوغورزېده. سمسون د خپل مرګ په وخت د هغې نه زيات خلق ووژل چې څومره هغۀ په خپل ژوند کښې وژلى وُو. 31 د هغۀ وروڼه او د هغۀ د خاندان نور کسان د هغۀ لاش وړلو له راغلل. هغه يې واپس يوړو او د صُرعا او اِستال په مينځ کښې د خپل پلار منوحه په قبر کښې يې ښخ کړو. هغه شل کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو.
۲۱ فلستيانو هغه ونيولو او سترګې يې ترې نه وويستلې. هغه يې غزه ته بوتلو او د زېړو په زنځيرونو باندې يې وتړلو او په قېد کښې ترې نه د مېچنې د تاوولو کار اخستلو.
شمېر ۶ · قاضيانو ۱۳–۱۶ · قاضيانو ۱۶:۲۱ · PYPB
سمسون په خپل ژوند کې د خدای ځانګړې بلنه درلوده. هغه په انجیل کې له دریو کسانو څخه یو دی چې له زیږون څخه نذیر و: پیغمبر سموئیل او یوحنا بپتسمه ورکوونکی نور دوه وو. په نورمال ډول، نذیرت یو داوطلبانه نذر و، او دا د محدود وخت لپاره و (شمیرې 6)، مګر سمسون، لکه سموئیل او یوحنا چې له هغه وروسته راغلل، له رحم څخه تر مرګ پورې نذیر و.
نذیر هغه څوک و چې څښتن ته د بشپړ جلا کیدو اصول یې مجسم کړل. خدای په هغو کسانو کې جلا کیدل غواړي چې هغه یې د خدمت د لوښو په توګه کاروي. د سمسون کیسه چې په قاضیانو 13-16 کې ثبت شوې ده یوه ډیره غمجنه کیسه ده ځکه چې هغه د نافرمانۍ او ګناهکار چلند له لارې خپل نذیرت ناپاک کړ. په پای کې، هغه د خپل ځواک راز څرګند کړ، او په پای کې یې د فلسطینیانو په لاس خپله سترګې له لاسه ورکړې (16:21). دا د سمسون په ژوند کې د خدای حکومت و - فزیکي ړوندتوب د هغه روحاني سقوط منعکس کړ.
په بند کې، د سمسون ویښتان بیا وده پیل کړه، لکه څنګه چې د هغه ځواک هم. فلسطینیانو سمسون له زندان څخه وایست او خپل معبد ته یې راوړ ترڅو هغه «اجرا» وکړي پداسې حال کې چې دوی خپل خدای، داګون، ستاینه کوله. سمسون یو ځل بیا خدای ته غږ وکړ: «ای څښتنه خدایه، ما په یاد ولره، زه دعا کوم!» خدای ځواب ورکړ او سمسون معبد په خپلو دښمنانو راوغورځاوه، «نو هغه مړي چې هغه په خپل مرګ کې ووژل، د هغه څخه ډیر وو چې هغه په خپل ژوند کې وژلي وو» (16:30).
سمسون په عبرانیانو 11:32 کې په ایمان سره اعتبار لري. په دې توګه، هغه د مسیح یو ډول په توګه لیدل کیدی شي، چا چې د مرګ له لارې «هغه څوک چې د مرګ ځواک یې درلود، یعنی شیطان» له منځه یوړ (عبرانیانو 2:14). خدای سمسون ته په مرګ کې بریا ورکړه. د څښتن په دې ورځ، راځئ چې خپل لوی فاتح، د خدای ریښتینی نذیر، وستایو، چا چې د خپل خیانت په شپه وویل، «ما په یاد ولره،» لکه څنګه چې د هغه مرګ نږدې کیده.