۲۰۲۴ مۍ ۱۵
ورځنۍ رڼا, مۍ ۱۶: نو اوس نور تۀ غلام نۀ يې بلکې زوئ يې
ورځنۍ رڼا
د پولوس د طرف نه.
روميان ۱:۱
تاسو ما ته اُستاذ او مالِک وايئ او دا ټيک وايئ ځکه چې زۀ يم.
يوحنا ۱۳:۱۳
کۀ څوک زما خِدمت کوى هغه دې ما پسې راځى، او چرته چې زۀ يم هلته به زما خادِم هم وى. هر څوک چې زما خِدمت کوى، هغۀ له به زما پلار عزت ورکړى.
يوحنا ۱۲:۲۶
زما جغ په غاړه کړئ او زما نه زده کړئ، ځکه چې زۀ په زړۀ نرم او په روح کښې عاجز يم، او تاسو به په زړۀ کښې آرام حاصل کړئ. ځکه چې زما جغ په وړلو کښې پوست دے او زما پنډ سپک دے.“
متى ۱۱:۲۹–۳۰
خو څۀ چې مخکښې زما دپاره ګټور وو هم هغه زۀ اوس د مسيح دپاره نقصان ګڼم.
فيليپيانو ۳:۷
خو اوس تاسو د ګناه د غلامۍ نه آزاد يئ او د خُدائ پاک غلامان جوړ شوئ، د دې فائده دا ده چې تاسو خُدائ پاک ته وقف شوئ چې اَنجام يې د تل ژوندون دے.
روميان ۶:۲۲
نو زۀ د دې نه پس تاسو ته غلامان نۀ وايم، ځکه چې غلام ته پته نۀ وى چې د هغۀ مالِک څۀ کوى، خو ما تاسو ته دوستان وئيلى دى ځکه چې ما تاسو ته هر هغه څۀ ښکاره کړى دى کوم چې ما د پلار نه اورېدلى دى.
يوحنا ۱۵:۱۵
نو اوس نور تۀ غلام نۀ يې بلکې زوئ يې.
ګلتيان ۴:۷
مسيح مونږ د آزاد اوسېدلو دپاره آزاد کړى يُو. نو بيا په دې آزادۍ کښې قائم پاتې شئ، او په خپله غاړه د غلامۍ جغ بيا مۀ ږدئ. زما وروڼو او خوېندو، تاسو د آزادۍ دپاره رابللى شوى يئ. خو دا آزادى د ګناه د فطرت دپاره مۀ استعمالوئ.
ګلتيان ۵:۱, ۱۳
زۀ به د هغه مالِک خُدائ ادا کړم ثناء او صِفتونه څوک چې ما له کوى هدايتونه.
زبور ۱۶:۷
هغه به په دې نومونو سره ياديږى.
يشعياه ۹:۶
ښې مشورې او تميز ورکول زما کار دے، زۀ پوهه او طاقت لرم.
متلونه ۸:۱۴
ستا کلام زما د پښو دپاره ډيوه ده او زما د لارې دپاره رڼا ده.
زبور ۱۱۹:۱۰۵
په خپل ټول زړۀ سره په مالِک خُدائ باندې توکل کوه. او په خپله پوهه باندې تکيه مۀ کوه. چې تۀ هر کار کوې نو په هغې کښې مالِک خُدائ ياد ساته، او هغه به تا ته صحيح لاره ښائى.
متلونه ۳:۵–۶
اے مالِکه خُدايه، زۀ په دې پوهېږم چې د انسان د ژوندون اختيار د دۀ په خپل لاس کښې نۀ دے. او نۀ هغه په خپلې مرضۍ سره د خپل ژوند لار مقررولے شى.
يرمياه ۱۰:۲۳
کۀ تاسو د لارې نه ښى يا ګس طرف ته واوړئ، نو د وروستو نه به ستاسو لار ښودنه کيږى چې، ”دا لاره صحيح ده، په دې روان شئ.“ تاسو به په خپلو غوږونو دا اورئ.
يشعياه ۳۰:۲۱
هر يو کار چې تۀ کوې هغه مالِک خُدائ ته سپاره، نو ستا منصوبې به کاميابې شى.
متلونه ۱۶:۳
خو هغۀ ته د هغې لارې پته ده چې کومه ما اختيار کړې ده.
ايُوب ۲۳:۱۰
د انسان قدمونه اخستل مالِک خُدائ په خپله مقرر کړى دى، نو بيا به څنګه يو کس په خپله لار پوهه شى؟
متلونه ۲۰:۲۴
د خپلې مشورې په ذريعه زما رهنمائى کوې، نو آخر به هم ما خپل جلال ته راوغواړې.
زبور ۷۳:۲۴
ځکه چې هم دا خُدائ د تل دپاره زمونږ خُدائ پاک دے، هغه تر آخر وخته زمونږ رهنما دے.
زبور ۴۸:۱۴
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مۍ ۱۴
فيليپيانو ۳:۱۰ · متى ۱۰:۲۵
۲۰۲۴ مۍ ۱۳
اول تيموتيوس ۲:۸ · يوحنا ۴:۲۳–۲۴
۲۰۲۴ مۍ ۱۲
اول يوحنا ۴:۷ · روميان ۵:۵
۲۰۲۴ مۍ ۱۱
اول کورنتيان ۱۵:۳۴ · اول تِسالونيکيان ۵:۵–۶
۲۰۲۴ مۍ ۱۰
اول يوحنا ۳:۸ · اِفِسيانو ۶:۱۲
۲۰۲۴ مۍ ۹
عبرانيان ۱۱:۱ · اول کورنتيان ۱۵:۱۹
