۲۰۲۴ مۍ ۱
ورځنۍ رڼا, مۍ ۲: د بُتانو نه ځان وساتئ (اول يوحنا ۵:۲۱)
ورځنۍ رڼا
بېشکه چې مالِک خُدائ دلته دے، هغه په دې ځائ کښې دے، خو ما ته پته نۀ وه.
پېدايښت ۲۸:۱۶
نو کۀ چرې دوه يا درې تنه چرته هم زما په نوم يو ځائ شى نو زۀ به د دوئ په مينځ کښې يم.“
متى ۱۸:۲۰
او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“
متى ۲۸:۲۰
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به په خپله تا سره ځم او زۀ به تا له آرام درکړم.“
هِجرت ۳۳:۱۴
زۀ به ستا د روح نه چرته لاړ شم؟ ستا د حضور نه به چرته وتښتم؟ کۀ چرې زۀ آسمان ته هم وخېژم، تۀ هلته يې، کۀ چرې زۀ په قبر کښې هم څملم، ته هلته يې.
زبور ۱۳۹:۷–۸
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ هغه خُدائ پاک يم چې هر چرته حاضر ناظر يم نه چې په يو ځائ کښې. ولې داسې څوک شته چې زما نه خپل ځان چرته پټ کړى او زۀ هغه ونۀ وينم؟“ مالِک خُدائ فرمائى. ”ولې زۀ په هر ځائ زمکه او آسمان کښې نۀ يم څۀ؟“ مالِک خُدائ فرمائى.
يرمياه ۲۳:۲۳–۲۴
تۀ په زمکه باندې نۀ شې اوسېدې، ځکه چې ټول آسمان ستا د ځائېدو دپاره کافى نۀ دے، نو دا کور به څنګه کافى وى چې کوم ما جوړ کړے دے؟
اول بادشاهان ۸:۲۷
زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم.
يشعياه ۵۷:۱۵
نو مونږ په خپله د ژوندى خُدائ پاک کور يُو لکه څنګه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به په خپله په هغوئ کښې اوسم او په هغوئ کښې به ګرځم، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما خلق وى.“
دوېم کورنتيان ۶:۱۶
د بُتانو نه ځان وساتئ.
اول يوحنا ۵:۲۱
زما زويه، خپل زړۀ ما ته راکړه او ما ته وګوره او په خوشحالۍ سره زما په طريقو باندې عمل وکړه.
متلونه ۲۳:۲۶
د آسمانى څيزونو په حقله سوچ کوئ او د دُنياوى څيزونو په حقله سوچ مۀ کوئ.
کولوسيان ۳:۲
”اے بنى آدمه، دې مشرانو په خپل زړۀ کښې بُتانو له ځائ ورکړے دے او هغوئ هغه د خپل ځان په وړاندې د ګناه او تيندک خوړلو سبب ګرځولے دے. نو بيا ولې زۀ دوئ ته غوږ ونيسم څۀ؟
حزقىايل ۱۴:۳
نو هم په دې وجه هر هغه خواهش مړ کړئ کوم چې ستاسو دُنياوى فطرت سره تعلق ساتى لکه زناکارى، پليتى، شهوت پرستى، بد خواهشات او حرص چې بُت پرستى ده.
کولوسيان ۳:۵
خو څوک چې مالداره کېدل غواړى نو هغوئ په آزمېښتونو او د ډېرو نورو عبثو نقصانى خواهشونو په دام کښې راګېر شى کوم چې خلق د تباهۍ او هلاکت په درياب کښې غرقوى. ځکه چې د پېسو مينه د هر قِسم بدۍ بېخ دے، او د مالداره کېدو په لالچ کښې څۀ خلق د ايمان نه ګمراه شول او خپل ځانونه يې په قِسما قِسم غمونو غلبيل کړل. خو اے د خُدائ پاک بنده، تۀ د دې ټولو خبرو نه ځان وساته او د صداقت.
اول تيموتيوس ۶:۹–۱۱
ولې چې ځان ورپورې ونۀ تړئ، هر څومره چې دولت ستا زياتيږى.
زبور ۶۲:۱۰
زما مېوه د سوچه سرو زرو نه ښۀ ده، او زما پېداوار د خالصو سپينو زرو نه بهتر دے.
متلونه ۸:۱۹
ځکه چې چرته ستا خزانه وى هلته به ستا زړۀ هم وى.
متى ۶:۲۱
انسان ظاهر ته ګورى او مالِک خُدائ زړۀ ته ګورى.
اول سموئيل ۱۶:۷
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ اپریل ۳۰
اول يوحنا ۲:۵ · عبرانيان ۱۳:۲۰–۲۱
۲۰۲۴ اپریل ۲۹
اول سموئيل ۱۲:۲۴ · ګردان ۸:۲
۲۰۲۴ اپریل ۲۸
يوحنا ۱:۲۹ · عبرانيان ۱۰:۴–۷
۲۰۲۴ اپریل ۲۷
اول کورنتيان ۷:۲۹ · ايُوب ۱۴:۱–۲
۲۰۲۴ اپریل ۲۶
غزلې ۲:۶ · ګردان ۳۳:۲۷
۲۰۲۴ اپریل ۲۵
متى ۱:۲۱ · اول يوحنا ۳:۵
