۲۰۲۴ اپریل ۲۷
ورځنۍ رڼا, اپریل ۲۸: هغۀ وفرمائيل چې، وګورئ (يوحنا ۱:۲۹)
ورځنۍ رڼا
هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ.
يوحنا ۱:۲۹
ځکه چې دا ممکنه نۀ ده چې د غوَيانو او چېلو وينه ګناهونه لرې کړى. ځکه خو کله چې مسيح دُنيا ته راغلو نو هغۀ وفرمائيل چې، ”تا قربانى او نذرانه خوښه نۀ کړه بلکې تا زما دپاره يو بدن تيار کړو. په سوزېدلې نذرانه او د ګناه په نذرانه تۀ خوشحاله نۀ وې. بيا ما وفرمائيل، وګوره خُدايه پاکه، زۀ راغلم چې ستا مرضى پوره کړم، اے خُدايه پاکه، د کِتاب مقدس په پاڼو کښې يې زما په حقله دا ليکلى دى.“
عبرانيان ۱۰:۴–۷
هغۀ باندې ظلم زياتے وشو، خو هغۀ په خولۀ باندې هيڅ هم ونۀ وئيل. لکه چې يو ګډُورے د حلالولو دپاره بوتلے شى، لکه چې يوه ګډه د وړۍ کلولو والا په مخکښې خاموش وى، نو هم هغه شان هغۀ د خولې نه يوه خبره هم نۀ ويستله.
يشعياه ۵۳:۷
نو تاسو په دې پوهه يئ چې خُدائ پاک ستاسو په ځائ فديه ورکړه چې تاسو له د هغه بېفائدې ژوندون خلاصون درکړى کوم چې تاسو ته ستاسو د پلار نيکونو نه په ميراث کښې پاتې شوے وو. ... بلکې د مسيح قيمتى وينه وه. هم هغه لکه د روغ رمټ او بېداغه ګډُورى په شان قربان شو. ... خو په آخره زمانه کښې ستاسو دپاره ښکاره شو، د هغۀ په وسيله تاسو په هغه خُدائ ايمان راوړو چا چې هغه د مړو نه بيا راژوندے کړو او جلال يې ورکړو د دې دپاره چې ستاسو ايمان او اُميد په خُدائ پاک وى.
اول پطروس ۱:۱۸–۲۱
هغه ګډُورے چې حلال کړے شو، د دې لائق دے چې ټول قُدرت، دولت، حِکمت، لوئى، عزت، جلال او برکت حاصل کړى.
رويا ۵:۱۲
خو زۀ به همېشه دپاره ستا نه اُميد کوم، زۀ به ستا ثناء صِفت ډېر ډېر کوم.
زبور ۷۱:۱۴
زۀ دا نۀ وايم چې ما دا هر څۀ حاصل کړى دى او يا زۀ کمال ته ورسېدم.
فيليپيانو ۳:۱۲
نو راځئ چې د مسيح په حقله د ابتدائى تعليم خبرې پرېږدو او د بلوغيت په طرف قدم اوچت کړُو. مونږ ته د دې ابتدائى کارونو د بار بار کولو ضرورت نشته لکه د شرارت اميز عملونو نه توبه کول او په خُدائ پاک ايمان راوړل.
عبرانيان ۶:۱
د صادقانو لار د سحر د رڼا په شان ده، تر هغې ځليږى او لا نوره هم زياتيږى ترڅو چې د ورځې رڼا نۀ وى راښکاره شوى.
متلونه ۴:۱۸
د مالِک خُدائ سره مينه کوم ځکه چې هغۀ زما سوال زارى اورېدلې ده، هغۀ زما سوال زارى د رحم دپاره اورېدلې ده. ځکه چې هغه اوس په ما خيال ساتى او خپل غوږ يې ما ته راړولے دے، ترڅو چې زۀ ژوندے يم زۀ به هغۀ نه سوال کوم.
زبور ۱۱۶:۱–۲
هر وخت به زۀ د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم، زۀ به په خپله ژبه ټول عمر د هغۀ ثناء صِفت کوم.
زبور ۳۴:۱
په صيون کښې، پاکه خُدايه.
زبور ۶۵:۱
شپه او ورځ بغېر د دمې يې دا ثنا وئيله، قُدوس، قُدوس، قُدوس، قادر مطلق خُدائ پاک، هغه چې وو.
رويا ۴:۸
څوک هم چې د شُکر ګزارۍ قربانى کوى نو زما احترام کوى.
زبور ۵۰:۲۳
او همېشه خوشحاله اوسئ. په دُعا کښې ناغه مۀ کوئ. په هر حال کښې شُکر کوئ ځکه چې دا په عيسىٰ مسيح کښې ستاسو دپاره د خُدائ پاک رضا ده.
اول تِسالونيکيان ۵:۱۶–۱۸
همېشه په مالِک کښې خوشحالى کوئ، او بيا هم وايم چې خوشحالى کوئ.
فيليپيانو ۴:۴
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ اپریل ۲۶
غزلې ۲:۶ · ګردان ۳۳:۲۷
۲۰۲۴ اپریل ۲۵
متى ۱:۲۱ · اول يوحنا ۳:۵
۲۰۲۴ اپریل ۲۴
پېدايښت ۲۱:۱ · زبور ۶۲:۸
۲۰۲۴ اپریل ۲۳
زبور ۱۸:۱۸ · يرمياه ۳:۲۳
۲۰۲۴ اپریل ۲۲
ليويانو ۱:۳–۴ · پېدايښت ۲۲:۸
۲۰۲۴ اپریل ۲۱
فيليپيانو ۴:۱ · ايُوب ۲۳:۱۱
