۲۰۲۴ اپریل ۲۹
ورځنۍ رڼا, اپریل ۳۰: صبرناک سړے لويه پوهه لرى (متلونه ۱۴:۲۹)
ورځنۍ رڼا
خو څوک چې د هغۀ په کلام عمل کوى نو په دغه کس کښې د خُدائ پاک مينه کامله شوې ده.
اول يوحنا ۲:۵
اوس دې د سلامتۍ خُدائ پاک چا چې د تل د لوظ د وينې په وسيله زمونږ مالِک عيسىٰ چې لوئ شپون دے د مرګ نه بيا راژوندے کړو، هغه دې د خپلې رضا پوره کولو دپاره تاسو ته هر څۀ درکړى او هغه دې د عيسىٰ مسيح په وسيله مونږ کښې هغه کارونه وکړى څۀ چې د هغۀ خوښ وى. د هغۀ حمد و ثنا دې تل تر تله وى. آمين.
عبرانيان ۱۳:۲۰–۲۱
کۀ مونږ د هغۀ په حکمونو عمل کوُو نو دا د دې خبرې ثبوت دے چې مونږ هغه پېژنو.
اول يوحنا ۲:۳
څوک چې زما سره مينه کوى، هغوئ به زما په کلام عمل کوى او زما پلار به د هغوئ سره مينه کوى، او زۀ او پلار به هغوئ ته ورشو او د هغوئ سره به اوسو.
يوحنا ۱۴:۲۳
څوک هم چې په مسيح کښې اوسى، هغه به ګناه نۀ کوى، خو څوک چې په ګناه کښې لګيا وى، نۀ هغۀ مسيح ليدلے او نۀ يې پېژنى. زما بچو، څوک دې هم تاسو دوکه نۀ کړى ځکه چې څوک هم صداقت کوى هغه صادق دے لکه چې مسيح صادق دے.
اول يوحنا ۳:۶–۷
او په دې طريقه مينه په مونږ کښې کامله شوې ده د دې دپاره چې د عدالت په ورځ مونږ زړۀور يُو، نو دا ځکه چې مونږ په دُنيا کښې د عيسىٰ په شان ژوند تېروو.
اول يوحنا ۴:۱۷
صبرناک سړے لويه پوهه لرى.
متلونه ۱۴:۲۹
مالِک خُدائ د هغۀ په مخکښې تېر شو او دا آواز يې وکړو، ”زۀ، مالِک خُدائ، هغه خُدائ پاک يم چې د رحم او ترس نه ډک يم.
هِجرت ۳۴:۶
مالِک په خپل لوظ کښې سستى نۀ کوى لکه چې بعضې خلقو ته سستى ښکارى بلکې هغه ستاسو په حقله صبر کوى، او هغه غواړى چې څوک هم هلاک نۀ شى بلکې چې ټول توبه وباسى.
دوېم پطروس ۳:۹
لکه د خُدائ پاک د ګرانو بچو په شان، نو هغه د خپل ژوند مثال وګرځوئ. او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو.
اِفِسيانو ۵:۱–۲
خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه، خوشحالى، سکون، صبر، مهربانى، ښېګړه، وفادارى، نرمى او پرهيزګارى ده. يو شريعت هم د داسې کارونو خلاف نۀ دے.
ګلتيان ۵:۲۲–۲۳
نو کۀ څوک د خُدائ پاک د مرضى خيال ساتى او په ناحقه مصيبتونه او دردونه زغمى نو دا د هغۀ دپاره د خُدائ پاک فضل دے ... خو کۀ په نېکۍ کولو مصيبت وزغمئ نو دا ستاسو دپاره د خُدائ پاک فضل دے ... ځکه چې مسيح هم ستاسو دپاره مصيبت وزغملو او تاسو ته يې يو مثال قائم کړو نو چې تاسو د هغۀ په نقش قدم تلل پرې نۀ ږدئ. نۀ هغۀ د کنځلو په بدل کښې کنځل کول او نۀ يې په مصيبتونو زغملو چا ته دهمکى ورکوله بلکې هغۀ خپل ځان رښتونى اِنصاف کوونکى ته وسپارلو.
اول پطروس ۲:۱۹–۲۱, ۲۳
د غصې په وخت کښې ګناه مۀ کوئ او خپله غصه د نمر د پرېوتو نه اخوا مۀ پرېږدئ.
اِفِسيانو ۴:۲۶
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ اپریل ۲۸
يوحنا ۱:۲۹ · عبرانيان ۱۰:۴–۷
۲۰۲۴ اپریل ۲۷
اول کورنتيان ۷:۲۹ · ايُوب ۱۴:۱–۲
۲۰۲۴ اپریل ۲۶
غزلې ۲:۶ · ګردان ۳۳:۲۷
۲۰۲۴ اپریل ۲۵
متى ۱:۲۱ · اول يوحنا ۳:۵
۲۰۲۴ اپریل ۲۴
پېدايښت ۲۱:۱ · زبور ۶۲:۸
۲۰۲۴ اپریل ۲۳
زبور ۱۸:۱۸ · يرمياه ۳:۲۳
