۲۰۲۴ مۍ ۱۰
ورځنۍ رڼا, مۍ ۱۱: تاسو ولې مړ کېدل غواړئ (حزقىايل ۱۸:۳۱)
ورځنۍ رڼا
په پوره هوش او فکر کښې راشئ او نوره ګناه مۀ کوئ.
اول کورنتيان ۱۵:۳۴
ځکه چې تاسو ټول د نُور او د ورځې بچى يئ ... نو بيا دې مونږ د نورو په شان اودۀ پاتې نۀ شُو بلکې مونږ دې بېدار او په هوش کښې اوسو.
اول تِسالونيکيان ۵:۵–۶
تاسو ته ښۀ پته ده چې وخت کم دے، د خوبه رابېدار شئ. ځکه چې زمونږ خلاصون رانزدې شوے دے د کوم وخت نه چې مو ايمان راوړے دے. شپه په ختمېدو ده، ورځ په راتلو ده، نو راځئ چې مونږ د تيارې د کارونو نه لاس واخلو او د رڼا په وسله ځان سمبال کړُو.
روميان ۱۳:۱۱–۱۲
په دې وجه تاسو د خُدائ پاک په پوره وسلې ځان سمبال کړئ، نو چې تاسو د دې جوګه شئ چې په هغه بده ورځ د مقابلې دپاره ودرېږئ او ټول کارونه پوره کړئ او بيا هم قائم پاتې شئ.
اِفِسيانو ۶:۱۳
خپلو ټولو ګناهونو ته شا کړئ کوم چې تاسو کړى دى، او په خپل ځان کښې نوے زړۀ او نوے روح پېدا کړئ. تاسو ولې مړ کېدل غواړئ.
حزقىايل ۱۸:۳۱
نو ځکه تاسو ټول د ځان نه د پليتوالے او د بدۍ ګند لرې کړئ، او هغه کلام ډېر په عاجزۍ سره قبول کړئ چې په تاسو کښې کَرلے شوے دے. په دې کښې ستاسو د ژوند بچ کولو طاقت دے او دا تاسو بچ کولے شى.
يعقوب ۱:۲۱
اوس اے ګرانو بچو، اوس په هغۀ کښې شراکت وساتئ، نو کله چې هغه ښکاره شى نو مونږ به مطمئن يُو او د هغۀ په راتلو به د هغۀ په وړاندې شرمنده نۀ يُو. کۀ تاسو ته پته وى چې مسيح صادق دے نو تاسو به په دې مطمئن شئ چې څوک صداقت کوى هغه د خُدائ پاک روحانى بچى دى.
اول يوحنا ۲:۲۸–۲۹
زما ګډې زما آواز اورى.
يوحنا ۱۰:۲۷
ګوره، زۀ په ور کښې ولاړ يم او ور وهم. او کۀ تۀ آواز اورې او ما ته ور کولاو کړې نو زۀ به درشم او يو بل سره به په شريکه روټۍ وخورو.
رويا ۳:۲۰
زۀ اودۀ ومه خو زما زړۀ بېدار وونه، غوږ شه. زما جانان ور ټکوينه. زما د زړۀ دُنيا او محبوبې ور کولاو کړه، زما ګوګوشتکې، زما بېعېبه مينې ... ما خپل جانان ته ور کولاو کړونه، خو هغه بيا تلے وو، نو زۀ سخته پرېشانه شومه، ما هغه ولټولو، خو هغه مې پېدا نۀ کړونه، ما هغۀ ته آواز وکړونه، خو هغۀ ما ته جواب رانۀ کړونه.
غزلې ۵:۲, ۶
وفرمائى، ستا بنده يې اورى.
اول سموئيل ۳:۱۰
او کله چې عيسىٰ هغه ځائ ته راورسېدو نو پورته يې وکتل او وې فرمائيل چې، ”اے زکايه، زر راکوز شه. زۀ ضرور نن ستا کور کښې مېلمه کېږم.“ نو هغه زر راکوز شو او ډېر په خوشحالۍ يې ورته هرکلے ووئيلو.
لوقا ۱۹:۵–۶
زۀ به مالِک خُدائ، خُدائ پاک ته غوږ ونيسم. ځکه چې هغه به د خپل قوم، خپلو مقدسينو ته وکړى د خير خبره. خو دوئ دوباره خپل کم عقلتوب ته مۀ پرېږده.
زبور ۸۵:۸
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مۍ ۹
عبرانيان ۱۱:۱ · اول کورنتيان ۱۵:۱۹
۲۰۲۴ مۍ ۸
يشعياه ۵۳:۱۰ · يوحنا ۱۲:۲۷–۲۸
۲۰۲۴ مۍ ۷
متى ۲۴:۶ · زبور ۴۶:۱–۳
۲۰۲۴ مۍ ۶
زبور ۸۵:۱۰ · يشعياه ۴۵:۲۱
۲۰۲۴ مۍ ۵
متى ۶:۳۱–۳۲ · زبور ۳۴:۹–۱۰
۲۰۲۴ مۍ ۴
يشعياه ۵۹:۱ · زبور ۱۳۸:۳
