۲۰۲۴ اپریل ۲۶
ورځنۍ رڼا, اپریل ۲۷: خو اے وروڼو او خوېندو (اول کورنتيان ۷:۲۹)
ورځنۍ رڼا
خو اے وروڼو او خوېندو.
اول کورنتيان ۷:۲۹
يو فانى انسان، د مور د خېټې نه پېدا، د يو څو ورځو مېلمه او د تکليفونو نه ډک، د يو ګل په شان راوټوکيږى او مړاوے شى، هغه د سورى په شان منډه وهى زر زر ختميږى.
ايُوب ۱۴:۱–۲
دُنيا او د هغې شوق تېرېدونکى دى، خو څوک چې د خُدائ پاک په مرضۍ عمل کوى هغه به تل تر تله ژوندے وى.
اول يوحنا ۲:۱۷
او لکه څنګه چې ټول خلق په آدم کښې مړۀ کيږى، نو دغه شان به ټول په مسيح کښې بيا راژوندى کيږى ... په مرګ فتح غالبه شوه.
اول کورنتيان ۱۵:۲۲, ۵۴
ځکه چې زمونږ ژوند او مرګ د مالِک د لويئ دپاره دے نو کۀ مونږ مړۀ کيږُو او کۀ ژوندى کيږُو نو د مالِک يُو.
روميان ۱۴:۸
مسيح زما دپاره ژوندون دے او مرګ زما دپاره ګټه ده.
فيليپيانو ۱:۲۱
نو په دې وجه خپله زړۀ ورتيا مۀ پرېږدئ ځکه چې د دې ډېر اجر دے. نو تاسو ته د صبر ضرورت دے نو چې کله تاسو د خُدائ پاک مرضى پوره کړئ نو تاسو به دا لوظ کړے شوى څيزونه حاصل کړئ. ځکه، ”اوس ډېر لږ وخت دے چې څوک چې راتلونکے دے هغه به راشى او ايسار به نۀ شى.
عبرانيان ۱۰:۳۵–۳۷
شپه په ختمېدو ده، ورځ په راتلو ده، نو راځئ چې مونږ د تيارې د کارونو نه لاس واخلو او د رڼا په وسله ځان سمبال کړُو.
روميان ۱۳:۱۲
د ټولو څيزونو خاتمه رانزدې ده، نو په دې وجه خپل ځان ساتئ او د دُعا کولو دپاره په هوش کښې اوسئ.
اول پطروس ۴:۷
هر هغه څوک چې کامياب شى نو زۀ به هغوئ ته پټ شوى من او يو سپين کاڼے ورکړم او په هغه سپين کاڼى به يو نوے نوم ليکلے شوے وى چې صرف هغه چا ته يې پته ده چا ته چې دا کاڼے ورکړے شوے وى.
رويا ۲:۱۷
په اَنطاکيه کښې مريدانو ته په اول ځل عيسايان ووئيلے شُو.
اعمال ۱۱:۲۶
څوک چې د هغۀ دى د مالِک نوم اخلى، هغه دې د شرارت نه واوړى.
دوېم تيموتيوس ۲:۱۹
او څوک چې د عيسىٰ مسيح دى نو هغوئ د خپل د ګناه د فطرت ټول شوقونه او خواهشونه په سولۍ کړى دى.
ګلتيان ۵:۲۴
ځکه چې خُدائ پاک تاسو په بيعه اخستى يئ، نو په دې وجه خپل بدن کښې خُدائ پاک ته جلال ورکړئ.
اول کورنتيان ۶:۲۰
خو خُدائ دې نۀ کړى چې زۀ بې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د سولۍ نه په بل څۀ فخر وکړم، د چا د صليب په وجه دُنيا زما دپاره په سولۍ شوه او زۀ د دُنيا دپاره په سولۍ شوم. ځکه چې د سنتېدو او ناسنتېدو څۀ اهميت نشته، بلکې اهم کار نوے خلقت دے.
ګلتيان ۶:۱۴–۱۵
لکه د خُدائ پاک د ګرانو بچو په شان، نو هغه د خپل ژوند مثال وګرځوئ. او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو. خو ستاسو په مينځ کښې دې د زناکارۍ، يا د څۀ قِسم ناپاکۍ، يا لالچ ذکر قدرې هم نۀ وى، ځکه چې دا د خُدائ پاک د مقدسينو دپاره مناسب نۀ دى. ... خو اوس تاسو په خپله په مالِک نُور يئ. نو اوس د نُور د بچو په شان ژوند تېروئ.
اِفِسيانو ۵:۱–۳, ۸
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ اپریل ۲۵
متى ۱:۲۱ · اول يوحنا ۳:۵
۲۰۲۴ اپریل ۲۴
پېدايښت ۲۱:۱ · زبور ۶۲:۸
۲۰۲۴ اپریل ۲۳
زبور ۱۸:۱۸ · يرمياه ۳:۲۳
۲۰۲۴ اپریل ۲۲
ليويانو ۱:۳–۴ · پېدايښت ۲۲:۸
۲۰۲۴ اپریل ۲۱
فيليپيانو ۴:۱ · ايُوب ۲۳:۱۱
۲۰۲۴ اپریل ۲۰
ګردان ۱۳:۱۷ · دوېم کورنتيان ۶:۱۷
