۲۰۲۴ مۍ ۴
ورځنۍ رڼا, مۍ ۵: نو دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو
ورځنۍ رڼا
نو دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو، څۀ به وڅښو يا څۀ به واغوندو. ... خو ستاسو آسمانى پلار ستاسو د حاجتونو نه ښۀ خبر دے.
متى ۶:۳۱–۳۲
اے ټولو مقدسينو د مالِک خُدائ نه يره کوئ، د هغوئ به د هيڅ څيز کمے نۀ وى څوک چې ترې نه يره کوى. د زمرى بچى به اوږى او کمزورى شى، خو د چا چې په مالِک خُدائ باندې توکل وى هغه به د هيڅ څيز محتاجه نۀ شى.
زبور ۳۴:۹–۱۰
هغه د هر هغه چا نه ښۀ څيزونه نۀ ايساروى د کومو خلقو لارې چې بېداغه وى. اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه، بختور دے هغه څوک چې په تا توکل کوى.
زبور ۸۴:۱۱–۱۲
زۀ دا غواړم چې تاسو د پرېشانۍ نه بېغمه اوسئ.
اول کورنتيان ۷:۳۲
د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ.
فيليپيانو ۴:۶
ولې دوه چڼچڼې په يوه پېسه نۀ خرڅيږى څۀ؟ خو بيا هم ستاسو د پلار د رضا نه بغېر يوه هم په زمکه نۀ راپرېوځى. خو دا چې ستاسو د سر ټول وېښتۀ هم شمېرلے شوى دى. نو بيا مۀ يرېږئ، تاسو د بېشمېره چڼچڼو نه زيات قيمتى يئ.
متى ۱۰:۲۹–۳۱
تاسو ولې دومره يرېږئ، تاسو لا اوس هم ايمان نۀ لرئ؟
مرقوس ۴:۴۰
په خُدائ پاک ايمان ساتئ.
مرقوس ۱۱:۲۲
د هغوئ د پټولو دپاره يې وريځ راخوره کړله، او اور يې راولېږلو چې شپه يې ورله رڼا کړله.
زبور ۱۰۵:۳۹
څومره چې پلار په خپلو بچو باندې مهربان وى، نو دومره مالِک خُدائ په هغوئ مهربانه دے څوک چې د هغۀ نه يريږى. ځکه چې هغۀ ته پته ده چې مونږ څنګه جوړ شوى يُو، هغۀ ته دا ياد دى چې مونږ خاورې يُو.
زبور ۱۰۳:۱۳–۱۴
په ورځ کښې به نمر تکليف نۀ درکوى، او نۀ به سپوږمۍ په شپه کښې نقصان درکوى.
زبور ۱۲۱:۶
د هغۀ جلال به په هغه ښار باندې لکه د خېمې په شان وى چې د ورځې د ګرمۍ نه سورے جوړ کړى او دا به د امن ځائ وګرځوى او د باران او طوفان نه به يې محفوظ وساتى.
يشعياه ۴:۶
مالِک خُدائ ستاسو حفاظت کوى، مالِک خُدائ لکه د سورې په شان تا سره دے. مالِک خُدائ به ستا په تلو راتلو کښې حفاظت کوى، د اوس نه تر ابده پورې به ستا حفاظت کوى.
زبور ۱۲۱:۵, ۸
د ورځې به مالِک خُدائ د وريځې په ستن کښې د لار ښودلو دپاره د دوئ نه مخکښې تلو او د شپې د اور په ستن کښې مخکښې تلو چې دوئ ته رڼا وى او چې دوئ د شپې، ورځې مزل کوى. د ورځې به هر وخت د وريځې ستن د خلقو نه مخکښې وه او د شپې به د اور ستن د هغوئ نه مخکښې وه.
هِجرت ۱۳:۲۱–۲۲
عيسىٰ مسيح پرون، نن او تل تر تله يو شان دے.
عبرانيان ۱۳:۸
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مۍ ۳
متى ۵:۴۸ · پېدايښت ۱۷:۱
۲۰۲۴ مۍ ۲
پېدايښت ۲۸:۱۶ · متى ۱۸:۲۰
۲۰۲۴ مۍ ۱
ګلتيان ۵:۲۲ · روميان ۸:۶
۲۰۲۴ اپریل ۳۰
اول يوحنا ۲:۵ · عبرانيان ۱۳:۲۰–۲۱
۲۰۲۴ اپریل ۲۹
اول سموئيل ۱۲:۲۴ · ګردان ۸:۲
۲۰۲۴ اپریل ۲۸
يوحنا ۱:۲۹ · عبرانيان ۱۰:۴–۷
