ورځنۍ رڼا, اپریل ۲۵: متى ۱:۲۱

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

د هغې به زوئ وشى او تۀ پرې عيسىٰ نوم کېږده، ولې چې هغه به خپل اُمت د ګناهونو نه خلاصوى.“

تاسو ته پته ده چې مسيح ځکه راغلو چې ګناهونه اخوا کړى.

هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو.

نو په دې وجه هغه اوس او همېشه کولے شى چې څوک هم د هغۀ په وسيله خُدائ پاک ته راځى هغه هغوئ ته خلاصون ورکولے شى ځکه چې هغه د هغوئ د شفاعت دپاره همېشه ژوندے دے.

خو زمونږ د ګناه په وجه هغه زخمى شو، زمونږ د بغاوت په وجه هغه چخڼى کړے شو. چې کومه سزا ورکړے شوه نو د هغې په وجه مونږ ته شفا مِلاو شوه، هغۀ چې کوم وهل وخوړل نو د هغې په وجه مونږ روغ شُو. ... خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.

د پخوا نه دا ليکلے شوى دى چې مسيح به زحمت وزغمى او په درېمه ورځ به د مړو نه بيا ژوندے پاڅى. او د هغۀ په نامه به ټولو قومونو ته د ګناهونو نه د توبې او د معافۍ وعظ کولے شى.

خو داسې نۀ ده هغه اوس په يو ځل د زمانې په آخر د ټولو دپاره راښکاره شو چې د خپلې قربانۍ په وسيله ګناه ختمه کړى.

بيا خُدائ پاک هغه اوچت کړو او د سردار او خلاصونکى په طور يې خپل ښى لاس ته کښېنولو دپاره د دې چې هغه بنى اِسرائيلو ته د توبې ويستو موقع ورکړى او ګناهونه يې معاف کړى.

زۀ غواړم چې تاسو پوهه شئ چې د عيسىٰ په وسيله تاسو ته د ګناهونو د معافۍ اعلان کيږى. او هر څوک چې په عيسىٰ ايمان راوړى، د هغۀ په وسيله به د هغۀ هره هغه ګناه معاف شى کومه چې د موسىٰ په شريعت کښې معاف کېدے نۀ شوله.

زۀ تاسو ته ليکم ځکه چې ستاسو ګناهونه د مسيح په نوم معاف کړے شوى دى.

ځکه چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د فضل نه خبر يئ. کۀ څۀ هم چې هغه غنى وو خو هغه ستاسو دپاره غريب شو، د دې دپاره چې د هغۀ د غربت په وسيله تاسو مالدار شئ.

ځکه چې د خُدائ پاک دا خوښه وه چې د هغۀ ټول الوهيت دې په مسيح کښې وى.

هغه د خُدائ د جلال مظهر او هغه د خُدائ د ذات تصوير دے او هغه ټول کائنات په خپل زورَور کلام سمبالوى. کله چې هغۀ زمونږ ګناهونه پاک کړل نو په آسمان کښې د قادر مطلق خُدائ ښى لاس ته کښېناستو. نو څنګه چې زوئ د فرښتو نه لوئ دے نو دغه شان د هغۀ نوم د هغوئ نه لوئ دے کوم چې هغۀ ته په ميراث کښې مِلاو شوے دے.

هغه اګر کۀ د خُدائ پاک په صورت وو خو د خُدائ پاک سره د برابرېدلو کوشش يې ونۀ کړو. بلکې خپل ځان يې خالى کړو او د غلام شکل يې اختيار کړو.

د لومبړو خپل غارونه وى او د مارغانو جالې، خو اِبن آدم دومره ځائ قدرې هم نۀ لرى چې سر پرې ولګوى.

ځکه چې ټول هر څۀ ستاسو دى، نو کۀ پولوس وى او کۀ اپولوس، کۀ پطروس، او کۀ دُنيا، ژوند وى يا مرګ، کۀ موجوده وخت وى او يا آئنده وخت وى دا ټول هر څۀ ستاسو دى، او تاسو د عيسىٰ مسيح يئ او مسيح د خُدائ پاک دے.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ