ورځنۍ رڼا, مۍ ۳: زما تابعدارى کوه او همېشه بې‌عېبه اوسه

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

تاسو کامِل شئ لکه څنګه چې ستاسو آسمانى پلار کامِل دے.“

زۀ قادر خُدائ يم. زما تابعدارى کوه او همېشه بې‌عېبه اوسه.

تاسو به مقدس شئ او صِرف زما به شئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ مقدس يم. ما تاسو د نورو قومونو نه جدا کړى يئ چې تاسو صِرف زما اوسئ.

ځکه چې خُدائ پاک تاسو په بيعه اخستى يئ، نو په دې وجه خپل بدن کښې خُدائ پاک ته جلال ورکړئ.

او تاسو په مسيح کښې معمور شوى يئ څوک چې د هر حاکِم او اختيار سر دے.

نو هغه هغه څوک دے چا چې خپل ځان زمونږ دپاره قربان کړو چې مونږ د هر قسمه بې‌شرعې کارونو نه آزاد او پاک کړى او خپل هغه خلق مو جوړ کړى څوک چې د نېکو کارونو خواهشمند دى.

په دې وجه زما ګرانو دوستانو، کله چې تاسو د دې خبرو په اِنتظار کښې يئ نو کوشش کوئ چې کله د هغۀ سره مخامخ کېږئ نو چې د سلامتۍ په حالت کښې بې‌داغه او بې‌عېبه يئ.

بختور دى هغوئ د چا کارونه چې بې‌داغه وى څوک چې د مالِک خُدائ د شريعت په مطابق چليږى.

خو کوم سړے چې هغه کامِل شريعت ته په غور سره ګورى چې خلاصون ورکوى او په هغې عمل کوى او څۀ چې هغه واورى هغه هېر نۀ کړى نو په هغې باندې په عمل کولو به هغه برکت حاصل کړى.

پاکه خُدايه، ما ولټوه، او زما زړۀ وپېژنه، او تۀ زما امتحان واخله او زما د پرېشانۍ په خيالونو ځان پوهه کړه. ما ته وګوره کۀ چرې کومه غلطه طريقه په ما کښې وى، ما د تل ژوندون لارو ته رهنمائى کړه.

نو چې مونږ سره داسې وعدې شوې دى نو راځئ چې مونږ خپل ځانونه د هر قِسمه جسمانى او روحانى ناپاکو نه پاک کړُو او د خُدائ پاک د يرې نه خپل پاکوالے کمال ته ورسوو.

نو چې مونږ سره داسې وعدې شوې دى نو راځئ چې مونږ خپل ځانونه د هر قِسمه جسمانى او روحانى ناپاکو نه پاک کړُو او د خُدائ پاک د يرې نه خپل پاکوالے کمال ته ورسوو.

نو چې اخلاص او صداقت رانه غواړې، نو تۀ په خپله زما زړۀ ته پوهه راکړه.

او مونږ ته دا تعليم راکوى چې بې‌دينى او دُنياوى خواهشونه پرېږدو او په موجوده زمانه کښې په پرهيزګارۍ، صداقت او ديندارۍ سره ژوند تېر کړُو.

او تاسو هم دغه رنګ د خلقو د وړاندې رڼا خوره کړئ د دې دپاره چې هرکله هغوئ ستاسو ښۀ کارونه ووينى نو هغوئ به ستاسو د آسمانى پلار، لوئى بيان کړى.

زۀ دا نۀ وايم چې ما دا هر څۀ حاصل کړى دى او يا زۀ کمال ته ورسېدم.

او هغه ټول چې په مسيح دا اُميد ساتى، نو هغوئ ځانونه داسې پاک ساتى لکه چې مسيح دے.

چا چې مونږ د دې کار دپاره تيار کړو هغه خُدائ پاک دے او هغۀ مونږ ته د ضمانت په طور خپل روح راکړو.

د هغوئ ذمه وارى دا ده چې مقدسين د خِدمت دپاره تيار کړى او د مسيح بدن له وده ورکړى، ترڅو مونږ ټول په ايمان راوړلو کښې يو شُو او د خُدائ پاک زوئ په ښۀ شان وپېژنو، او ايمان کښې بالغان شُو، او د مسيح پوره کاملېدو ته ورسيږو.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ